د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله انتخاباتي لوریو لس کسیزه کمېټه ګومارلې، چې شوي تفاهم ته عملي ميکانېزم جوړ کړي او وروسته يې دتطبیق لپاره ولسمشر ته وړاندې کړي.

د کابینې او والیانو د ګمارنې په ځنډ خلک شدید انتقاد لري، له بل لوري په دولتي ادارو کې شدیده بې نظمي روانه ده.

د عبدالله پلويان پخپل منځ کې د کانديدانو په ورکولو کې سره وېشلي دي، یوه سرچينه وايي د عبدالله پلویانو پرېکړه کړې، چې د څوکيو په وېش او د اشخاصو په مقررۍ به له ولسمشر سره بحثونه ونکړي او هغه خپلې مخې ته پرېږدي.

شنونکي وايي، د عبدالله عبدالله ځینې پلويان ګڼي، چې دوی پر غني د خپلو فرمایشونو د منلو له اړخه مایوسه شوي، خو ځينې نور وايي، چې دعبدالله پلویان خپل منځ کې د واک پرسر شخړه لري.

د کابینې او والیانو د ګمارنې په ځنډولو سره افغانان جدي نيوکه لري او وايي، دا چاره لامل شوې، چې په دولتي ادارو کې شدیده بې نظمي رامنځته شي.

د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله انتخاباتي لوریو لس کسیزه کمېټه ګومارلې، چې د کابينې پر سر بحثونه وکړي او شوي تفاهم ته عملي ميکانېزم جوړ کړي، وروسته يې د پلي کولو لپاره ولسمشر ته وړاندې کړي.

د نوي حکومت له لوري دا مهال د دولتي ادارو د ارزونې او کتنې چارې روانې دي، چې کوم ادارات مستقل شي او کوم مدغم او څه ډول کابينه رامنځته شي. د راپورونو له مخې، د ولسمشر له لوري تر دې مهاله شپېته سلنه وزيران او مسوولين ارزول شوي، ځکه چې د يوه جدي تغير لپاره دغه مسوولين د خپلو ادارو ځواب ويونکي دي.

ولسمشر ويلي، چې موازي ادارې به مدغميږي، خو تر دې مهاله د هغو ادارو نمونه نه دي په ډاګه شوي، چې مدغم او يا هم له منځه وړل کېږي.

دا مهال ولسمشر له دولتي چارواکو، حزبونو، ډلو او مدني ټولنو سره ګوري، له هغوی د اصلاحاتو طرحې غواړي، تر څو د راتلونکي لپاره يوه په کار پوه اداره رامنځته کړي.

يو اساسي ټکی دادی، چې نوې کابينه به ځنګه وي؟

يوه سرچينه وايي، ولسمشر اشرف غني احمدزی کوښښ کوي، چې په نوې کابينه کې مخکينی هېڅ وزير او والي ونه ګومارل شي، هغه لېواله دی، چې ځوانان د رسمي چارو په راس کې راولي، خو دغه کار له دوو ننګونو سره مخ دی، لومړی دا چې د اجرايوي رييس له خوا معرفي کېدونکي کسان به ځوانان نه وي، دويم دا چې د تېر حکومت چارواکي به هم په نوي حکومت د دوی له خوا وتپل شي.

د عبدالله عبدالله په ډله کې داسې کسان دي، چې د پخواني حکومت همغږي وو او په نوي حکومت کې يې هم د څوکۍ تر لاسه کولو تضمين اخستی دی. په دې ډله کې د يونس قانوني، بسم الله محمدي، زلمي رسول، ګل اغا شېرزي او فضل احمد معنوي نومونه اخستل کېږي.

په داسې حالاتو کې بيا په کابينه کې او د ولاياتو په کچه د ولسمشر اشرف غني احمدزي د اصلاحاتو برنامه يوازې پنځوس سلنه د تطبيق وړ ده.

شنونکي وايي، د عبدالله عبدالله پلويان ګڼي چې ډاکتر غني به په نوي حکومت کې د دوی فرمايشونه هغسې عملي نه کړي، لکه دوی يې چې تمه لرله. خو ځينې نور بيا وايي، دغه ډله په خپل منځ کې د کانديدانو په ورکولو کې سره وېشلې ده.

د وړمې ورځې د ماسپيښين د عبدالله عبدالله د پلويانو د يوې ناستې ترلاسه شوي جزيات په ډاګه کوي، چې غونډې پرېکړه کړې، چې د څوکيو په وېش او د اشخاصو په مقرريو نور له ولسمشر سره بحثونه ونکړي او هغه به خپلې مخې ته پرېږدي، خو څرګنده نه ده، چې دوی مايوسه شوي، که خپل منځي اختلافاتو داسې پرېکړې ته اړايستي دي.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: کابینې ټاکلو ځنډ وزارتونه بې نظمه کړې دي”
  1. وزارتونه خو لا پریږده چه مطلق توطی روانی دی دولایاتو په حال څانونه خبر کړی چور لګول شویده تر څو چه نوی والیت په ګوته کیږی د۵کالو عواید ممکن په دغه لنډ وخت کی کمای کړی تاخیر په تعیناتو کی ولی ؟ ایا څوک نشته ؟که عاجل تعینات ونشی ډیری بی نظمی مخته شتون لری.

  2. عزتمنده اولسمشره ?
    ته دافغانستان انتخاباتې اولس مشرئ.
    ته دافغانستان انتخاباتې آولس مشر ئ.
    ته دافغانستان انتخاباتې اولس مشر ئ.

    ته دافغانستان خلکو ته مسول ئ. نه بل څوک؟
    ته دافغانستان خلکو ته مسول ئ. نه بل څوک؟
    ته دافغانستان خلکو ته مسول ئ. نه بل څوک؟

    دپاتیوالۍ په حالت کې شرمندګی يوازی ستا ده مګر دکاميابۍپه حالت کی شريکان ګډ دی.
    ددی دپاره چه خداې دې دشرمندګۍ څخه وساتی کامياب او سرخ روي اوسی لازم ده.

    استقلاليت,قاطعيت,انظباط او دسپلين په تصميم ګيرۍ کی.
    ته دملت نماينده(مشر) ئ ملت ته , ته مسول ئ نه بل څوک ملت تا ته رائ درکړی نه بل چاته ملت ستا تر شا ولاړ دي,،.داچه عمل دې مثبت دې په خپلو تصاميمو کي قاطع اوسه.انشالله بری ستا او ستا دلاری برې دملت نصيب دی.
    ددي لو ړ برې په انتظار

  3. عالیقدر ریس صاحب جمهور! په دقت ورسره عاجله دمملکت سر نوشت په ډیر کم وخت کی بل لورته تللی شی زموږ هیله داده چه ډیر ژر صادق کدرونه په پوستونو باندی وګمارل شی کابینه زروریده او دوالیانو تعینول دهغه نه ضروری ده موږ دولتی کارمندان هره لحظه حالات څیړو وزاراتونه بل ډول -ولیان هم بل ډول دریڅونه خپل کړیدی هر څومره ژر چه کیږی بستونه دپوه-صادقو او مسلکی خلکونه ډک کړه په خورا -احترام زیار مل

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *