په کندوز کې د ولسي جرګې د مشر عبدالرؤف ابراهیمي، قوماندان میر عالم، امیر عبدل او قوماندان محمد عمر پخسه پران کورنۍ په ټول ولایت راج چلوي. په دوی ټولو تور دی، چې غیر مسوول وسله وال لري او دولتي مقامونه یې پخپل منځ کې سره وېشلي دي، حتی په قوماندان میر عالم تور دی، چې د نشه یي توکو قاچاق کوي.

محلي سرچینې وایي، یاد کسان په کندوز ولایت کې د واک او ځواک په سیالۍ اخته دي، ولایت یې له سقوط سره مخ کړی دی.

د کندوز امنیه قوماندان سرور حسیني وایي، په نا امنیو او ولایتي ګډوډیو کې د ښکېلو کسانو نومونه افشا کول زما له سویې لوړ کار دی.

یوه اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو په کندوز کې له مهماتو ډک موټر ونیوه، چې وروسته معلومه شوه د ولسي جرګې د اوسني رییس عبدالرؤف ابراهیمي کسان ول.

سرچینې وایي، د عبدالرؤف ابراهیمي کورنۍ د کندوز په امام صیب ولسوالۍ کې غیر مسوول وسله وال لري. همدا ډول دوی د وسلو قاچاق هم کوي.

معلومات ښيي، چې دغه وخت د کندوز والي هم مطبوعاتو سره په خبرو کې له مهماتو د ډک موټر نیولو خبر ورکړ، خو نوموړي د چا نوم وانخست او ویې ویل، چې دغه وسلې مخالفو وسله والو ته وړل کېدې.

په کندوز کې ځایي خبریالان وایي، دغو څلورو کورنیو یاد ولایت له زوال سره مخ کړی دی، د دوی رقابت د نا امنیو یو لوی عامل دی.

په پخواني جهادي قوماندان میر عالم هم تور دی، چې غیر مسوول وسله وال لري. محلي حکومت ځکه د نوموړي ملاتړ کوي، چې د دولت مخالف وسله وال پرې وځپي، خو نوموړی له دې فرصت څخه په استفادې خپل رقیبان ځپي او دوه اړخیزه رقابت نا امنیو ته زمینه برابره کړې ده. د ښاغلي میر عالم هر ډول مخالف د (طالب) په نوم له منځه وړل کېږي.

د دریمې کورنۍ مشر امیر عبدل په ګوته کېږي، چې دا مهال په کندوز کې د سرحدي پولیسو قوماندان دی.

معلومات ښیي، چې څه موده وړاندې د نوموړي ورونه او د کورنۍ یو شمېر غړي په کندوز کې د سړي تښتونو او قاچاق په تړاو ونیول شول. په نوموړي تور دی، چې د خپل مخالف قوماندان میر عالم پر خلاف خلکو ته وسلې وېشي.

قوماندان محمد عمر پخسه پران د خان آباد په اقتاش کې اوسېږي او یو له هغو کسانو دی، چې په ټول کندوز باندې راج چلوي. په پخسه پران هم تور دی، چې غیر قانوني وسله وال لري، همدا ډول له قوماندان میر عالم سره د اختلاف له وجې د هغه پرضد خلکو ته وسلې وېشي.

ځایي سرچینې وایي، دغه ډلې یو د بل په خلاف خلک را پاروي او د کندوز اکثریت نا امنۍ د همدغو ډلو د رقابت له وجې ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.

د کندوز امنیه قوماندان سرور حسیني له محور سره په مرکه کې امنیتي ستونزې مني او په وینا یې، مشخصې کورنۍ پدغو نا امنیو کې لاس لري، خو وایي؛ نومونه افشا کول یې تر سویې لوړه خبره ده.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی معلم چهاري هم مني، چې د کندوز نا امني د مشخصو ډلو له لوري پرمخ وړل کېږي: ((څه موده وړاندې د سړي تښتونو، چاودنو او قاچاق په تور یوه ډله ونیول شوه، خو په مرکز کې یې د لوړ پوړو مقاماتو ملاتړ درلود او بېرته خوشي شوه.))

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: څلورو کورنیو کندوز ولایت له زوال سره مخ کړی”
  1. De de Daulat Charwaki serf po de masrof de che ekhpele Chawkai wo sate aw de gharb policy delta pale kere, doy cherta ghowaree che dase ghair Qanone orpaki le manza yose ham dase Dr. Atta aw dasee noor che har yaw po ekhpel zay ke Padshah de … Kundoz orpake se kawe Dostom jan de wogora che de tolo sar de po fesad ke fased taren ensan de liken nen kom moqam laree ?

    Wa Salam.

  2. ډاکټر صاحب به دا خبره ډیره کوله چی موږازی حکومتونه به ختموی موږ به بیا فکر کوه چی ګویا هدف یی د بلخ والی معلم نور دی. اوس چی ما دا پورته لیکنه یا راپور ولوست داسی خیال راته پدا شو چی ډاکټره تاسو چی په میرعلمانو زور نه رسیږی نو په عطا نور معلم خو والله که غیڼ هم لنډ کړی. (بښنه د وی که بی ادبی می کړی وی په خدای قسم چی زړه می سوخت وکړی) د زړه له سوخته بی ادبه خبری خولی ته راځی.

  3. درسانو له خوا خبريزي جه خلورو كورنيو دكندور دولايت وضع او امنيت او دخلكو زوند تريخ كري .
    همداسي خو ورخي دمخه رابور خبور شو جه دننكرهار دولا يت وضع به همدي شكل يو ولس(١١() كورنيو به لاس كي ده او وضع ورخ به ورخ دوخامت خواته خي .
    راخي شه فكر وكرو أوسر به كريوان كي شكته كرو .
    ١-داجه لور بوري جار واكي به دي خبر نه دي .
    ٢-ايا دولتي جارواكي به دي كار كي لاس نه لري .
    ٣- ايا دولايت جارواكي دهمدي كورني غري اوياددوي دطر فدارانوخخه نه دي .
    ٤- ايا دا قصدي او عمدي كار نه دي .

    اوس دكران اولسمشر او دده داجرايه دريس او ددوي دبنخه معاونينو او ددوي دهر يوه دبي شماره مشاورينو خخه دا بو شتنه كوو جه ايا تاسي ددي وضعي خخه باخبر ياستي او كه نه .
    كه خبر ءي اجرات مؤخه دي كه بي خبره ءي نو ستاسي دنده خه ده صرف دودي خورل اوجيبونه دكول .ايا كه بشري مسوليت نه احساس وي لز خه وجداني مسوليت خو موبه كار واجوي .كه جيري دا كارمو ونه كر بيا جواب موشته جه خه خطاب درته وكرو.اويا دا ده جه اوس تاسي دداسو كارو سره مافيت بيداكري .
    شه خبره خو داده جه به كندوه ولايت كي داولسي جركي مشر اويا ريس به دي غلا او نا قراري كي شامل او به ننكرهار كي دمشرانو دجركي مشر اويا ريس اقاي مسكنيار به رهبري دتولو فسادو كي واقع دي .
    قوه إجرائه او قوه مقننه جه ديو دولت دفلج به حالت كي وي قوه قضائه غواري اوكه نه غواري ددوي به لاره روانيزي .
    توبي وباسي دا دقيامت نخي دي .جه خو محدودو كورنيو به افغانستان او دافغانستان به خلكو راوستي .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *