د مخابراتو لس فیصده مالیه سیستم ریل ټایم (RTDMS) یوه جنجالي پروژه وه چې بالاخره یوه اندازه فعاله شوه.

د دې پروژې تخنیکي مشخصات او چارې زما په وخت کې تکمیل شوې، د تدارکاتو چارې یی د محترم اریوبي صاحب په وخت کې تکمیل شوې او د انستالیشن (نصب) او تطبیق چارې یي د محترم هاشمي صاحب په وخت کی تکمیل شوې.

انجنیر سید احمدشاه سادات

دغه د ریل ټایم پروژه په حقیقت کی یوازې د لس فیصده مالیه ټولولو پروژه نه ده، بلکې د عاید یقیني کېدا او د خدماتو د معیار (Revenue assurance and Quality of service) هم پکې هم شامل دي.

مخابراتي او انټرنیتې شرکتونه د دې پروژې په مقابل کې کلک مقاومت کوي او نه غواړي چې دغه د ریل ټایم سیستم یې له شبکي سره وصل شي.

فعلا له دغه سیستم سره د سلام دولتي شبکه وصل ده. که نورې شبکې ورسره وصل نه شي نو دا سییتم بې معنا دی. دا ځکه چې سلام شبکه خو هسې هم دولتي شبکه ده او له دولتي مالیې څخه غلا نه کوي. د دې پروژې هدف شفافیت دی چې د احتمال په صورت کې یعنی که غلاوې موحودې وي د مخابراتي شبکو د غلاوو مخنیوی وکړي.

هره مخابراتي شبکه مکلفه ده چې د کال په آخر کې د خپلې ګټې تقریبا ۴۵% مالیه د دولت خزانې ته ورکړي چې لس فیصده یې د لس فیصده مخابراتي مالیې په نوم پکې شامل ده. اما د مخابراتي شبکو تشویش دا دی چې که دغه سیستم د دوی له شبکو سره وصل شي نو که د دوی احتمالي غلا رسوا شي د افغانستان دولت به د ټول ۴۵% او آن د تیرو ۱۵ کلونو حساب کتاب به هم ورسره شروع کړي. له همدې وجې شرکتونه فقط بیځایه تشویش او بهانې کوي چې که دغه سیستم د دوی له مخابراتي شبکو سره وصل شي نو د دوۍ سیستم به خوندي نه وي او د دغه سیستم له لارې به ډیر کسان په ناقانونه توګه د دوی مخابراتي شبکو سیستمونو ته داخل شي او د دوی سیستمونه به خراب کړي.

دلته یوازې شپږ مخابراتي شبکې نه دي، بلکې ۷۲ انترنیتې شبکې او همدا راز نور لسګونه خدماتو وړاندې کوونکې (Service Providers) شبکی هم دي چې هغوی هم مکلفې دي چې مالیه ورکړي.

که دولت د مخابراتو مالیه په اساسي او منظمه ډول تنظیم یا منیج کړي نو د افغانستان بودیجه له همدې سکتور څخه پوره کیدلای شي.

هیله من یم چې ټولې مخابراتي شبکې د شفافیت په خاطر دغه سیستم ته اجازه ورکړي چې د دوی له شبکو سره وصل شي.

ګنې قانوني لاره هم شته چې د مخابراتو د قانون د یوولسمې مادې له مخې دوی مکلف دي چې د ریل ټایم سیستم ته د وصل کیدلو اجازه ورکړي.

دولت باید د عدم همکارۍ په صورت کې له ټولو مخابراتي شبکو او انترنیتی شبکو سره قانوني چلند وکړي.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو وزارت پخوانې سرپرست وزیر

2 thoughts on “مخابراتي شبکی د ریل ټایم ۱۰٪ مالیاتي سیستم له وصل کیدو سرغړونه کوي”
  1. له ټولو لومړی باید ریس جمهوری د یو فرمان یا حکم له لاری ټولو خدماتی شبکوته یو ضرب الاجل وټاکی کچیری تر ټاکلی وخت ټولی د افغانستان په داخل کی شبکی لدی سیستم سره خپل معلومات او درآمد شریک نکړی نو باید د سرغړونکو په وړاندی باید جزا او د هغو شبکو چی ددی کار مخه نیسی د کارکولو بندیز ولګوی
    چی ولس پوه شی چی دلته تخریبی شبکی کومی او د چا لپاره کار کوی؟
    دولت ولی نده توانیدلی چی ټولی شبکی پدی سیستم کی را ونغاړی؟
    دولت ولی یو عادی شرکت ته هم دومره وخت ورکوی لکه اوسنی لنډغر جنګ سالاران چی هر ورځ ولس ته ګټی په ځای زیان ‌ډیر رسیږی؟
    کچیری دولت نشی کولای نو ولس ته دده شته شبکو په اړه سپیناوی ورکړی او هغه شبکی چی سرغړونه کوی لوی څارنوالی ته معرفی او بلک لیست دی کړی ترڅو دوی دا ۱۸ کلنی فایده او مصارف په اړه او هغه مالیه چی دوی دولت ته نده ورکړی ورسره سپیناوی وشی او کچیری دولت ته یی نه ورکوی د خپل سیستم له لاری د بیرته خپل مربوطه شخص ته انتقال کړی؟
    او دولت دا وظیفه لیری کچیری یو شبکه یا سیستم پلی کوونکی سازمان یا اداره د دولت پر ضد ګام پورته کوی او دولت ته سپیناوی نه ورکوی باید څارنوالی ته معرفی او همدارنګه تورلیست کی شامل کړی؟

    ددی موضوع په اړه باید ولسمشر ته مخامخ د وزارت مخابرات معلومات او مفصل ګزارش ورکړی ترڅو ولسمشر غل او مفسد شخص او اداره وپیژنی او قانون په چوکات کی ورسره عمل وشی

  2. لکه چی زما خبره د مخابراتو وزارت واریده او دایی نوی اعلان

    د مخابراتو وزارت وايي، تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به له رییل ټایم سیسټم سره ټولې مخابراتي شبکې وصل شي.

    د مخابراتو وزارت ویاند شېرشاه نوابي تاند ته وویل، مخابراتي شبکو منلې ده چې له دې سیسټم سره به وصلېږي او له مخابراتو وزارت سره یې تړون هم کړی دی چې عملي چارې یې په شدت روانې دي.

    ښاغلی نوابي وايي، د رییل ټایم په فعالېدو سره به له مخابراتي شبکو څخه د ۱۰ سلنه مالیې ټولولو سیسټم اسانه او شفاف شي: (( له دې وړاندې د سلام مخابراتي شبکه له دې سیسټم سره وصل شوې وه.))

    دا په داسې حال کې ده چې حکومت په ۱۳۹۴ کال کې په مخابراتي کاروونکو ۱۰ سلنه مالیه ولګوله او له همغه وخته ولسي جرګې ټینګار کاوه چې دغې مالیې ټولولو ته دې د رییل ټایم سیسټم فعال شي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *