د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په لوګر کې د کانکور ازموینې نتایجو پاڼې سیند ته غورځولې او د سیمې خلکو د هغو اسنادو یو زیات شمېر بېرته را نیولي او کابل ته یې را نقل کړي دي.

په لوګر کې پنجشنبې ورځ د کانکور ازموینه وه، له ټولو نا امنو ولسواليو څخه ځوانان چې د طالبانو له خوا تهدید شوي هم دي راغلي وو. د کانکور تر ازموینې یوه ورځ وړاندې هلته یوې چاودنې د دولسم ټولګي یو فارغ شهید  او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

لوګر والي دا عمل ستر جنایت بللی او وایي، د پېښې عاملین دې جدي سزا وويني.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په مرکز کې له هغو ۳۶۰۰ دولسمو ټولګیو فارغانو څخه د کانکور ازموینه واخستل شوه، چې د لوګر له ټولو ولسواليو څخه راغلي وو، خو د دغې ازموینې نتایج کابل ته راونه رسېدل او  یاد ولایت ته د ګومارل شوې کانکور کمېټې په لارښوونه د لوګر سیند ته غورځول شوي دي. سرچینې وايي، کمېټې ادعا کړې چې د کانکور نتایج باطل و، خو والي، پوهنې ریاست او لوګر وکیلان نیوکه کوي، چې نتایج باید مرکز ته تللي وای او په هکله یې منصفانه قضاوت شوی وای.  هغوی دا د کمېټې مطلق شخصي او غرضي عمل ګڼي.

د لوګر کانکور ازموينې ته د کانکور کمېټې ۲۳ څارونکي او د پلاوي‌غړي ‌استولي ‌و، چې د ټول پروګرام کنترول او نظارت یې په ولکه کې وو. ولایت او د لوګر پوهنه ریاست وايي، دوی د درغلیو بېلګې ندي لیدلې او د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

د لوګر والي وايي، دا پيښه ملي خیانت دی او پر وړاندې به یې جدي ودرېږي. نوموړی وايي، هېڅ توجیه نلري چې دا خیانت پټ کړي.

کله چې د کانکور کمېټې غړي کابل ته راځي کابل ته څېرمه په بني حصارو کې خپل کاسټر موټر دروي او د کانکور د نتایجو بکس په سیند کې خالي کوي. عیني شاهدان وايي، د کاسټر چلوونکي د لوګر د معارف رییس سره په ټليفوني ‌اړیکه دا خبر شریک کړی او هغوی په بېړه ځینې کسان رالېږلي او د نتایجو یو تعداد پاڼې یې له سیند څخه را ټولې کړې دي. د دغو نتایجو ډېری یې محور ته رسېدلي دي.

لوګر ته له لوړو زده کړو وزارت څخه د استول شوې کانکور کمېټې مشري لطف الله ساپي کوله، چې د تعليمي چارو متخصص دی او سرچينه ادعا کوي، چې د نوموړي په امر د کانکور نتایجو پاڼې سیند ته غورځول شوې دي.

لوګر د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه دی، چې په ځینو ولسوالیو کې یې خلک په سختۍ ښوونځيو ته درومي. د راپور چمتو کوونکې ډلې ته د کانکور ازموینې ګډون کوونکو ویلي، چې په ډېره سختۍ له خروار، آذرې او سجاوند څخه ازموینې ته راغلي وو، په لارو کې طالبانو تهدید کړي او حتی کورنۍ یې په خطر کې دي. دوی ادعا کوي چې هېڅ ډول نقل یې ندی کړی، د دوی په خبره چې که چا نقل هم کړی وي، کانکور ولایتي کمېټه پکې مسووله ده.

د نا امنۍ له کبله د لوګر تعليمي بهیر ډېر زیانونه ليدلي دي، همدې کانکور ته د راتلونکو ځوانانو له ډلې یو یې هغه مهال شهید او لس نور ټپيان شول، چې د لوګر په مرکز کې یې د کانکور کارتونه اخستل او چهارشنبه مهال ور باندې بمي چاودنه وشوه.

7 thoughts on “محور ورځپاڼه: کانکور کمېټې د لوګر د کانکور نتایج پاڼې سیند ته غورځولې دي”
  1. دا یو ډیر ناځوانه او بي شرمه کار اجرا شویدی دا د یو پلان له مخی ترحه شوی دی تاسو په خدای باور وکړای چه تیر کال همداسی کسان چه دیر زیات پوه او لایقه وول هغوی ته دیری کمی نمری ورکړل شوی وی کله چه وزارت ته لاړل او څیړنه یی وشوه د هغو ی نمری ۳۱۰ ولی د څو کسانو خپلوان په وزارت کی وو او بعضی د اتباطو له لوری بیرته خپل حق تر لاسه کړو خو دا ډیر کم کسان دی د تیر څوکالو راهیسی د پښتنو سره په سیستماتیک ډول د کانکور برخه کی ظلم کیږي چا د تیر کال د درغلیو کوونکو کسانو کار وغانده ؟ داسی څوک وو چه هغوی محکمی ته راوستی وای ؟ ریس جمهور صاحب شرم دی ستا په هغوشیدو وی چه تارودلی دی !!!

  2. که دغو هلکانو هم نقل کړیوی شاهد هره کلی یی په قیمت رانیولی وی خو دهرولایت یعنی دکابل طب 3000ډالر دجلال اباد 2000ډالر انجنیری 2000 اقتصار 1500 اوداسی راځه هر مقام ځانته خپل قیمت لری زما په فکر ددغی کمیټی سره چی مخکی کوم تعهد شوی دی دجوابو تر لاسه کیدو ورسته هغه پر خپل تعهد نه دی دریدلی

  3. ملا عمر او کرزي دواړو پښتانو ته لاسونه سره یو کړی، ملا عمر یې له اخوا په بمونو وژني، یو نیم چې ژوندی راووځي بیا د کابل په درواځو کې ورته کرزي ایرانیان وزیران کړي چې یا یې بیرته په طالب وسپاري او یایې ایران کې مزدورۍ ته ولیږي. کاشکې چې د کرزي د زوګړې په کلیزه کې د داسې کارنامو لپاره هم یو یو شمع لګولې وای چې نه پوهیږم شمیر به څو ته رسیده.

  4. مونز دا عمل په کلکه غندو او داد دشمنانو یوه دسیسه بولو او چپ به پاتی هم نشو

  5. زموږ په هیواد کی ټول په خپل سر دی ، هغه نر دی چی په ډاګه قانون تر پښو لاندی کوی. تاسو وګوری چی دکابل څخه چی کوم هیت ورغلی دی بی له دی چی څیړنی وکړی او که درغلی شوی وی پیدا کړی او عمل کونکو ته یی جزا ورکړی . خو دا کار نه کیږی او دا کم عقل په خپله قانو تر پښولاندی کوی او دیوی سخرایی محکمی په نتجه کی چی پریکړه په خپل سر کوی د لوګر د ځوانانو د کانکور د ازموینی پاڼی سیند ته غورځوی . د کرزی حکومت لپاره پکار ده چی تر ټولو سخته سازه باید همدغه د لیږل شوی هیت مشر لطف الله ساپي ته ورکړل شی

  6. بیگاه ناوخته مې ورور راته د کانکور د ازموینې د لغوه کیدو خبره وکړه خو ما وانه منله ماو یل دولت به دومره سپک کار نه کوي، خو نن په ویب سایټونو کې ددې خبر په اوریدو مې د سر ویښتان هله زیږه شول، چې د امتحان تر لغوه کیدو یې لا ډیر سپک کار کړی وه، یعنې د کانکور پاڼې یې په مردارو اوبو کې اچولې وې .
    په سرکې ددغه کار کلکه غندنه کوم او تر هغه وروسته باید حکومت ددې ستر جنایت تر سره کوونکو ته د خلکو په وړاندې سخته سزا ورکړي، که د حکومت تالي څټي ددې کار وس نلري نو د لوګر له محترم والي صاحب، د ولسي جرګې او ولایتي شورا له غړو ، دپوهنې له چارواکو اونورو مخورو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ددې پیښې جدي څیړنه وکړي او ددې کار عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
    که پورتني چارواکي دغه کار نشي کولي او یایې وس نلري نو مهرباني د وکړي بیا د په ورین تندي ولس ته ووايي چې موږ ددې کار وس نلرو، بیا ولس پوهېږي چې لدې پلورل شویو سره څه ډول چلند وکړي، انشاالله تر اوسه به د ولس په مټو کې دومره زور وي چې دا ډول خلک د خپلو اعمالو په سزا ورسوي، او دغه پلورل شوي چارواکي دې دا نه هیروي چې دا اولس بیده دي، دوی ته باید یادونه وکړم چې دې اولس د شوروي د سرو لښکرو او امریکاي او ناټو پوځ کوکاري ویستي دی او تاسې خو یې لاسپوڅي او مزدوران یاست، انشا الله دلوګر او ټول افغانستان میړنی ولس به ددې مظلوم ولس د حق پوښتنه ضرور کوي.
    د یو سرلوړي او واحد افغانستان په هیله
    په درنښټ

  7. سلامونه ټولو لوستونکو ته!

    بس بې مشره ولس ده هرڅوک چې څه غواړي ورباندې کوي یې دپوښتنې یې څوک نشته.
    کاشکې مو کوم خلیلي درلودی چې اوس راغلی وای او په لوګر کې خیمه وهلې وای
    کاشکې مو کوم محقیق یا فهیم درلودی

ځواب ورکول Dr. Ezatullah Halim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *