مرکه د خبریالۍ یو غوره ژانر دی، چې په انګلیسي کې یې Interview بولي او په عربي کې ورته مصاحبه وايي چې د « مفاعله» له وزن سره مساوي ده.

په خبریالي کې هغه مهال، چې اړتیا پېښېږي څو دقیق او مستند معلومات ترلاسه شي نو په مرکو ډېر تأکید کېږي. نوی ژورنالیزم ځکه پر مرکه ډېر تأکید کوي، چې داسې انګېرنه لري، چې که غواړو مستند او دقیق رپوټ وړاندې کړو نو ښايي له هغه چا سره مرکه ولرو، چې د ټاکلې موضوع په برخه کې په یوه نه په یوه ډول معلومات یا تړون لري. له بلې خوا مرکه کوونکی د ګزراش د جوړېدو پرمهال د اصلي سرچینې ( منبع) په توګه پېژندل کېږي. په تېره بیا د تحلیلي خبرونو په جوړولو کې د مرکو شتوالی خورا ضروري وي. د بېلګې په توګه که په یوه ښار کې یوه سیمه اور اخلي نو خبر به یې همدومره وي چې په دومره تاریخ په دغه ځای کې د ګاز د چاودلو له امله اور ولګېد مثلاً شل کورونه وسوځېدل او پنځلس کسان ووژل شول.

خو که له همدې خبر څخه تحلیلي خبر جوړول وغواړو نو کیدای شي له عیني شاهدانو، مسؤلو کسانو، د اطفایې له رییس او نورو سره ددغې پېښې د جزییاتو په هکله مرکه وکړو، چې په پایله کې به مو له پېښې څخه یو بشپړ ګزارش جوړ کړي وي.

د مرکې د جوړښت لپاره معمولاً دغه موارد په نظر کې نیول کېږي :

۱ـ مرکه د څه شي په هکله؟

۲ـ مرکه د څه شي لپاره؟

۳ـ مرکه له چا سره؟

۴ـ او څه ډول مرکه؟

۱ـ مرکه د څه شي په هکله ؟

معمولاً د مرکې د موضوع ټاکل لومړی ګام دی. موږ څه غواړو؟ آیا د یوې پېښې خبري جزییات معلموو، که غواړو د یوې چارې په هکله د خلکو نظریات واورو؟

کېدای شي وغواړو یو شخصیت خلکو ته معرفي کړو او یا هم ازاده مرکه جوړوو. په هر صورت همدا چې موضوع ټاکل کېږی د مرکې د جوړولو ټوله پروسه د پوښتنو له جوړولو نیولې بیا د مرکې تر را اخېستلو او خپرولو پورې هر څه د همدې موضوع په څرنګوالي پورې اړه لري. چې وروسته به بحث پرې وشي.

۲ـ مرکه د څه شي لپاره ؟

مرکه د خپروونکې وسیلې په څرنګوالي پورې هم اړه لري، هم د څرنګوالي او هم د څومره والي له اړخه. مثلاً که غواړو ورځپاڼې، اونیزې، مجلې یا کالنۍ ته مرکه جوړه کړو د هرې یوې له حوصلې او خپرونیزې کړنلارې سره به سم پر مخ ځو.

که غواړو راډیو ته مرکه برابره کړو نو ښايي بېل وسایل او امکانات ولرو او که غواړو تلویزیون ته مرکه جوړه کړو نو له تصویري وسایلو او اړتیا څخه استفاده کوو.

۳ـ مرکه له چا سره ؟

دا د مرکې په دواړو اړخونو پورې اړه لري، او د مرکې موضوع ده چې هم مرکه کوونکي او هم مرکه کېدونکي ټاکي. دا وېش په لاندې بڼه ترسره کولای شو:

۱ـ یو مرکه کوونکی له یو کس سره مرکه کوي چې معمولاً داسې مرکې ډېرې کېږي.

۲ـ یو مرکه کوونکي له څو کسو سره مرکه کوي. دې بڼې ته ګردي میز هم وايي او کیدای شي موضوعات بېل بېل یا خو پر یوه ټاکلې موضوع وي او د څو کسو نظریات پوښتل کېږي.

۳ـ ګڼ شمېر مرکه کوونکي کله کله له یوه کس سره مرکه کوي دا د مطبوعاتي کنفرانس بڼه ده چې ګڼ خبریالان د یوې ټاکلي موضوع په هکله له یو کس څخه پوښتنې کوي، البته د موضوع یووالی شرط نه دي یعنې په ځینو مطبوعاتي کنفرانسونو کې د بېلا بېلو چارو په هکله پوښتنې سرح کېږي.

۴ـ څو مرکه کوونکي له دوه یا ګڼو کسانو څخه پوښتنې کوي دا هم د مطبوعاتي کنفرانس یو شکل دی خو معمولاً د مرکه کېدونکو شمېر دوه کسه وي لکه د دوو هېوادونو مشران د ګډو چارو په هکله په ګډه مطبوعاتي کنفرانس ورکوي.

کله چې د مرکې موضوع د خپرېدو وسیله، مرکه کېدونکی او مرکه کوونکي څرګند شي بیا نو د مرکې لپاره لاندینۍ چارې بشپړېږي.

۱ـ د ښو پوښتنو برابرول.

۲ـ د مرکه کوونکي خبرول ( که مخکې له مخکې ټاکل شوي وي).

۳ـ او د هغو وسایلو چمتو کول چې مرکه پرې ترسره کېږي لکه قلم او کاغذ، ټایپ او کستونه، مایکریفون ( که مرکه راډیويي وي) کمره، لایټ دیکوریشن او تصویري شالید ( بکګروند) که مرکه تلویزیوني وي.

پوښتنې څنګه جوړېږي ؟

یو شمیر پوښتنې ښايي له مرکې مخکې جوړې شي او مرکه کوونکی پوره فکر پرې وکړي ددې لپاره چې وکړای شي داسې پوښتنې جوړې کړي، چې د مرکې مقابل لوری خپلې ټولې خبرې، معلومات او مدارک څرګند کړي. پروفیسور جانف په خپل کتاب ( د ژورنالیزم بنسټونه) کې لیکي :

« هڅه وکړئ داسې پوښتنې طرح کړی چې د مرکه کېدونکی د خبرو کولو ماشین چالان کړئ …».

یعنې هغه تحریک شي چې بشپړ ځواب درکړي او د هغه په زړه کې ستاسو پوښتنې ته د ځواب ورکولو مینه پیدا شي.

مثلاً که غواړو د یوې ناروغۍ په هکله له یوه ډاکتر سره مرکه وکړو نو دا دوه پوښتنې به په نظر کې ونیسو :

۱ـ دا ناروغي ولې پیدا کېږي؟ او څه ډول له منځه تللی شي.

دا یو نسبتاً وچه او بې روحه پوښتنه ده، که داسې یې مطرح کړو چې :

۲ـ تاسو چې ( مثلاً) د پوټکي د ناروغیو یو متخصص یاستئ او په دې هکله پوره تجربه لرئ هیله ده څرګنده کړئ چې ددې ناروغۍ عوامل څه دي؟ او د وقایې لارې یې کومې دي په دې هکله د طب علمي معلومات څه وايي؟

دا پوښتنه که څه هم اوږده ده خو ښېګڼې یې دادي چې یو خو ډاکتر خپل علمي کریډیت ته متوجه کېږي او هڅه کوي ستاسو پوښتنې ته مسلکي ځوابونه درکړي او له بلې خوا دې ته تحریکېږي چې خپل ټول معلومات ددې ځواب په چوکاټ کې متمرکز کړي.

– پوښتنه باید د ټاکلي موضوع په اړه وي.

– پوښتنه باید ساده وي، د امکان تر حده لنډون ولري. دقیقه او هر اړخیزه وي.

– د پوښتنو په جوړولو کې ښايي د مرکه کېدونکي علمي سویه، حیثیت او مقام په نظر کې ونیول شي.

– د پوښتنو په جوړولو کې له کلیشه یي تشریفاتو ډډه کول او د نویو نظرونو پر بنسټ د پوښتنې جوړول غوره کار دي.

– د پوښتنو په جوړولو کې هغه څه ته ښايي اساسي پام وساتو چې لوستونکي یا اوریدونکي یې له موږ څخه غواړي.

– هڅه دې وشي چې د پوښتنو لحن او ژبه صمیمي او د مرکې فضا دوستانه وي.

د پوښتنو د جوړولو په وخت کې ښايي له دې چارو څخه په کلکه ډډه وشي :

– داسې پوښتنه مه جوړوئ چې مقابل لوري یوازې ( هو) یا ( نه) ځواب درکړي.

– له مرکه کېدونکي څخه داسې پوښتنه مه کوئ چې د هغه د کار، ژوند او شخصیت له ساحې څخه بهر وي.

– هڅه مه کوئ له هغه چا څخه ځان لوړ، پوه، او با خبره وښيئ، چې مرکه ورسره کوئ. یعنې هغه باید ځان ناپوه، بې خبره او حقیر ونه ګڼي. پوښتنې ښايي په همدې معیار جوړوې شي.

– هیڅ کله مرکه کېدونکي ته مشوره مه ورکوئ چې ستاسو په ځواب کې داسې یا هسې ووايي او ددې یا هغې خبرې له کولو څخه ډډه وکړي. ( البته د سانسور او تنظیم حق ستاسو شخصي او د مرکې له ساحې څخه بهر کار دي). یعنې له پوښتنو سره شرطونه مه یو ځای کوئ.

– په پوښتنو کې مبهمې او نامأنوسه کلمې مه ځایوئ. چې ځواب ورکوونکی یې په مانا نه پوهېږي.

– نه ښايي داسې پوښتنې سرح کړئ چې ستاسو بې طرفۍ ته زیان ورسوی.

– پوښتنې ښايي ډاروونکې نه وي، یعنې مرکه کېدونکی ونه ویروي، چې له ځواب ورکولو څخه انکار ته یې مجبور کړي.

پروفیسور حابف عقیده لري چې باید یو شمیر هغه پوښتنې چې حساسیت پاروونکي وي یعنې ځواب ورکوونکی حاضر نه دی په هغه هکله ډېر ډېر څه ووايي خو پوښتل یې ضروري وي نو ښه به داوي چې داسې پوښتنې د مرکې اخر ته وساتل شي یعنې هغه مهال طرح شي، چې نورو پوښتنو ته د ځواب ورکولو مخه ونه نیسي او د مرکې د قطع کېدو لامل نه شي.

او که مرکه کوونکی د مرکې په ترڅ کې داسې حساسیت ته متوجه شي نو ښه به دا وي چې د پوښتنې طرز بدل کړي او د مرکې په پای کې همدې موضوع ته په بل ډول ور داخل شي.

دا خو دهغو پوښتنو په هکله نظرونه وو، چې مرکه کوونکی یې له وړاندې څخه په پام کې لري، له دې پرته یو شمیر پوښتنې د مرکې په اوږدو کې رامنځ ته کېږي چې ښايي مرکه کوونکي یې بشپړ ځواب ترلاسه کولو لپاره په زغرده مطرح کړي. نور بيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

3 thoughts on “مرکه/ څېړندوی عبدالغفور لېوال”
  1. مرکي ته په عربي کي مصاحبه نه وایي بلکي حوار ، لقاء او…. وایي
    که لطفا عربي مطبوعاتو ته سر ورښکاره شي نو به در جوته شي، خو فکر کوم لیکوال به په عربي ژبه سم نه وي بلد، خو د اوسنیو بریښنایي وسائلو په مټ له انټرنټ څخه هم معلوما ت کیدای شي .

    1. مصاحبه رښتیا هم د مفاعلي له بابه ده ماضي صاحب، مضارع یصاحب او مصدر یي مصاحبة دی چي یو له بل سره ملګرتیا کولو ته وایي نه مرکي ته.

  2. په … کی هډوکی لټول همدی ته وایی . که د یوه لغات اصلی او اصطلاحی معناوی وګورو تل یوشان نه وی. حق د الله نوم دی خو رښتیا ته هم وایی او د قوانینو او مقراتو مجموعی ته هم حق وایی ، عدالت او انصاف هم حق دی له حق نه منکر بیا کافر او ګناهګار وی. قدری کټوی ته وایی مګر قدری د یو کتاب نوم دی.
    بهار د پسرلی نوم دی مګر بهار چینی ته هم ویل کیږی. بهارت بیا د هند یو ولایت دی. مصاحبه که مرکه نه وی نو زمونږ په ادبیاتو کی خو په همدی مفهوم استعمالیږی. اصلی خبره د ښاغلی عبدالغفور لیوال دی چی په خوږه پښتو یی په زړه پوری معلومات او د ژورنالیزم ادب خبریالانو ته ښودلی دی . ځکه طلوعوال د مصاحبی په وخت کی د انسان شخصیت وژنی خصوصا که د چا ایرانی واژه ګانی نه وی زده نو له سختو چالشو سره یی مخامخ کوی. له پوهنتون نه سمدستی آرایشګاه ورته جوړوی.

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *