ټولنیزې رسنۍ

تاند – د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر۳۰مه/ په یوه ناوړه پرېکړه کې د ولسمشر غني له خوا د هغوی په مصوبه کې شوي تعدیلات رد کړل او ویې ویل چې د هغوی له خوا د نفوسو د احوال ثبتولو مصوبه کې بدلونونه نه مني.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د ولسي جرګې دغه پرېکړه د افغان او افغانستان ضد پرېکړه ګڼلې او ګڼ شمېر ځوانانو د هغې پرضد څرګندونې کړې دي.

یو شمېر ځوانان بیا په ولسي جرګه کې د ننګرهار او کونړ زورواکو وکیلانو حاجي ظاهرقدیر او مولوي شهزاده شاهد ته په قهر دي چې ولې یې د داسې یوې پرېکړې ملاتړ کړی چې په کمپیوټري تذکرو کې د افغان او اسلام د کلیمو مخالفت کوي.

په جرمني کې مېشت فعال قاري عیسی محمدي په یوه ویډیوي پیغام کې د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه او د ظاهر قدیر او شهزاده له خوا د هغې ملاتړ غندلی او له نورو فعالانو نه یې غوښتنه کړې چې خپل غږ دې د ویډیو، متن او نورو لارو نه تر ارګ پورې ورسوي.

په ننګرهار کې مېشت نومیالي انځورګرحمدالله ارباب لیکلي، «خه په خوند کې د ارواښاد رفيق شينواري صېب د انځور نه چاپير اومه چې د تذکرو لانجې راله هرڅه په سيند لاهو کړل!!
#فيلنګ: خلاصه يې کلام، د تذکرې په هکله زما هغه لاندې په ټولو ادبي معيارونو برابر پوسټ، اخري خبره ده!!»

نوموړي په خپل تېر پست کې لیکلي وو، « تاسو او خدای چې ټول عمر دې د اسلام او افغان په نوم قتل عام وکړي او اخر درته اوايي چې نه دې اسلام منم نه افغانيت نو چيشی پکې وهې؟!»

او پورتنی سوال یې بیا تر ده مخکې پست کې داسې ځواب کړی، «غ … دې په دا تذکره کې اوام چې افغان او اسلام پکې نه وي!!»

ځوان فعال نجیب ننګیال لیکي، «اوس به در معلومه شوې وي، چې لنډغر او خاینین ټوله یوه قبیله ده. لنډغرو کې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک نشته. دا ځانکړې قبیله ده. چې د قوم په وینو پایي، قومونه په جنګ اچوي، په هویت تجارت کوي، په جګړه کې یې پردي زامن وژل کېږي او په تفرقه اچونه کې یې ګټې خوندي دي.»

پاک محمد همت هم ظاهر قدیر او د کونړ شهزاده شاهد ته په قهر دی او لیکلي یې دي، «دننګرهاروکیل ظاهر قدیر او دکونړوکیل مولوي شهزاده شاهد هم په ولسي جرګه کې د افغانیت اواسلامیت د کلمې ضد رایه ورکړه د کونړ ولسونه به مو په راتلونکو انتخاباتو کي بیادغو خلکو رایه ورکوي افسوس افسوس.»

محب الله فرید لیکي، «زموږ لا هغه د کندهار، پکتیا، کابل، غزني او ننګرهار دردونه نه و ټکورشوي چې د ملي هویت لانجه يې راته را واچوله. دښمنه اوخاینه تباه شې.»

ډاکتر ځلاند په دې مسئله کې یوې خواته ملي شورا او بلې خوا ته د تل په څېر په ولسمشر انتقاد کوي او وایي، «د هویت د بحران یو اړخ ملي شورا او بل اړخ ضعیفه #ولسمشر دې.»‌

احسان الله هاشمي لیکي، «چې هېواد یې افغانستان وي او د افغانې مور شیدې یې رودلې وي، هېڅ کله د افغاني هویت څخه نه منکرېږي. څوک چې ترې منکر دي، د هغوی نصب وګورئ چې څوک دي؟!»

شفیق ننګ لیکي، «د تذکرو په اړه د ښاغلي حمدالله ارباب نظر زمونږ نظر دی،»‌

خو خوشال خلیل لیکي، «دا په تذکرو کې د افغان لیکلو خبره فکر نه کوم په اسانۍ حل شي، ځکه پخوانۍ مصوبه کې چې ولسي جرګې منلې ده، د اسلام ټکی شته یعنې هر چاته د دین خانه کې “اسلام” لیکل کېږي، نو دا چې دلته اکثریت د مجاهدینو او د هغوی د پلویانو دی د هغوی غوښتنه په کې منل شوې ده، قرار ناست دي اخوانیان هسې هم په قومیت باور نه لري او په دې نامه خو به یې یو وخت په خلکو د مشرک ټاپې وهلې پاتې نور ببا د افغان له کلمې سره شعوري مخالفت لري او دا د پښتون معادل ګڼي اوس نو یوازې هغو افغانانو ته خبره پاتې ده چې په ملت، ملي هویت، ملي مقدساتو او ملي مسائلو یې سر خلاص وي او د دغې کلمې ذکر کول د یوې ملي ټولنې او ملي دولت د جوړولو لپاره لازمي شرط بولي.»

One thought on “مدني فعالانو د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې پر ضد غږ پورته کړ”

ځواب ورکول Suliman Zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *