د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معيارونو پر اساس د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې، چې څلور ورځې مخکې بشپړه شوې وه، يوازې اشرف غني احمدزی او رحيم وردګ هغه نوماندان وو، چې سياليو ته راوتلای شواى.

ټاکنو کمېسيون لومړي ځل ارزونه کې په اسنادو کې په دېرش سلنه نيمګړتياوو سترګې پټې کړې، خو پرون يې دا انعطاف په شپږ پنځوس سلنه ودراوه، چې ايله لس کسان يې د نوماندۍ وړ وبلل.

په ټاکنو کمېسيون کې يوه سرچينه وايي، کمېسيون د سختو بحثونو په پايله کې په ډېره سختۍ تصميم نيولی دی.

د شپږويشتو نوماندانو له منځه د اکثريت يې په راټولو شویو کارتونو کې نواقص وو، که څه هم کمېسيون دا نواقص په تکراري ډول د دوو يا څو نوماندانو له خوا د يوه کارت راجستر کول په ګوته کوي، خو ډېری څارونکي وايي، کمېسيون واضح معيارونه ندي ټاکلي.

په وروستۍ مياشت کې ټاکنو کمېسيون د رایو څلور ميليونه کارتونه ويشلي، خو له صحنې ګوښه کړل شویو کانديدانو پلويان وايي، کمېسيون دغه کارتونه جعلي ګڼلي او سره له دې چې رسمي دي، د کارت اعتبار ندی ورکړل شوی.

که څه هم ياد تعداد نوماندان اساساً دوو يا څو کانديدانو ته د رقابتي ميدان د خوشي کولو تابيا لري، خو ډېری کانديدان انتقاد کوي، چې په دې مرحله کې په اسنادو کې د تقلب په نامه د دوى په ادرس ادعا د دوی د پلويانو روحيې او د دوى قانوني حق ته سپکاوی دى.

د ټاکنو کمېسيون د معيارونو په اساس د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې چې څلور ورځې مخکې بشپړه شوې وه، يوازې اشرف غني احمد زي او رحيم وردګ هغه نوماندان وو، چې سياليو ته راوتلای شواى، ځکه چې د دوى اسناد پاک وو او د نورو ټولو په اسنادو کې ستونزې موجودې وې، نو له همدۍ امله هم دغه بهير يو څه وځنډېده.

ټاکنو کمېسيون لومړي ځل ارزونه کې په اسنادو کې په دېرش سلنه نيمګړتياوو سترګې پټې کړې، خو پرون يې دا انعطاف په شپږ پنځوس سلنه ودراوه، چې ايله لس کسان يې د نوماندۍ وړ وبلل.

حقوقپوه اجمل هوډمن وايي، په ٥٦ سلنه نيمګرتياوو سترګې پټول لويه بې عدالتي ده، چې دا په تقلب او تخلف کې حسابېږي. ښاغلى هوډمن زياتوي، کوم نوماندان چې د ولسمشرۍ له نوملړ نه د تقلب پر بنسټ ايستل شول، بايد دوسيې يې وڅېړل شي او تر تعقيب لاندې ونيول شي.

د ټاکنو څارونکي وايي، که د شکايتونو کمېسيون بې پرې عمل ونکړي، نو د سږنيو ټاکنو لپاره د سپيناوي يو جنجالي څپرکی ان له همدې مرحلې پيل شو، چې ډېری دوسيې به د محکمو او کمېسيونو په دهليزونو کې د اصلي-  جعلي په سپيناوي زړې شي.

سره له دې چې حکومت ادعا کوي په ټاکنو کې به د يو مشخص کانديد د ملاتړ پر ځاى د ټاکنو په شفافيت خپل ځواک وکاروي، خو له دې سره سره په محتاطانه ډول د ټاکنو کمېسيون لومړنی دا ګام په ډاګه کوي، چې پوره حکومتي اغېز وجود لري.

شنونکي وايي، د ابتدايي نوملړ د اعلان ځنډ خلک اندېښمن کړل، خو په ټاکنو کمېسيون هم د کمېشنرانو، بهرنيو کړيو او خپله يو شمېر کانديدانو له لوري فشارونه و، چې د دوى په چارو کې يې ځنډ رامنځته کړ. دوى وايي، که د ټاکنو په نورو پړاوونو کې هم دا ډول چارې تر سره کېږي، نو د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راځي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له ۳۰۰۰ زياتو کسانو ځانونه نومولي وو، چې دل اغا کوهدامنی له وړاندې له نوملړ څخه اېستل شوی و.

د ټاکنو کمېسيون وايي، د ۲۶ نوماندانو له ډلې يې ۱۶ تنه د ولسمشرۍ شرايطو د نه پوره کولو له امله له نوملړه ايستلي دي.

عبدالرب الرسول سياف، اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، قيوم کرزی، ګل اغا شيرزی، هدايت امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، زلمی رسول، قطب الدين هلال او سردار محمد نعيم هغه لس نوماندان دي، چې په ابتدايي نوملړ کې بريالي شوي دي.

ټاکنو کمېسيون لاهم هڅه کوي، ځينې نور کسان هم د مثبت ارزونې نوملړ ته ور زيات کړي او په دې چاره کې د شفافيت وېره په ډېريدو ده.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: یوازې دوه کسانو د نوماندۍ شرایط پوره کړي”
  1. فکر نکم چه دا وړی به شړی شی دغه شلیدلی کټ به نوی شی څکه مختالف فشا رونه تهد یدونه دخلکو چپتیا دا هغه زهر یا ت دی چه سړی بی هوشه او فکر نشی کولی خو چه وړی شړی نشوه او شلیدلی کټ نوی نشی نو خلک مجبور دی په څمکه بیده شی بیدون دشړی بیا دغ ژوند انسا نی ژوند بولی؟ دافغا نستا ن مظلوم اولسه څه کول پکار دی څواب راکړی.

  2. ،خدای پاک د خیر کړی
    نو چی تر اوسه پوری لا ډیر وخت انتخاباتو ته پاتی دی او ۵۶ سلنه درغلی پکشی شوی ده ( هر غیری قانون عمل درغلی ده)، تر انتخاباتو پوری او د انتخاباتو په ورځ خو به ۵۶۰۰ سلنه درغلی ته په تمه وو.

  3. دی حکومت ته ۵۶ سلنه درغلی نه ښکاری ځکه دی هیواد کی ۱۰۰٪ نه بلکه ۱۰۰۰۰۰٪ او حتی که ووایو چی لایتناهی سلنه درغلنی او جعلی کار روان دی هم درسته ده. نو باید داسی کسان دی میدان ته وویستل شی چی دی هیواد او خلکو غم وخوری ګنی دا هیواد برباد وو او برباد به شی

  4. زه امید لرم چی شاغلی اشرف غنی وتونیژی چی یو ه شه رهبری ددی ملک په غاره واخلی ولی دفسوس خبره دا ده چی سره له دمره پوهی بیا هم د نا پوهانو سره یی ملگرتیا غوره کره چی داکسان دافغانستان په تاریخ کی هیس راز زای نه لری.
    مننه

ځواب ورکول نسیم بابر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *