محور معلومات ترلاسه کړي، چې د یو شمېر ولایتونو قومي مشران، ډاکتران او سوداګر د پاکستان، تاجکستان او ایران له یو شمېر شخصي روغتونونو سره خپلسري قراردادونه لري او ښځینه نرسانې یې د نسایي ولادي متخصصو ډاکترانو په توګه په ولایتونو کې کار کوي. دغو نرسانو ته د میاشتې تر یو لک او پنځوس زره کلدارو معاش ورکول کېږي.

ډاکتران وایي، د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې د زیاتېدو لوی عامل په ولایتونو کې د همدغه قراردادي نرسانو لخوا له زېږون سره د تړلیو ناروغیو په وړاندې نامسلکي چلند دی.

معلومات ښیي، چې دا مهال په افغانستان کې د ۳۴۸۰۰ مېرمنو لپاره یوازې یوه د نسایي ولادي متخصصه ډاکتره فعالیت لري، افغانستان دا مهال د نسایي ولادي ۳۷۳ متخصص ډاکتران لري، چې ۲۴۹ یې په کابل کې دي.

د ولایتونو یو شمېر قومي مشران، ډاکتران او سوداګر د تاجکستان، پاکستان او ایران له شخصي روغتونونو سره پټ قراردادونه لري او د دوی له لوري را استول کېدونکو نرسانو ته په لرې پرتو سیمو کې د متخصصو ډاکترانو په توګه د فعالیت زمینه سازي کوي. دغو نرسانو ته د میاشتې تر یو لک او پنځوس زره کلدارو معاش ورکول کېږي. سرچینه تائیدوي چې د دغو قراردادي نرسانو اکثریت یې په لرې پرتو ولایتونو کې په کار بوخت دي، خو د کابل په ګاونډ لوګر، پروان او ان ننګرهار ولایتونو کې هم شته دي. د دوی امنیت او استوګنې اسانتیاوې همدغه قومي مشران او سوداګر برابروي.

ډاکتر احسان الله درمل له محور سره په مرکه کې وویل، چې خلک د قابله وو او د نسایي ولادي متخصصو ډاکترانو (ښځینه او نارینه) په توپیر نه پوهېږي او په منځ کې د قراردادي نرسانو غوا لنګه ده: ((د روغتیایي برخې محلي سوداګر دغه قراردادي نرسان له بهره راولي او په ولایتونو کې په لوړ فیس ناروغان معاینه کوي. نرسان د ډاکترانو د هدایاتو تطبیقونکي وي، خو دوی د ډاکترانو کارونه هم پر مخ وړي او له زېږون سره د تړلیو ناروغیو پر وړاندې نامسلکي چلند یې د مېرمنو د مړینې د کچې زیاتېدو لوی عامل دی.))

ډاکترې حیات النساء له محور سره په مرکه کې وویل، چې له بهره د دغو راوستل کېدونکو نرسانو اسناد جعلي وي، خو د مسوولو ارګانونو څار کمزوری دی: ((ما پخپله دغه نرسان په لوګر کې لیدلي دي. دوی له زېږون سره په تړلیو نورو ناروغیو نپوهېږي او زه ویلی شم چې د دوی نامسلکي چلند د زېږون پرمهال د مېرمنو د مړینې کچه څو برابره زیاتوي.))

(د افغانستان د مېرمنو غږ) فېسبوکپاڼې د افغانستان د احصائیې د مرکزي ادارې په حواله لیکلي دي، چې دا مهال په ټول افغانستان کې د نسایي ولادي برخې ۳۷۳ متخصصین فعالیت لري، چې ۲۴۹ تنه یې په کابل کې دي.

د یادې ادارې د راپور په اساس، دا مهال د افغانستان د نفوس ۱۳،۴میلیونه یې مېرمنې دي، چې په اوسط ډول ۳۴۸۰۰ مېرمنو ته یوازې یوه متخصصه ډاکتره ورسېږي.

راپور وړاندې کاږي، چې په نهو ولایتونو کې د ښځینه ناروغیو هېڅ متخصص ډاکتر وجود نه لري. د یاد شمېر ۳۱ متخصص ډاکتران په مزار شریف، ۱۵ یې په ننګرهار، ۱۲ یې په هرات، څلور تنه یې په کندهار او پاتې ۶۲ تنه یې په نورو شلو ولایتونو کې په کار بوخت دي.

ډاکتران وایي، دا شمېرې ښیې چې تر کابل پرته په ولایتونو کې څه باندې ۹۰ سلنه نرسان د متخصصو ډاکترانو په نوم کار کوي او د زېږون پر مهال د مېرمنو د مړینې یو لوی عامل همدغه نرسان دي.

ډاکتره حمیرا بارکزۍ بیا په هغه سیستم نیوکه لري چې دا مهال د عامې روغتیا وزارت له لوري د تخصص لپاره ټاکل شوی. آغلې بارکزۍ زیاتوي، شرایطو ته په کتو د تخصص لپاره باید دولت ښځینه ډاکترانو ته په ځینو امتیازاتو قایل شي، څو له بهره د دغو نرسانو د راوستو مخنیوی هم وشي: ((همدا اوس د کابل په استقلال، ملالۍ او رابعه بلخي روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې تر څلورو پنځو کلونو پورې رضاکارانه کار کوي، څو تخصص ترلاسه کړي. دا پروسه ډېره جنجالي او اوږدمهاله ده.))

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر کنشکا ترکستاني پدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

One thought on “محور ورځپاڼه: ۹۰سلنه نرسانې د متخصصینو په توګه کار کوي”
  1. Salamoonah;
    Zma pa nazar daa d` Aame roghtya d` charwako pa zangirry ddawl d` Shazinah vezirano aw reisato pa ser ki d` Aghily Zienat Carziye be-kifayeti shayie.
    Khoday wakrri che osseniy lomrriy mirmin (Bibigul Ghani) d` khwaro meyndo ,khwayndo ghama wakhory aw d` khodkosh-e bigana persto; haramkhwaro dallalno aw jalabbano tash pa noom kkami mashrano che la besevadah narsano na d` khpalo nareva gatto lapara d` Wiladi ve Nisayii motaxasesano kar akhly , lasoonah prekrry. Aamieyn.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *