په کندهار کې د برېښنا د کمي له وجې له ۱۹۰ فابریکو څخه ۹۰ یې تړل شوې دي او ددې ښار اتلس لوی کلسترونه د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي.
درې کاله وړاندې چې د امریکا پراختیایي ادارې په کندهار کې ډیزلي برېښنا فعاله کړه، تر اوسه یې په تېلو ۳۰۸ میلیونه ډالره لګولي او ۲۲۰ میلیونه ډالره برېښنا شرکت مصرف کړې دي.
پداسې حال کې چې څلور میاشتې وروسته به دغه قرارداد پای ته رسېږي د امریکا د پراختیایي ادارې لخوا د لګول شويو لسو جنراتورونو څخه یې یوازې درې یې اوس فعاله دي.
په هلمند کې جګړه او کندهار کې د امریکا د پراختیایي ادارې له لوري د تمویلېدونکو ډیزلي جنراتورونو د لګښتونو قطع کېدل ددې باعث شوي چې نیم کندهار همدا اوس له برېښنا بې برخې دی.
د ډيزلي برېښنا قطع کېدل په عادي ژوند سربېره ددې ولایت صنعتي فابریکو ته هم زیان اړولی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې د کندهار له ۱۹۰ فابریکو څخه یې ۹۰ د برېښنا د ستونزو له وجې تړل شوې دي. پدغو فابریکو کې د چپلکو جوړولو، اوسپنې ویلي کولو، غوړیو او صابونو جوړلو سربېره ګڼې نورې شاملې دي.
په کندهار کې ازاد خبریال صدیق الله افغان محور سره په خبرو کې وویل، چې د برېښنا ستونزو د کندهاریانو ژوند خورا مشکل کړی دی: ((د پاکو اوبو د نشتوالي او کمي له وجې ډېری ماشومان په ناروغۍ اخته شوي دي. همدا اوس د کندهار اتلس کلسترونه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.))
د ښاغلي افغان د معلوماتو په اساس، له دریو کالو راهیسې چې د امریکا پراختیایي ادارې په کندهار کې ډيزلي برېښنا فعاله کړې، دغو جنراتورونو ته یې د ۳۰۸ میلیونه ډالرو تېل او وسایل اخستي دي، همدا ډول ۲۲۰ میلیونه ډالره په کندهار کې د برېښنا شرکت له لوري مصرف شوې دي.
کندهار ښار د کجکي بند او د همدغو جنراتورونو په ډیزلي برېښنا روښانه دی او فابریکې یې پرې فعاله دي.
له کجکي بند څخه ۱۲ میګا واټه او له ډيزلي جنراتورونو څخه ۸ میګاواټه برېښنا کندهار ښار ته ورکول کېږي، خو په هلمند کې وروستۍ جګړې او د امریکا د پراختیایي ادارې له لوري د مرستو کمېدو دا ښار د برېښنا له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د برېښنا دې ستونزو په کندهار کې سولر سیستم ته ښه زمینه سازي کړې، چې له پاکستانه راوړل کېږي. د سولر سیستم زیاتېدا له وجې ولایتي ادارې پدې سیتسم هم له پنځه سلنې څخه لس سلنې ته مالیه لوړه کړې ده.
څارونکي وایي، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په جنوب کې د برېښنا لپاره په بنسټیزو پروژو کار ونکړ، کنه پدغو پیسو اوږدمهالي برېښنایي پروژې فعالېدای شوای.
معلومات ښیي، چې د کندهار د دهلې بند له ۱۰ تر ۱۵ توربینونو اسانتیاوې لري، خو اوس پرې یوازې یو توربین فعاله دی.
همدا ډول د کجکي بند په هغه پروژه چې په اکمالاتي کاروان او کارکوونکو یې له ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پیسې ولګول شوې نن د افغانستان د جنوب او په ځانګړي ډول هلمند او کندهار لپاره هم برېښنا نشي برابرولی.
شواهد په ډاګه کوي چې د کجکي بند د توربین فعاله کولو کار یوازې د افغان حکومت تېر اېستو لپاره شوی دی.
په جنوب کې خبریالان د افغان چارواکو له قوله وایي، که چېرې بهرنیانو لګول شوې پیسې د افغان حکومت له لارې لګولې وای، دوی د قومي مشرانو د نفوذ په واسطه کولای شوی په کم لګښت کجکي بند فعاله کړي.
خو د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له محور سره په مرکه کې دغه تورونه ردوي او وایي، د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې به له کجکي څخه کندهار ته برېښنا ولېږدوي او دا وخت یې د یو نوي توربین په فعاله کېدا کار روان دی: ((تېره اونۍ کندهار ته د برېښنا د لېږد سیستم په بیا جوړولو ۱۲ میلیونه افغانۍ ولګول شوې. د بهرنیانو د قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته موږ پوره اماده یو کندهار ته برېښنا برابره کړو. اوس امریکا جنراتورونو ته شل سلنه تېل ورکوي، په هره ربع کې به د دوی برخه کمېږي او زموږ به زیاتېږي، د ۲۰۱۵ تر پای ته رسېدو پورې به ټول سیستم موږ ته وسپارل شي.))
د1385 کال راهیس چی کله مونگ دکندهارپوهنتون کی زده کړی کولی حکومت دکندهاراولس ته وعدی ورکولی چی دکجکی یوتوربین فعالیژي اونن اوسباکاریی خلاصیژی اوددی توربین په نصب سره به دکندهاردبریښناستونزه حل شی خوتراوسه هغه وعدی هم دوام لری زما دنظره که یوځل مکمله دابریښنا قطع شی کیدای شی چی بیا اولس اوچارواکی پوه شی چی توربین کجکی ته رسیدلی اوکه نه اویا امنیتی ستونزی دی زه وایم چی دی حکومت په داتیره تقریبا ۱۳کلنه دوره کی په دی ونه توانید چی دیوه دبریښنا بند چی دتیروحکومتونو څخه ورته پاتی وو دیوه توربین په نصب سره ونه توانید یا داچی اراده یی نه درلوده اواولس ته یی په تشووعدوبازی ورکوله اودبریښنا وزارت هم دمشارکتی حکومت دویش په نتیجه کی یوداسی چاته ورسید چی هغی داونه شوی زغملای چی دکجکی غوندی دبريښنا بند ددرونټی بریښنا بند دنغلوبند دسروبی بند دچک وردګ بند اودهیواد نوربندونه جوړاواولس یی دروښنایی څخه ګټه واخلی دراتلونکی رییس جمهورڅخه موغوښتنه داده ترڅودی لویواواوحیاتی پروژو ته لمړیتوب ورکړی