د نولسمې او شلمې پېړۍ له تودو بحثونو څخه یو یې د DNA په هکله د معلوماتو لاسته راوړل وو. د نړۍ په هره برخه کې ساینسپوهانو څېړنې کولې چې په دې برخه کې لاسته راوړنې ولري. ټولو کوښښ کاوه چې یو بل نه مخکې شي او نوي معلومات ټولنې او نړۍ ته وړاندې کړي. بلاخره کریک او واټسن په دې بریالي شول چې په ۱۹۵۳ز کې د DNA موډل کشف کړي. دا د خپل دور د بشر ترټولو ستره کامیابي وه چې کریک او واټسن ترې برخمن شول.

د DNA دوپټیز د تاو شوي جوړښت په هکله به مو ډېر څه لوستي وي خو د هغې مېرمن په اړه به لا معلومات نه لرئ چې د DNA دوپټیز د تاو شوي جوړښت په کشف کې یې لویه مرسته کړې وه. شاید د کریک او واټسن د نومونو ترڅنګ مو د Rosalind Franklin نوم هم اورېدلی وي. دا هغه مېرمن وه چې د معلوماتو له مخې یې کریک او واټسن وکولای شول د DNA موډل کشف کړي.

مېرمن روزلېنډ فرانکلین د جولای په ۲۵مه، ۱۹۲۰ز د انګستان په لندن کې زېږېدلې ده. له ماشومتوبه یې ساینس سره ځانګړې علاقه درلوده او غوښتل یې ساینسپوهه شي. په هاغه وخت کې د انجونو او ښځو د تعلیم لپاره ډېره زمینه نه وه برابره، خو روزلېنډ بیا هم خپلې زده کړې تر ډاکترۍ پورې ورسولې. د یوه سکالرشیپ له لارې یې د کیمبریج پوهنتون کېمیا څانګې ته لاره وموندله او د PhD تر اخیستو وروسته یې د ډبرو په سکرو څېړنې شروع کړې. د روزلېنډ همدې څېړنو په دویمه نړیواله جګړه کې له برتانوي عسکرو سره د زهري ګازونو پر وړاندې د ماسکونو په جوړولو کې زیاته مرسته وکړه.

په ۱۹۵۱ز کې یې په King’s College کې دنده واخیسته. همدلته ورته دا موقع په لاس ورغله چې د X-ray وړانګو د بېلابېلو میتودونو په مرسته د DNA په جوړښت څېړنې وکړي. د اوږدو څېړنو څخه وروسته یې په ۱۹۵۲ز کې د DNA مشهور انځور د ”۵۱ انځور” په نوم لاسته راوړ. د دې انځور لاسته راوړلو تقریبا سل ساعته وخت ونیو او څېړلو یې نږدې یو کال ته اړتیا درلوده، خو د هغه وخت د شرایطو له وجې چې ښځو ته په اکاډمیکو برخو کې لازمې اسانتیاوې نه وې برابرې، د روزلېنډ هیڅ یو همکار دې ته تیار نه شو چې له نوموړې سره په دې برخه کې مرسته وکړي. بل لوري ته د روزلېنډ قوي سیال Maurice Wilkins هم په همدې لابراتوار کې د DNA په جوړښت کار کاوه. سربېره پر دې کریک او واټسن هم د DNA په جوړښت او ترکیب څېړنې کولې.

ماوریس ویلکنز د روزلېنډ له اجازې پرته په پټه د DNA 51 د انځور یوه کاپي واټسن او کریک ته ورکړه. واټسن او کریک د همدې انځور د معلوماتو له مخې په ۱۹۵۳ز کې د DNA بېلابېل شکلونه جوړ کړل او په پای کې یې ترې د DNA اصلي شکل لاسته راوړ. بیا یې دا شکل تشریح کړ او د وخت علمي شورا ته یې وسپاره.

څه موده پس روزلېنډ هم عین شکل لاسته راوړ او خپله څېړنه یې علمي شورا ته وړاندې کړه، خو څرنګه چې د کریک او واټسن څېړنه تر روزلېنډ دمخه بشپړه شوې وه نو علمي شورا دا کشف د کریک او واټسن په نوم ثبت کړ او د روزلېنډ څېړنه یې د هغوی د څېړنې تصدیق کوونکې وبلله.

د دې سترې لاسته راوړنې له امله کریک، واټسن او ویلکنز ته په ۱۹۶۲ز کې د نوبل جایزه ورکړل شوه او مېرمن روزلېنډ پرته له دې چې پوهه شي کریک او واټسن یې د DNA 51 انځور لیدلی و، په ۱۹۵۸ز کې د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوه.

که له مرګ وروسته چاته د نوبل جایزه ورکول کېدی نو مېرمن روزلېنډ به دا جایزه دوه ځلې ګټلی وی، یو ځل د DNA د جوړښت لپاره او دویم ځلې د هغو څېړنو لپاره چې نوموړې د وایروس د ساختمان په اړه کړې وي ځکه د همدې څېړنو د معلوماتو پر مټ د روزلېنډ یوه همکار Aaron Klug په ۱۹۸۲ز کال د نوبل جایزه واخیستله.

مېرمن روزلېنډ ایلسي فرانکلین د هغو وګړو لپاره یوه ښه بېلګه ده چې د ژوند د سختیو او مشکلاتو پر وړاندې ماتې نه مني. سره له دې چې نوموړې له ګڼو ستونزو سره مخ وه، خو هیڅکله یې حوصله ونه بایلله او د ژوند تر وروستیو شېبو یې خپلو څېړنو ته دوام ورکړ.

One thought on “مرموز حکایت| وارث قاضيخېل”

ځواب ورکول Salman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *