د پېښور په خیبر بازار او ګل حاجي پلازا کې د جعلي اسنادو جوړونکی وایي، له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې د افغانانو لپاره ۳۴۰۰ جعلي اسناد جوړ کړي دي، په جعلي اسنادو کې د افغانستان د کابینې د یو وزیر اسناد هم شته.
پدغو جعلي اسنادو کې د موټر چلولو نړیوال لایسنسونه، د پوهنتونو د اتو سمسترونو نمرې(ترانسکرپټ)، دیپلوم، تذکرې، د وکالت اسناد، د دوکانونو او درملتونونو جوازونه هم شامل دي.
په یو جعلي سند له ۵۰۰۰ کالدارو تر دوه نیم لکه کالدارو پورې اخستل شوې دي، د پېښور دغه جعل کاران په افغانستان کې ګڼ کمېشن کاران لري، هر څوک کولای شي د پیسو په مقابل کې ترې د جعلي اسنادو مطالبه وکړي.
د پېښور د خیبر بازار په تنګو کوڅو کې به د فوتوکاپي او کارتونو جوړولو لسګونه داسې دوکانونه ووینئ، چې ایله یې ټول کار په یو کمپیوټر او یو پرینټر روان وي، خو په دغو کمپیوټرونو کې د افغانستان د ټولو وزارتونو مهمې ټاپې، د مهمو چارواکو لاسلیکونه او ورسره د اسنادو مقیاس ورته جعلي کاغذونه هم موجود وي، چې د افغانستان د تحصلیي ساحې خوندي چاپیریال یې د بربادۍ تر پولې رسولی دی.
په خیبر بازار کې د جعلي اسنادو یو جوړونکی محمد اجمل وایي، په افغانستان کې کمېشن کاران لري او د هغوی په واسطه خپلو جعلي اسنادو ته بازار پیدا کوي: ((د افغانستان په هره برخه کې زموږ مشتریان شته، هر څوک چې موږ ته د جعلي اسنادو د جوړولو وړاندیز وکړي، ورته یې جوړو، خو د مهمو اسنادو له جوړونکو ضمانت خط یا ضمانت کس اخلو، څو وروسته قانوني جنجال رامنځته نه کړي. تقریباً په تېرو شپږو کلونو کې ما شاوخوا ۳۴۰۰ جعلي اسناد جوړ کړي دي، چې له عادي تذکرې نیولې د وزیر تر اسنادو پکې شامل دي، موږ یو بل ته ضمانت ورکړی، د وزیر نوم نشم اخیستی.))
د محمد اجمل په شان ډېری نور دوکانداران هم د اسنادو جوړولو کاروبار کوي او له همدې مرجعې د میاشتې شاوخوا یو نیم لک کالدارې ټولوي.
د جعلي اسنادو جوړلو کاروبار په کابل کې هم ګرم دی، خو له قانوني څار څخه په خوندي پېښور کې د افغانستان نا ممکنه اسناد هم په جعلي ډول په اسانه جوړېدلی شي.
د پرمختللو کمپیوټري پروګرامونو په اساس دوی د نږدې ټولو مهمو ادارو تعقیبي لاسلیکونه هم له ځانونو سره خوندي کړي، څو د اسنادو جوړولو پرمهال له ستونزو سره مخ نشي.
په کابل ښار کې د جعلي اسنادو تر ټولو ډېره عامه بېلګه د تذکرو ده، چې د سکینر په واسطه له اصلي چاپ اېستل کېږي او په چاپ کې تر جعل وروسته مهم لاسیلکونه د کچالو په ټاپه کې پرې وهل کېږي.
د یو مخابراتي شرکت کارکوونکی د نوم نه ښودو په شرط وایي، د جعلي تذکرو په واسطه مهمې شمېرې وباسو او په لوړ قیمت یې په خلکو پلورو: ((د اسنادو جعل کومه ډېره سخته خبره نده، زه له اصلي تذکرې یوه تذکره سکن کوم، په کمپیوټر کې پکې تغیر راوړم او ترې څو دانې نورې کاپي کوم. په تذکرو مهمې ټاپي په کچالو کې جوړوم او په کاپي تذکرو یې وهم. په همدغو تذکرو زه مهمې او ګولډن شمېرې له شرکت وباسم او بیا یې په خلکو په لوړ قیمت پلورم.))
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغانستان د سرحدي ولایتونو په ګډون په غزني کې هم داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستاني طالبان افغان تذکرې جوړوي، څو په اسانۍ ونه پېژندل شي. په ورته ډول یوه اونۍ وړاندې د کندهار یو چارواکي ویلي وو، طالبان د جعلي تذکرو په واسطه د افغانستان ملي اردو ته د جذب په هڅو کې دي.
خو د تحصیلي او نورو مهمو اسنادو جعل په نظامي ساحې سربېره د افغانستان اکاډمیکه ساحه هم سخته زیانمنولی شي. پدغو جعلي اسنادو کې د معینانو او وکیلانو هغو ته اشاره شوې ده، خو له زیات اصرار سره کمېشن کاران نه غواړي نومونه یې واخلي.
د جعل کارانو یو همغږي کوونکي د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل، د شخصي روابطو په اساس خلک موږ ته د جعلي اسنادو د جوړېدو وړاندیز کوي، موږ په خیبر بازار او ګل حاجي پلازا کې دوی ته جعلي اسناد جوړو او اصلي جوړونکي موږ ته خپله فیصدي راکوي.
فیصدي پدې معنی چې په جعلي تذکرو ایله سل کالدارې واخستل شي، خو په ترانسکرپټ، دیپلوم، شهادت نامه او نورو مهمو اسنادو کمېشن کارانو ته ان شپېته زره کالدارې برخه رسېږي.
—————————————————-
زموږ د فېسبوک پاڼه لایک کړئ:
او که غواړئ لیکنې، نظرونه او وړاندیزونه مو محور ورځپاڼې ته را واستوئ، نو د ایمیل پته ده:
هر هغه هیواد چی دولت یی د احمقانو په لاس کی وی معنی دنړیوال مافیا په لاس کی وی چی هغه جوړ د غربیانو او د اسلام د ټیکه دارانو چی وایی مونږ په افغانسان کی جهاد کړی دی بی له دی چی وژنی یی کړی او بی ناموسی یی کړی نو ر څه نه دی کړی او ټول وطن یی چور او تالا کړی نو په داسی هیواد کی دی ولی جعلی اسناد نه جوړیږی او هغه که باکستان کی وی یا په افغانستان کی وی. خدای د افغانستان د خلکو غیبی مرسته وکړی او ددی غربیانو او د اسلام د ټیکه دارانو څخه خلاص کړی آمین یا رب العلمین