تاند- افغان مدني فعالینو د جمهور رییس محمد اشرف غني د وروستۍ پرېکړې پر ضد توند غبرګون وښود او د نوموړي له تګلارو سره د پرېکون ګواښ یې وکړ.

د فیس بک په مجازي نړۍ کې د ښاغلي غني پخوانیو سرسختو ملاتړو د نوموړي د هغې پرېکړې پر ضد سخت احتجاج کړی چې د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنۍ جګړې یوه فعال برخه وال عبدالعلی مزاری ته یې د ملي وحدت د اتل لقب ورکړ.

ځوان فعال راحت ګل زیارمل (زیارمل افغان) لیکلي، «بېخ دې په دا حکومتوالۍ شين شه! که نه دې پرېدي نو ورپرې يې ږده. دا لا کوم مجبوريت دی چې د رقص مرده مخترع او د نيم افغانستان د کورنيو جنګونو مجرم ته دې ملي وحدت د شهيد لقب منظور کړ؟؟؟ تاريخ به دې نوم خدازده څه ډول ليکي!»

د پاڅون په نامه یو بل فعال لیکي، «ولسمشر اشرف غني عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د شهید لقب اعطا کړ.
موږ د ولسمشر د مدافعې وکیلان نه یو او نه د کوم ځای پټ معاش اخلو. ولسمشره!!! ستا د ددې پریکړې سخت مخالف یو چې د لسګونو خلکو قاتل ته دې د ملي وحدت د شهید لقب ورکړ.»

لیکوال خان محمد ستانکزي په خپل فیس بک لیکلي دي، «د جمهور رییس له خوا مشهور جنګسالار او د زرګونو انسانانو قاتل مزاری ته د ملي وحدت د قهرمان لقب ورکول په ځان، ولس او ملي وحدت ریشخند وهل دي.»

نامتو هنرمند حمدالله ارباب لیکي، «اعلان
په سیاست کې نه ټول عمر دوستي وي او نه ټول عمر مخالفت!
نو فلهذا سر له ننه د ډاکټر صیب محمد اشرف غني سره دوستي ختمه شوه او په ملګرو هم غږ کومه چې نور د دغه سړي نه لاس واخلئ! نړیواله ټولنه دې هم نور د قاتلینو سپورټ بند کړي که نه د سخت غبرګون سره به مخ شي!
هرڅه یو حد لري! نور بس دی!
‫#‏فیلنګ‬ د جنګسالارانو او ملي خاینینو خلاف کمپاینونه به ډیر زر اعلان شي، کیپ ټیوننګ!!
نوټ: د هرچا د ښه کار مونږ تل ملاتړ کړی او د بد کار غندنه مو کړی، زا زمونږ اصل دی.»

ښاغلي ارباب همدارنګه یو په وینو لړلی پورټرېټ جوړ کړی او په خپل فیس بک یې خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي، «ډالۍ، ډاکټر صېب محمد اشرف غني احمدزي ته!» پورټرېټ د یوه افغان انسان د سر په یوه خوا پګړۍ ښیي او په بله خوا او سینه یې ټک وهل شوي مېخونه. په پورټریټ کې د انسان لاسونه په ولیو کې پرې دي چې وینې ترې څاڅي او هم یې یو تی پرې کړای شوی او په بل یې مېخونه ټک وهل شوي دي.

لیکلي اسناد او عیني شواهد څرګندوي چې دغه ډول کارونه د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنیو جګړو پر وخت د ښاغلي مزاري د وسله والو له خوا چې د نوموړي تر رهبرۍ لاندې یې جګړه کوله ترسره کېدل.

ویل کیږي چې، له ښاغلي غني مخکې پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پر وخت یو شمېر پخوانیو جنګسالارانو او د کورنیو جګړو فعالو برخه والو لکه احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، قسیم فهیم، حاجی عبدالقدیر… ته بېلابېل القاب ورکړي ول.

14 thoughts on “مدني فعالینو د ولسمشرغني د وروستۍ پرېکړې پرضد احتجاج وکړ”
  1. له داسی مشرینه خو خه د اچی په کورکی کینی او هر هغه مشر چی خپل قوم ته شا کری او هغه هم په افغانستان کی توبه نعوذبالله چی اسمان هم شی که مخکی لارشی دا خو اشرف غنی د زمونکه مشران چی کله هم قدرت ته ورسیکی بیایه تیر شوی وختونه له یاد اووزی شهید دکتر نجیب الله بابا ههم داسی غلتی کولی د خپلی مشری په وخت کی خو کله چی زور په بابا باندی راغی بیا یه خپل قوم پسی دیر ی مندی وکری نتیجه صفر او هر هغه مشر جی پشتون قوم په افغانستان کی تر شا و دریوا )هغه به تول عمر کامیاب وی (دمثال په دول طالبان

  2. ما فكر كاوه چه دا سري رشتيا هم متفكر او په دنيا كي دوهم كس خو اوس معلومه شوه چه دا يو احمق ترينه او جاهل ترين شخصيت دي دده تول كارونه د دافغانيت او د پشتو خلاف دي فكر كوم نور دده ضرورت نشته

  3. يو متل دئ وايي ( ډمـه ښه وګډېږه چې ښه وشرمیږې ) زمونږ دبد قسمتۍ نه ( به مردم خاک زر ګرد د ، به من زر خاک میګرد د ) نور ېې نه منم

  4. Pa lando tako ki wayam Ghani pakhowa ham yaw nakama mudir wo, aw uss kho da pashtonwali ham khalas soo…

    Worta wakai nor campaign ham worta wakai da dah bal mazdor ta…

  5. اکال خونړۍ ژونداوهره شیبه د ژوند لپاره جګړه وه۰موږ دوه تنه له مزاره کابل ته دخپل
    کورچې په څلورمه کارته کی دلیدلو لپاره راغلو،په لاره کی زموږدګاونډۍ کورته ورغلو۰ګوری
    چی د سړی ژبه ګونګۍ اوغیرنورمال وه،موږ یی نه پیږندلو۰میرمنی کیسه وکړه
    سهاروخته نږدی پارک ته تللی،څو شیبی بیرته په منډه راغۍ زه یی د پارک په لورد یوی بوجی
    خواته بوتلم،بوجۍ دښځوله پریکړو سینو ډکه وه۰دادملې وحدت قهرمان مزاری کارنامه۰

  6. زه په ۱۹۹۲ کال کې دشهيد مزاري دترقي پسندانه کارروايو شاهد يم هغه زيات شمير روښانفکران وساتل اوله ترورر نه يې وژغورل ۔ همدارنگه دانديشې اوفکر په لحاظ يو ملي سړي وو دايران جاسوسانو امخالف وو ۔ دې کې شک نشته چې دهغه په ډله کې جنايتکاران ول اوس نو که دملي قهرمان لقب ورکړل شوي وي نو مسعود ته هم ورکړل شوی دی که اخيستل کيږي بايدله ټولو واخيستل شي ۔
    په دې اقدام سره دملي قهرامان لقب درنښت نه پيدا کوي بلکې لا بې اهميته کيږي که درقص مرده خبره وي نو ولي بيا سياف نه محاکمه کوې بې ځايه اواحساساتي پريکړي اوتبصرې ددې اولس درد نه دوا کوي ۔ هيله ده چې لږ له تعقل نه کار واخيستل شي زما په نظر دملي اتل ولۍ لايق يو هم نه دی دمارشالۍ لايق يوهم نه دی خو دهغه چا په نامه چې څلور لارې نومول شوي دی هغه څه کړي ؟ ولې له هغه دا نوم نه اخلې اوس نو چې زور مو په مسعود او قانوني نه رسيږي نو په مزاري پسې مو واخيسته لږه يې توده مه خورۍ ۔

  7. شا غلی محترم ډاکتر صا حب اشرف غنی

    الله ج ته وګوره خپل پخوانی تاریخ مه خرابوه ځکه مونږ ستاسی په ارتباط داسی بی خونده خبر دریاست جمهوری ته دی د تګ څخه مخکی نه وه اوریدلی دا دی داسی خبر له خولی وتلی لکه څومره خلک چی د مزاری پواسطه وژل شوی تاسی پکی شریک شوی نو هیله مو داده چی ځان د جنګی مجرمینو څخه لری وساته او ځان د شاغلی کرزی تاریخ مه جوړوه تر څو د ملت له خوا د هغه په سرنوشت اخته نشی د هغه حیثیت اوس په افغان ملت کی ډیر ښکته شوی او هیڅوک ورته د سړی په سترګه نه ګوری

  8. زه دجمال مینې، بریکوټ، میرویس میدان او خوشحال مینې لور یم ۰ماپه ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ دکابل دلنډ غرو سیاستوالو چور او چپاو ولید۰ دوئ ته که زرځلې محمد اشرف غني د القابو، شهادت، شهامت، رتبې او مډالونه ورکي ، پاس آسمان او لاندې ځمکې کې ټولو ته مالومه ده چې هر قاتل وینې ځبیښونکئ په درجو او مډالو شهید او قهرمان کیدائ نشي۰ هغه وخت چې قومندان ( فلاني د پغمان دئ ) په افشارو کې دمزاري په کور حمله وکړه دده په ګراج کې په یوه جیپ موټر کې دوې بوجۍ له ډالرو ډکې پرتې وې ،دغه ډالر ایران ورنکړل نو چا وکړل ۰ایران ئې پلار وه
    چې ډالر ئې ورکول؟ مالومه ده چې کړئ په غوږ دایران مزدور او جاوسوس وه لکه دا نور ئې چې دي۰ لـمـــــــــر په دوو ګوتو نه پـټـیـږي۰
    مړه اوسرکوزي دې وې دافغان دخاورې او ولس دښمن۰

  9. هغه ټول جنګي جنایتکاران چې په تیره لسیزه اویا هم د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال له قدرت څخه په ګټه اخیستنې سره یې د خپل قام او یا تنظیم کسانو ته چې په جنګي جنایتونو تورن دي د ملي اتل، مارشال ، د ملت د شهید او د ملي وحدت د اتل او داسې نور نومونه ګټلي او غواړي په دې توګه د هغوی پر جنایتونو پرده واچوي، په دې باید ښه پوه شی چې دا نومونه نه شي کولی د دوی کړي جنایتونه له خلکو هیر کړي. دوی هیڅکله ملي اتلان نه شي کیدلی دوی په یوې سیمې ، قام یا یو تنظیم پورې تړلي تش
    په نامه اتلان دي چې جنايي کارنامې یې په هیڅ ډول د هیریدو نه دي، او دا ملت به هرو مرو له دوی سره حساب کوي.

    په درناوي
    ماري لقماني

  10. میخ کوبی بر سر انسان ها، بریدن سینه های زنان، انداختن روغن داغ بر سر اسیران، رقص مرده، بستن زنان حامله به درختان و تماشای زایمان آنها، بریدن ناخن ها و تجاوز گروهی بر زنان و فروش اجباری شپش از جنایات هولناک عبدالعلی مزاری است که در تاریخ بشر نظیر ندارد.وحالا ازطرف (به نام )ریس جمهور برای شان لقب شهید ملی داده میشوداول باید شهید رابشناسد که شهید کی رامیگوید بعد

  11. ېو خو زمونږ افغانان هم تش جنجال ته ناست دې. په ېو لقب ورکولو څه کېږې پرېږدۍ چې خلک ژوند وکړې. مزارې هم د دې وطن کس ووه چې په بې رحمۍ له پاکستان له خوا د سعودې عرب په امر ووژل شه ځکه چې په دې عمل سره وکړۍ شې اران په څپړ په مخ ووهې

  12. داکتر اشرف غنی ده وایم چی داشهید داکه مردار چی ته ورته دشهیدلقب ورکرو داخویوخاین یو بیل خصوص دپشتنو چی په سرونه بای میخونه واهل دادی دیرغلت کارکری چی مردارته شهیدوایی

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *