افغانستان ته به بيا د تېرې يوې لسيزې په څېر طلايي فرصت په ډېره موده کې په لاس ور نه شي. کله چې د طالبانو رژيم په هېواد کې ماتې وخوړه او د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله، نو رښتيا هم په دغه هېواد کې د ژوند په رګونو کې ساه وغځېده.

په ۲۰۰۱ کال کې د افغانانو سړي سر کلنی عايد تر ۱۷۰ ډالره پورې رسېده، او دغه عايد هم مساويانه وېشل شوی نه و، بلکې دا د هغو کسانو عايد و چې يا يې سوداګري درلوده او يا هم له طالبانو سره ملګري و چې له بېلا بېلو لارو يې پيسې پيدا کولې.

هغه مهال افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو بېوزله هېواد و، چې ډېرو خلکو ته پکې د غنمو عادي ډوډۍ هم نه رسېده، ځکه څو کلني وچکالي د افغانستان خپله کرنه دومره زيانمنه کړه چې تر اوسه پورې هم لا د هغې وچکالي اثر تللی نه دی. له همدې کبله غنم هم ټول له خارجه راوړل کېدل او دا رنګه په ډېرو سيمو کې به طالبانو په غلې او نورو خوراکي توکو باندې بنديز ټينګ ساته چې دې کار هم د ځينو سيمو خلک د دنيا په کچه بېوزلي کړي و.

خو افغانستان ته د نړيوالې ټولنې له راتګ او دلته د نوي حکومت له جوړېدلو سره حالت ورو ورو مخ په ښه کېدو شو. په لومړي ځل په ټول هېواد کې د بيارغونې کارونه پيل شول چې ډېر زيات بې کاره کسان پکې په دندو بوخت شول او د ژوند تېرولو لپاره يې پيسې پيدا کړې.

د نوې ډيموکراسۍ له برکته په ټولنيز او سياسي ژوند کې هم د پرمختيا څرکونه ولګېدل، خلکو ګوندونه، انجوګانې، شرکتونه او نور بنسټونه جوړ کړل او د هېواد د بيارغونې تر څنګ د ځان لپاره هم د ګټې وټې په لټه کې شول.

خو دا چې افغانان په ناڅاپي ډول له ډېرې تنګسيا او بد حالت څخه خلاص شوي و او د نړيوالې ټولنې له راتګ سره د ډېرو پيسو د پيدا کولو زمېنه ورته برابره شوې وه، نو ورو ورو په فساد کې هم ډوب شول. په دې برخه کې تر ټولو مخکې چارواکي فاسد شول ځکه چارواکي اکثره له نورو هېوادونو څخه راغلي و او اکثرو يې د فساد تجربې په سترګو ليدلې وې. دوی پوهېدل چې څنګه کولای شي د فساد او نورو له لارې ډېرې پيسې پيدا کړي.

چارواکو په بېلا بېلو نومونو شرکتونه راجسټر کړل او نور داسې بنسټونه يې جوړ کړل چې دوی ته پيسې وګټي. د بلخ د والي په څېر ځينې يې په سوداګريزو چارو کې ښکېل شول او سوداګري يې د فساد په اساس روانه کړې ده.

په دې وروستيو کې مې داسې شواهد تر لاسه کړل، چې د لوګر پخوانی والي اقبال عزيزي چې له ولايته لري شو اوس له المشرق شرکت سره شريک شوی دی.

المشرق شرکت د انجنير عزيزالله په نوم يوه سړي دی. دغه شرکت د ګردېز- خوست د عمومي سړک قرار داد اخيستی دی. اقبال عزيزي چې تر لوګر مخکې په لغمان کې والي و، په فساد کې نوم لري ان ويل کېږي چې په لغمان کې به يې د سړک له غاړې له ولاړو کراچيو څخه هم پيسې ټولولې او په جيب کې به يې اچولې.

دغه راز لوګر ته هم د پيسو په زور والي ور مقرر شو خو بېرته ډېر ژر د ځينو سياسي نزاکتونو په پايله کې له دندې ګوښه شو.

دغه سړی اوس د انجنير عزيزالله شريک دی. انجنير عزيزالله هم د اقبال عزيزي په څېر هوښيار دی. ددې لپاره چې څوک ترې د کار د ښه او بد پوښتنه و نه کړي نو د قرار داد له پيله تر اوسه پورې د پکتيا او خوست ځينو وکيلانو ته باج ورکوي. کله يې په نغدو نازوي او کله ورته د هند او دوبۍ سفرونه ورکوي چې بيا دلته په مرکز کې د المشرق له کارونو څخه دفاع وکړي.

د افغانستان له سياسي سيسټم څخه د باندې يوه پرزه پير سيد احمد ګيلاني نومېږي. دی په تېر کې د افغانستان د محاذ ملي ګوند مشر و. د پير نو عجب لنګر دی. ددې حکومت اکثره داسې مخالفين چې موږ ورته ښاري طالبان ويلای شو د پير په لنګر راغونډېږي. په دغه لنګر کې يو مشهور تالۍ څټی اوسېږي، چې د ورځې په ولسي جرګه کې کار کوي او د شپې په ټلوېزيونونو کې په حکومت او دولت پسې بد رد وايي او د امريکا لاسپوڅی يې ګڼي.د پير په لنګر باندې اوس اقبال عزيزي هم دورې کوي. انجنير عزيزالله هم د همدغه ګرم لنګر له برکته اقبال عزيزي ورسره شريک کړی دی. پير سيد احمد ګيلاني تر اوسه پورې هم په دولت کې خپله ونډه لري. د بېلګې په ډول د خوست والي دده سړی دی او هر ځلي چې دولت غواړي جبار نعيمي لري کړي نو هغه په پير باندې نهاره ونيسي او پير يې بيا سپارښتنه وکړي. تېر ځل خو ويل کېږي چې د پير خبرې ځای نه و نيولی، بيا خبره د پاکستان تر سفيره رسېدلې او سفير بيا مارشال فهيم ته ورغلی و او ترې غوښتي يې و چې جبار نعيمي دې په خپل ځای پاتې شي.

انجنير عزيز الله چې د خوست او پکتيا له يو شمېر وکيلانو څخه کوم کار اخلي هغه له اقبال عزيزي څخه هم اخلي. اقبال عزيزي به د پير له لارې هغه ستونزې حل کوي چې په دولتي ادارو کې انجنير عزيزالله ته را ولاړېږي.

اقبال عزيزي چې کله له ولايت څخه لري شو نو داسې فکر يې وکړ چې اوس خو بې بيزنيسه هم نه کېږي او چې خبره د بيزنيس وي خو بايد يو تيار رن شوی بيزنيس پيدا کړي چې بل څوک يې وچلوي او ده ته تيارې پيسې ورشې لکه د مهترلام بابا په ښار کې چې به له کراچيو او غرفو څخه ټولېدې.

موږ په دې نه ژاړو چې اقبال عزيزي او انجنير عزيزالله فساد کوي او که بيزنيس کوي خو زموږ ژړا په دې ده چې د خوست ګردېز سړک کېدای شي يوه لسيزه نور هم جوړ نه شي.

په تېر کې چې دغه سړک هندوانو ته په قرار داد ورکړل شو او بيا ورباندې بريدونه کېدل او مخه يې نيول کېده خو ټولو خلکو ويل چې ای ايس ای نه غواړي چې هندي کمپنۍ دغه سړک جوړ کړي ځکه نو بريدونه پرې کوي.

خو وروسته هندوانو هم دغه سړک پرېښود او له څو لنډو قراردادونو وروسته اوس د انجنير عزيزالله المشرق شرکت ددغه سړک قرار داد اخيستی دی ، خو دا چې خبره ونډو ته رسېدلې او د ونډو مارکېټ ترې جوړ شوی اوس نو کېدای شي د فساد له کبله يوه لسيزه نور هم دغه سړک جوړ نه شي.

له مرکزي دولت څخه زموږ خواست دا دی، چې په دې اړه دې اقدام وکړي. په نور افغانستان کې ولسواليو ته هم سړکونه پاخه شول او د خوست-ګردېز مهمه سوداګريزه لاره يا د فساد او يا هم د ای ايس ای د مداخلو له کبله تر اوسه پورې جوړه نه شوه او خدای خبر چې نور به لا څومره وخت وغواړي چې دغه لاره په بشپړه توګه جوړېږي.

انجینر اکرام- گردېز

By admin

One thought on “مرا حاجی بګو، من ترا قاضی/ انجنیز اکرام”
  1. engineer ikram (kamunist)
    zka me da takhalus darta ghwara kar che taa islami hkomat da parzedu na wrosta narewaly tolany ta kha nisbat wakar yani pa d mana che islam sara kuma elaqa na lari po shwe da zan khair d ghwara ikram (kamunist ) sab.

ځواب ورکول omar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *