سرچينې وايي، په تنګي دره کې طالبانو د سټنګر توغنديو په څېر د الوتکو ضد درنې وسلې تر لاسه کړې دي، خو د دغو وسلو منابع په نښه شوې نه دي، چې چا ورکړې.
ايساف د دغو وسلو په اړه معلومات نه دي تائيد کړي، خو له څه مهاله د هوايي حريم دا کرښه بدله شوې او ايساف الوتکې د تنګي په فضاء لکه د پخوا په څېر نه تېريږي.
تنګي درې ته د جنګي شدت له کبله د عراق د فلوجې نوم ورکړل شوی وو، خو په ۲۰۱۱ کال کې امريکا د طالبانو پر وړاندې دلته په جنګ کې د ناکامۍ په سبب د تنګي پوځي مرکز وتاړه. تر ټولو مهمه دا ده، چې اوس زرګونه کورني او بهرني طالب اورپکي له تنګي درې څخه د سيمې د جنګ نقشه او ګروپونه تنظيموي.
د وردګو ولايت تنګي دره هغه سيمه ده، چې له اتو کلونو راپدېخوا طالبان د بهرنيو جنګياليو په مرسته پکې د خپلې جګړې پلانونه او طرحې جوړوي، له دې سيمې د ۲۰۱۱ کال په وروستيو کې بهرني پوځيان ووتل او سيمه اوس په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په دغه اته کلنه موده کې په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته بې ساري تلفات واوښتل، خو بهرني ځواکونه پدې ونه توانېدل، چې دغه سيمه تر خپلې ولکې لاندې کړي.
د ۲۰۱۱ کال د اګست په پنځمه نېټه د وردګو د سيداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې طالبانو د ایساف ځواکونو يوه چينوک الوتکه رانسکوره کړه، چې پکې د افغان اوو کومانډو په ګډون د امریکا د ځانګړي ځواک ۳۸ سرتېري ووژل شول. د دغو امريکايي ځانګړو پوځيانو په ډله کې هغه پوځيان هم شامل وو، چې د پاکستان په ايبټ اباد کې يې اسامه وواژه.
د همدغه کال په وروستيو کې امريکا خپل پوځي مرکز د مجبوريت له مخې تر وخت وړاندې وتاړه او لامل يې هم په ياده سيمه کې د دوی نه حسابېدونکي تلفات په ګوته شوي ول.
دغې خطرناکې سيمې ته د امريکايي پوځيانو له لوري د فلوجې خطاب کېده او فلوجه په عراق کې هغه ښار وو، چې بهرنيو پوځيانو ته پکې تر ګردو ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه.
د طالبانو يوې سرچينې محور ته د نوم نه خپرولو په شرط ويلي، دوی داسې وسلې ترلاسه کړې، چې کولی شي، د ايساف او افغان پوځي الوتکې پرې رانسکورې کړي، خو په تړاو يې ونه ويل، چې دا د کوم ځای ساخت دي.
ځايي اوسېدونکي اجمل محور ورځپاڼې ته وويل، تنګي دره اوس وزيرستان ته ورته ده، چې تر ډېره پکې خطرناک کورني او بهرني طالبان دېره دي او له دې ځايه ان د سيمې د جنګ نقشه او ګروپونه تنظمېږي :((په تنګي دره به ډېرې الوتکې ګرځېدې او دغه هوايي حريم خورا مهم ښکارېده، خو اوس په دې فضاء الوتکې پرواز نه کوي، نه پوهېږو، چې ولې؟))
د تنګي يوه مخور، چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شو، محور ته وويل، کله چې د وردګو په نورو سيمو او همدا ډول لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او نورو ولايتونو کې پر طالبانو ساحه تنګه شي، نو تنګي درې ته پناه ور وړي، ځکه هورې هېڅ ډول حکومت نشته، سيمه ييزپوليس، اردو او ملي پوليس نه ليدل کېږي. دی وايي، تېر کال په وروستيو کې چې کله افغان ځواکونه يادې سيمې ته د چاڼيزو عملياتو په خاطر دننه شول، هغه وخت ټول طالبان له سيمې ووتل، کله چې عمليات پای ته ورسېدل او امنيتي ځواکونو سيمه پرېښوده، بېرته طالبانو خپلې مورچې ټينګې کړې.
ځايي اوسېدونکو محور ته وويل، همدا وړمه شپه په ياده سيمه کې عملياتو ترسره شول، چې ۱۰ طالبان ونيول شول.
خو د وردګو ولايت چارواکي وايي، په ياد ولايت کې هېڅ داسې سيمه نشته، چې په بشپړه توګه دې د طالبانو تر واک لاندې وي. د والي وياند عطاءالله خوګياڼي محور ته وويل، د عملياتو په اړه خبر نه لري. ده همدا راز د طالبانو له لوري د الوتکو ضد وسلو د ترلاسه کولو خبر هم رد کړ.
په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې جګړې هله زور واخيست، چې افغان مجاهدينو ته د امريکا له لوري سټنګر توغندي ورکړل شول.
اوس يوځل بيا طالب جنګياليو ته درنې او سپکې خو خطرناکې وسلې ورکول کېږي.
همدا تېره اونۍ په غزني کې مسوولينو ويلي وو، چې په غزني او وردګو ولايتونو کې طالبانو ته ايران ساخت پرېمانه درنې وسلې ورکړل شوې دي.
شنونکي وايي، د ايران تر څنګ پاکستان هم طالبان له تجهيزاتي اړخه اکمالوي، درنې او سپکې وسلې ورکوي او جګړه پرې روانه ساتي. د دوی په باور داسې فکر کېږي، چې تر پاکستان او ايران اخوا نورې کړۍ هم شته، چې د طالبانو تجهيز دې په غاړه ولري، ځکه نو طالبان داسې خطرناکې وسلې تر لاسه کوي.
دا مطلق دروغ دي. همدا وړمه شپه امريکايانو د تنګي په بابوخيلو کلي کې چاپه ووهله او د معلم غلام نبي په ګډون يې درې کسان له ځان سره يووړل.
که تاسې شک لرى، پوښتنه وکړى، نو که د الوتکو ضد توغندي وي، ولې يې د چاپې پر وخت نه پرې ويشتل.
زه فکر نه کوم چې دا دې رښتیا وي، هلته په سیدآباد ولسوالۍ باندې څلورویش ساعته الوتکې ګرځې زه د هرساعت له وضعیت څخه خبریم ، ټوله ورځ او شپه خلک د الوتکو له لاسه خوب نشي کولای
حقیقت خبره داده چی امریکا نه غواړی چی طالب ختم کړی خو دا هم تاییدووم چی د تنګی سیمه ډیر ځنګلونه او د پټ پټونی ځایونه هم لری او ډیره خطرناکه او د جنګ ساحه ده