وایي جمال الدین افغان هندوستان ته لاړ. هلته یوې غونډې ته ودرېد، تقریر یې کاوو، هندوستانیان یې په جوش راوستل. انګرېز چارواکي پرې را خبر شول. له سټېج څخه یې را ښکته کړ. کله یې چې تر مټ نیولی د تبعید لپاره څښاوو، هغه ناره کړه چې، اې هندوستانیانو، کش ورکړئ. د انګرېز حکومت دومره کمزوری شوی چې له یوه فرد څخه وېرېږي.

ما چې دا کیسه لوسته، پنځلس شپاړس کلن به وم. لا د فرد د دې ډول زور او صلاحیت درلودلو له شونتیا ناخبره وم. اوس چې ډاکټر اشرف غني او د هغه لنډمهالی کمپاین او د هغه زور ګورم، نو د سید جمال الدین او اشرف غني احمدزي شباهت او د علمي او فکري شخصیت صلاحیت ته ځیرېږم.

اشرف غني چې څه ترلاسه کړل، تر معجزې کم نه دي.

یو کس، له یوه څادر او بګړۍ سره راغی. حکومت یې مخالف و، اپوزیسیون یې مخالف و. ټول سیاسي انحصارګر قشر یې مخالف و، ګاونډیانو یې مخالفت کاوو. پیسې یې نه لګولې، زه شاهد یم، داسې وختونه و چې په کور کې یې شین چای نه موندېده. تر اتیا زره ډالره پورې یې پور اخیستی، معاملې یې نه کولې. هغه د اصلاحاتو له ژمنې، ارادې او پلان پرته یې هیڅ نه درلودل.

په یوه وخت کې، هم د کافر او هم د طالب ټاپې پرې ولګېدې. هم د کوچي او هم بیا د امریکایي ټاپې پرې ولګېدې. هم د معامله ګر او هم بیا د تر حد زیات قاطع ټاپې پرې ولګېدې.

هغه ته دین ستیز ویل کېده، حال دا چې د دیني چارو لپار تر ټولو ښه پلان د همده و.
هغه ته عصباني ویل کېده، حال دا چې تر ټولو زیات نرمښت، حوصله او اخلاقي تواضع ښودله.
هغه ته فاشیست ویل کېده، حال دا چې د انساني نړۍ تر ټولو ډېر اعتبار همده درلود.

هغه ته د مجاهدینو خلاف ویل کېده، حال دا چې نوموړی یواځېنی کاندید و چې د جهاد د معلول او بې ځایه شوي لپاره یې پلان درلود.

هغه ته امریکایی ویل کېده، حال دا چې تر ټولو کم ډالر ده درلودل.

د یوه داسې قشر رهبري یې را جوړه کړه چې ښایي لږ تر لږه سل کاله یې رهبر نه و لیدلی. هغه تر دې دمه ډېر څه وکړل. د سیاست ادبیات او اصطلاحات یې بدل کړل، د رضاکارۍ اساس یې کېښود.

له سیاسته زړه توری لوستی قشر یې په سیاست را ګډ کړ. د فکري سیاست، او اصلاحاتو بحث یې مطرح کړ. پاشلی او وبله مخالفې فرهنګي کړۍ یې یوځای کړې. پاشلې انرژي یې متمرکزه کړه.

لومړی ځل یې دا تصور ثابت کړ چې خلک ډوډۍ د هر چا خوري، خو رأیه سم سړي ته ورکوي. هغه په دوه سوه کسیز رضاکار ټیم د شاوخوا نیم ملیون کسانو دېرش غونډې جوړې کړې.

لومړی ځل یې د هویتونو پر ځای د اقشارو سیاست را پیل کړ؛ د پښتون تاجک پر ځای یې د بډایه او فقیر، د معلول او سالم، د ځوان او بوډا بحث مطرح کړ.

دا هر څه وشول، خو هغه په لومړي راونډ کې شا ته پرېښودل شو. علت یې دا و چې د هغه د شیدو غوندې سپینه رأیه د خلکو له ادرار غوندې ککړې متقلبې رأیې سره یوځای کړای شوه.

والیانو، امنیه قوماندانانو، او سیاسیونو پراخه درغلي وکړه، چې ښه دلیل یې په دوه ډوله سیمو کې د مخالفو قوماندانانو د رأیې زیاتوالی دی. یو په هغو سیمو کې چې ناامني پکې ډېره وه، او دوهم، په هغو سیمو کې چې مستقیماً د تنظیمي افرادو په انحصار کې وې.

په کمیسیون او دولت کې تر دې دمه د درغل شوې رأیې د باطلولو غښتلې نښې ونه لیدل شوې.

اشرف غني یوه برخه کار کړی. د افغانستان د خوار وجود یوې سترې برخې سیاسي زعامت نه درلود. اوس شته دی. خلکو ته ټاکنې د روزمزد لوبه او د رأیې کاغذ د پیسو نوټ ښکارېده. هغه زرګونه داسې دلالان چې د شل زرو، لس زرو او پنځه زرو کارتونو بوجۍ یې ګرځولې وشړل، او په دې کار یې ټاکنو ته یو نوی روح ورکړ.

په لومړي دور کې یې لومړی لوی ګواښ، یعنې د اعتدال او سازندګۍ په نامه د سردارۍ خپسه له صحنې و ایستله، چې همدومره ممکنه وه.

په دوهم دور کې به پر خپل لومړي برخه کار دوهمه برخه کار هم ور زیات کړي. هغه چې هر څومره نابغه شي، او هرڅومره ملاتړ ولري، د یوولس کاله حاکمې مافیا او چاغو شویو لېوانو ننګول هم اسانه کار نه دی، خو یوه خبره ثابته ده چې ډاکټر اشرف غني تر دې دمه هم اسانه کارونه نه دي کړي.
ولس له اشرف غني ډېر څه ترلاسه کړي، او باید پرې خوشاله شي.

موږ د هغه غره څوکې ته نیږدې یو، چې تر شا یې سمسور، زرغون، سوکاله او ګلستان افغانستان ښکارېږي.

10 thoughts on “مردم باید خوشحال شوند! مجید قرار”
  1. قرار صا حب وتا سې ته او د ګران افغانیستان وه زړه ورملې اوردو اوزړه ور

    ملې پولیسو ته څو جملې دسوغا ت په توګه وړاندې کوم
    ژوند ژوند ژوند

  2. اگر اشرف غنی دوستم را از کنار خود دور کند، 10 فیصد رای هم برده نمی تواند

  3. که چېرې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي، د ملي اردو او پولیسو ملي توب به هلته ښکاره شي

    1. سمند رګله چې ستا قضا وت مې د زړه ورملې اوردو او زړه ور ملې پولیسوپه هکله ولیدی یو وطنې متل مې زهن ته راغلی خو خپل شخصیت او اد ب اجا زه نه را کوې چې ستا سې ځوا ب په هغه متل سره وکړم. خو فقط دونده به ووا یم چې داسې افغا نان موږ ولرو چې خپل تر هیواد دګا ونډیا نو او بهر نیانو ګټې ور ته لومړې توب لرې او دهغوی دپا ره جا سوسې او کا رکوې موږ به هیڅکله د نام او نښان خا وندان نسو او پر ځای ددغه چې وخپل ملې اوردو او ملې پو لیسو وه ویا ړو په بې دینه تور لیګیا نو او نورو ته به العیا ذ با لله سجده کوو او دهغوی پا کې به په مبا لغه امیزه ډول بیا نوو. نمونه یې دا ده چې دغا زې محمد اکبر خان هغه توما نچه چې مکنا ټن کا فر یې په مر دار کړ هغه هغه خلګو چې ځا ن ته یې مجا هد او ددین ستن ویل وه منا فق او هیواددښمن تور مخې حمید ګل ته سوغا تکړه

  4. شجاعي صرف نوم زړور خو نظر یې د ټپوسانو. شجاعیان به ټول عمر همداسې په مردارو غوښو اخته وي او افغانستان به که خیر وي د خالق غني او اشرف غني په مرسته د باز په څېر د پرمختګ په آسمان سیر کوي

  5. سمندر! نوم دی سمندر خو خبرې دې دچړ دې ته تر اوسه په خپلو ملی ځواکنو شکمن یې!!! افسوس
    قرار صیب په زړه پوری لیکنه!! خو په دې به دا د کرزی او ټلوالې لڼډغر کله پوه سي د دوې خو ژوند ژواک په غلا انحصاردی دوي په دې کله پو هیږي چې اشرف غنی یو فکر یوه لاره او یو خوځښت دی

  6. قرارصاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه ستامیړانه اوسپین ویل هم دقدروړدی تاپه ډیرسخت حالت کی هغه څه دقلم په څوکه وویل چه اکثره ۍ اوس هم دویلو جراءت نه لری ستا میړانه دستایلو ده وروره ماستالیکنه کاپی کړی اوخلکوته می ورکړی چاچی لوستی نوستاددقلم قوت ته ی سرټیټ کړی بریالی او سوکاله اوسی دډاکټرصاحب په هکله ما مخکی هم په فیسبوک کی هم لیکلی و چه افغانانویوسیدجمالالدین له لاسه ورکړ ددوهم سیدجمالالدین له لاسه ورکول به دمنلو نه وی مننه

  7. مننه قرارصاحب ډیرله واقیعته ډک او په زړه پوری لیکنه دی کړی وه خدای د زموږملت اوخلکو ته ریښتنې لید اوپویا مفکورې ورکړی

  8. ډېره ښه لیکنه وه. غني بابا ریښتیا دوهم سید جمال الدین افغان دی. مشابهتونه یې دا دي:

    هغه هم نړیوال شخصیت درلود دی یې هم لري.
    هغه هم د اصلاحاتو پلان درلود او دی یې هم لري.
    هغه هم خپل فکر درلود، دی یې هم لري.
    هغه هم د تر کور په سارا ډېر نازول شوی و، دی هم.
    هغه هم ستاسې خبره علمي فرد او شخصیت و، دی هم.

    ډېره مننه.

  9. بیشکه قرار صیب غني د یولس کلني مافیا تر فشار لاندي ده او په خپل علم او وړتیا به دا ثابته کړي چي د چا د فشار تابع نده.

  10. مننه ښاغلی قرار

    ستا په لیکنو کې هم لکه د غنی بابا پلانونه عملی امید ښکاري

    مبارزه به د انتخاباتو تر گټلو نه بلکه تر مرگه ساتو

    الله دې د دې زخمي ملت لپاره همداسې مرهم مرهم لره ګرانه قراره

ځواب ورکول Wali Jalal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *