پروېز مشرف

تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: د پخواني پاکستاني دیکتاتور پروېز مشرف لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې امر کړی که ناروغ مشرف تر اعدام وړاندې مړ شي، جسد یې باید په دار د دریو ورځو لپاره راوځړول شي.

بلخوا پروېز مشرف د دوبۍ له یو روغتون څخه په یو ویډیويي پېغام کې ویلي، د ده پر ضد د محکمې پرېکړه یوازې له ده څخه سیاسي غچ اخیستنه ده.

د محکمې په دې پرېکړه بیا په کراچۍ کې د پرویز مشرف د پلویانو لاریونونه هم روان دي او د محکمې پر ضد د شعارونو له ورکولو سره سره یې د د غې پرېکړې له منلو انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پروېز مشرف څو ورځې وړاندې د محکمې لخوا د ملي خیانت په جرم په اعدام محکوم شوی و.

محکمې ویلي، ښاغلي مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د بیړني حالت په اعلانولو او د اساسي قانون په تعلیقولو سره ملي خیانت کړی دی.

One thought on “محکمه: که مشرف له اعدام وړاندې مړ شي، جسد یې ۳ ورځې باید راوځړول شي”
  1. آیا ریښتیا هم پاکستاني پوځ د کعبې حفاظت کړی وو؟

    کال ۱۹۷۹م د نومبر شلمه نیټه وه چی د سهار اذان په وخت د محمد عبدالله القحطاني (جعلي مهدي) په مشرۍ یوی ۶۷ کسیزی ډلی چی ځانونه یې الهي استازي بلل د کعبی دروازی بندی کړی او هلته موجود زرګونه حاجیان یی یرغمل کړل.
    د سعودي حکومت مختلفی د پولیسو، پوځ او ځانګړو ځواکونو قطعی ورولیږلی خو هیڅ پرمختګ ونشو او محاصرې څوارلس ورځی دوام وکړ، یاغیانو ټول دهلیزونه مناری د کعبې او حجراسود شاوخوا سیمو کی کمین نیولی وو او یو مشر یې چی الجهیمیان نومیده د کعبی له یوی منارې ناری وهلی چی امام مهدي له موږ سره دی او تر هغی به دا ځای محاصره وي څو د حجراسود څنګته ټاکل شوي ځای کی ټول خلک له هغه سره بیعت ونکړي.

    کیسه ځنډیده او ټوله اسلامي نړۍ شوک وهلی وه. بالاخره د سعودي حکومت له فرانسې سره رابطه وکړه او فرانسی د خپلو خاص ځواکونو دری تنه کمانډو سرتیري راولیږل دغو سرتیرو لومړی د مسجدالحرام دیوال په باروتو سوری کړ او حرم شریف ته ننوتل او بیا یی په دوهم قدم کی د خاص ټارګیټ په توګه عبدالله القحطاني مشخص او د لری واټن ویشتونکي ټوپک په مټ له منځه یووړ، د قحطاني نور ټول ملګري د خپل مشر تر مړینی وروسته بزدله او د الجهیمیان په شمول ټول ژوندی ونیول شول چی بیا اعدام شول.

    خو پاکستان بالخصوص پرویز مشرف خپلو عوامو ته د پوځ د محبوبیت سیوا کیدو لپاره د پاکستان دننه دعوه کوله چی دغه عملیاتو ته ګویا پاکستاني پوځیان ورغوښتل شوي وو، او دغه خبری د پرویز مشرف د اعدام تر فیصلی وروسته یوځل بیا زور اخیستی او عوام یی پرویز مشرف مدافع حرم بولي.

    بنأ پاکستان د مسلمانانو مدافع نه بلکی یو مزدور هیواد دی چی د تور سپتمبر په ورځ د اردن د پاچا عبدالله په امر د زرقاء په پنډغالي کی یونیم زر مهاجر فلسطینیان خیمه په خیمه ووژل چی لاهم د عربانو په تاریخ کی دغه ورځ د تور ستمبر په نامه یادیږي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *