یادونه:
دا لیکنه د مرګ د فاتح لېوني حضرت غني خان رحمة الله عليه په شاعرۍ باندې کوم. زه چې شاعري کوم، نو د خپل ځان هم نه منم، خو د ليکنو لپاره يو نا يو شی با نه شي. د دې لیکنې د لیک د سبب يوه مختصره يادونه کوم:
یو ژوندی کس راته (لېونو) وايي، زماهم په ځان شک دی، زه چې کله ورته لېونی شم، ګډې وډې ووایم، د ژوند او مرګ فلسفې شورو کړم، نوهغه راته د غني عليه رحمه دا شعر ووايي:
دې فلسفوله شته دي
داباقي ټول عمرونه
څوورځې دمخه،چې ماورسره په فون کې دمرګ اوژوندفلسفې وېلې،نوویې ویل:
(لېونوکاشکې مرګی نه وای)
دی یوې ټوټې په مخه کړم په مرګ مې طبق معمول فکروکړاوسلامته ليکنه ترې جوړه شوه،اوس ستاسواختياردی،که خوښه موشوه په اړه يې راته وليکئ اوکنه،نوپه ماکې لانورې نيمګړتياوې څه کمې خونه دي.
مرګ اولېونی(غني خان)
مرزا عنایت الله دیدار
دخاورواوخټوله هشنغرنه دیوه بې خوده لېوني غږپورته شو:
ستانظرجدانظردی
ستاجهان جداجهان
تاکې وینه دمجنون ده
ستانصیب کې بیابان
لېونی په خپل ذات کې غرق شو،وینه یې دبیابان په مینه مسته شوه او ددې بې سره اوبې سامانه لېوني فکرته د اپلاتون،سپینوزا،ابن عربي،جنېد بغدادي، کانټ،هوګو،ډوکلس،ارسطاطالیس اونوروفلسفیانواودفکراواجتهاد د خاوندانوسرونه ښکته شول.لېونی په هشنغرابادواودجیندې له روانواوبونه یې فلسفه زده کړې وه.
دالېونی ،«مست دی،می پرست دی اوهمېشه ایاغ په دست دی.»مونږددې لېوني ذات ته سر ورښکاره کوو اوګوروچې سینه یې دبې شماره علمونوخزانه ده.پلاریې په قام زهیردی،په جېلخانه کې وینې وینې پروت دی .لېونی صوفي دی،فلسفي دی،په ماورالطبیعت کې دی اوله دنیانه یې ځان راغونډکړی دی.دلېوني په لاس کې جام دی،سترګې یې مړاوې دي دتېراوهېرژوندپه تلاش دی.دلاشعورله تیارې دښتې نه اوازونه اوري:
مرګ یونوم دی،داسې نوم،چې تر ابده پورې به دخاورواوخټوله انسان سره ملګری وي.مرګ له انسانه چارچاپیره ګرځي راګرځي،بنیادم هره شېبه دمرګ ننداره کوي،دهرې شېبې دمرګ ننداره! ژوندلکه دبادروان دی،لکه داوبوبېرته نه راګرځي.مېندې په دې پوهېږي،چې بچي مرګ ته لويوي،خولويوي يې،چاره نشته دی،انسان محکوم دی،انسان په زنځيرونوتړلی دی،دخپل هوش،فکراواحساس په زنځير.!!
مرګ دفلسفې،مذهب اوهرفکري مکتب ترټولوعظیمه موضوع ده.لېونی غني فکرکوي:
دازه څله ولې جوړشوم؟
خبرنه یم نه پوهېږم!!
غني خان
خان بابا بل ځای فرمايي:
چې سرونه غم کې ورک شي
نشه خلاصه شي په جام کې
چې خیام له مېخانې نه
توبه ګارشي په ماښام کې
چې ژوندون دمرګ له وېرې
دغلام په شان راغونډشي
دغه وخت کې فرق ورک شي
په ساقي اوپه امام کې
ستاډېری دسروټیکرو
نه توبې نه پېمانې دي
داله مرګ نه تېښته تېښته
دادهوش هوس کانې دي
داچې ژوندله مرګه ستړی
ډډه وهي کنډرته
چې مورچه پرېدي امید
دمایوسوتورلښکرته
دغه وخت کې فرق ورک شي
دتیارواودجلال
دغه وخت ساقي ملاشي
اوایرې شي سپین مشال
دژوند دپېداېښت په ورځ دعزرائیل شهنشايت شوروشوی دی،ژونداومرګ دملګرتیاپه نوم له یوه بل سره پېژندلي دي،داسې ملګرتیاچې پکې محلونه اودوهې ورانیږي.
مونږدحمیدپه شان دغم په زنګون سرږدو:یو،دوه،درې،څلور،پنځه شپږ،اووه،اته،نهه،لس، یوولس ….ای!ای!اوای!ای!ای!مونږددې لپاره ژوندي يو،چې مړه شو؟!!
دشانتي نېکټن ټېګور،نندلابوس،رام کنکر او کرشناکرپلاني به خود لېوني ته حېران وي لېونی دشرابوجام په لاس اعلان کوي:
مرګ لويه نيکي ده،چې تاوکړه له انسان سره
مرګ ستاکورله یوړوګني وبه تل له ځان سره
مرګ هغه نېټه ده،چې جانان کېښوه جانان سره
مرګ پټه نکاح ده دمکان له لامکان سره
مرګ کې دژوندون ددرياب پټه کناره ده
مرګ مجبوره ځان له دخپل حسن ننداره ده
دمرګ په وجه چې کوم وير دی نوهغه کله د(انکېدو)جدايي شي اوکله:
ويرمې دادی،چې له ښکلوبه جداشم
څه له خپله سره نه ده زماوېره
خان علیین مکان حضرت خوشال خان خټک (رح)
…او بدها(ګوتاماسدهارتا)وویل:
(انسان نه شي کولای،چې دموجوداتودله منځه تلومخه ونیسي،نويواځينۍ دفرارلاره داده،چې له دغې وېرې نه ځان بې نیازه کړي).
خومرګ راروان دی،انسان له ځانه سره دعدم تیاروته بیایي،هاغه تیارې له کومو،چې راغلی دی،هاغه تیارې په کوموکې،چې دشته اونشت له وجوده بې خبره پروت و.که بدهاد(ګېل ګامش) له وېرې نه خبروای،نوزخمي ته به يې نه وېل،چې دردمه محسوسوه.
…اوګېل ګامش وژړل،انکېدودابد لپاره لاړو،بیرته راتګ يې دممکناتوله داېرې نه وتی دی،ګېل ګامش د خپل لاشعورله تیارونه يو اواز واورېد:
-مرګ ته ماته ورکړه!
مرګ وېرولی بادشاه ګېل ګامش دخپل ملګري انکېدومړي ته شپږشپې اواووه ورځې ناست و،دعدم ننداره يې کوله،دانکېدوله پوزې نه چينجي راووتل،ګېل ګامش اشاره وکړه اوانکېدويې دخاورواوتیاروپه وجودکې دابدلپاره پټ کړ.
…اوګېل ګامش په اوبوکې خپله څېره وليده په ژړاشو،ويې وېل:
(اوس به مرګ راځي اومابه خاورې کوي)
دمرګ ويرې په مخه کړي ګېل ګامش دانکېدوپه مرګ کې دخپل عدم ننداره وکړه،ځکه چې هغه هم انسان دی!
ګېل ګامش دابديت په لور سفرپېل کړ،خودغه سفر يې په حقيقت کې عدم اونشت ته ورتګ و.
پښتانه ولیان فرمايي:
اخربه خاورې شې بدنه
که دې په منځ کې دفولادووساتمه
له ګورستانه مې ګيله ده
زلمي خوندي کړي رالېږي تش پالنګونه
خاطرافريدی وايي:
دغه دوه ورځې ژوندون دی مرګی ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړیم
پروفېسرصاحب شاه صابرارمان کوي:
خاورې به يومړه به يو
ښکلي چې راځي راځي
رحمان باباوايي:
که غلبېل کړم دتمامې دنیاخاورې
بیابه نه مومم دارا اوشاجهان
اولېونی فېلسوف،چې په بې خودۍ اولېونتوب کې يې کومې کوکارې وکړې،نوداپلاتون فکر ورته حېران شو.لېونی اعلان کوي:
مادمرګ فاتح دزوال اقا
دې شکست له یوشان موندلی دی
…او(یاما) له (یودهشټر)نه وپوښتل: «په دنیاکې ترټولوعجیبه خبره کومه ده؟یودهشټرځمکه وګروله ځواب یې ورکړ: (دا خبره ډېره عجیبه ده،چې بنیادم هره ورځ د ژوند دکاروان ملګري ویني،چې د عدم او نیشت په تیاروکې د ابد لپاره ورکیږي،خو بیا هم داسې ژوندکوي لکه دوی ته چې مرګ نه راځي.!!لکه دوی چې په دې ویرنه وي محکوم!!»
غني خان دونې په راپرېوتې پاڼه لیک کوي:
مرګ کې راښکاره راته ژوندون یو جاودان شو
زه ورپورې خاندم دنیاته ورته ژړېږه
غني خان
فرمايي:
اوس يوزه یم يوارمان دی
دجانان دشان قیصه ده
ړوکی ګل اولوی خزان دی
يواميد يوتلوسه ده
مامرګي ته شوروکړې
دژوندون دخېشت کيسه ده
دجنون اودجانان دا
څه عجبه فلسفه ده
غني خان
مرګ له خپل لومړي اقدام نه وروسته دبنیادم په ذهن باندې خورشوی يوعالمګيرفکردی،داسې فکر،چې يوه عقل يوې فلسفې،يوه منطق اويوې بې پروايي هم ورته ځواب پېدانه کړاويونيم لېونی خولاپوښتنه هم کوي:
موټی خاوره څنګه پټ دحسن يوجهان کړي
يوپوکی دبادداچمن څنګه بیابان کړي؟
غني خان
خومونږوينوچې:
باچاهان دخاوروجوړخاوروته لاړشي
لړزوي اسمان ژړادفقيرانو
غني خان
لېوني دشرابوجام په لاس مرګ ته سر سرتورکړی دی:
مرګه ځه چرته ورکېږه زه لانه یمه وزګار
خم درنګ کې لاخومارشته زه ترې لپې ډکومه
غني خان
خومرګ په لومړي انسان (هابيل)باندې له بري وروسته له ډېروشونډو،لاس اوپښواوزلفونه خاورې جوړې کړې،هغه خاورې چې اوس ترې جامونه جوړيږي انسان پکې ګناه سکي،انسان پکې دجانان مخ وینی اوانسان پکې دکربلاتږوته اوبه وړي.
يوګوټ یخې اوبه نه شوم،هرخواتنده کربلاده
غني خان
مرګ هنرته هم مخه کړې،دهنرلويه موضوع له مرګ سره مبارزه اومرګ اسانه کول دي.
رومي مفکر اوادیب (سیسرون)ويلي و:
(دهنرلويه موضوع اورسالت دادی،چې مرګ اسانه کړي)
غني وايي:
ای دحسن اونوردریابه
ماله يوټکی دنوررا
سترګې ډکې دخندارا
شونډې ډکې دسروررا
دې مستۍ اودې ارمان له
يوه وعده دبهاررا
زه دا نه وایم چې جنت را
زه دا نه وایم چې حوررا
خو دې خوب او ساه او وخت له
اشاره د تعبیر را
ماله زړه د بادشاهانو
اوسينه ديوفقیررا
مونږله ځانه کاېنات وپېژنواوکه له کاېناتونه ځان؟مونږپه تمه يو،چې دخوب،ساه اووخت لپاره به دتعبیراشاره وشي،خومحدوداوپه زنځيرونوتړلی انسان فرمايي:
ذکردخالونودې کېده حېران ولاړومه
ستوري مې په خواکې پړقېدل خوسترګې چرته وې
ساېل صېب
که انسان خپلې سترګې اوخپل ذات ونه پېژني،نوپه خواکې پړکنده ستوري هم نه شي ليدای.دژونددپېژندلولپاره له مرګ سره ملګرتیاضروري ده .دډیالیکټیک فلسفه وایي،چې ځينې وخت اشیاءدخپل ضدنه پېژندلی کیږي او دیوڅیزدپېژندلولپاره دڅوڅیزونوپېژندل ضروري وي.
اشیامطلق اویونه دي،بلکې نسبي اوترکیبي دي.
ابوالمرادحضرت امیرحمزه بابالیکي:
«(څه)تل دشي لپاره استعمالیږي اود(شي)څېړنه ګرانه ده،ځکه چې یو(شی)خپل مستقل ذات نه لري،دهر(شي)ذات اعتباري اواضافي دی.(شی)مفردذات نه دی بلکې مرکب دی،ځکه چې دڅواجزاوویاصفاتودیوځاېوالي اواتحادڅخه عبارت دی.»
کله چې ورېځې ووینو،نودباران په تمه کېږو اوچې کله په یوه ځای کې ډنډاوبه وګورو،نوفکرکوو،چې باران به شوی وي،یانې ځینې وخت علت له معلول نه مالوموواوځینې وخت معلول له علت څخه.
علي ولي الله فرمايي:
من عرفه نفسه فقدعرفه ربه
ژباړه:چاچې ځان وپېژند،نوهغه رب وپېژند.
چاچې په سترګو اختیارحاصل کړو،نودکاېناتوپه رنګ اونورکې ورک شو،چاچې کاېنات وپېژندل،نوهغوئ ژوندوپېژند،چاچې ژوندوپېژند،نوهغوئ مرګ وپېژند،چاچې مرګ وپېژند،نوهغه ځان وپېژنداوچاچې ځان وپېژند،نوهغه خدای وپېژنداوچاچې خدای وپېژند،نوهغه له رازونونه خبرشواوله رازونونه ډک بنیادم،چې هرڅومره هم وغږېږي اوداسرارواظهاروکړي،نوبیاهم لکه دسمندروي اوچې څومره خودنمایه کيږي،هماغومره رازترې جوړيږي.
ته چې څويې پرده خوښ يې بې حجابه
زه چې څويم خودنمايه هومره رازيم
حضرت ابوالمراداميرحمزه بابا(رح)
ځينې سرونه له شکونواوابهامونونه ډک وي،هغوئ دمرګ،ژوند،رنګ،نور،عقل،روح،ازل،ابد،قسمت اوټول هغه څه چې ښکاره اوپټ دي،په اړه تپوس کوي:
خدايه عقل چې وزړه دې ولې راکړ
په يوملک کې دوه خودسره بادشاهان
بادشاهي اوفقیري دې ولې يوکړه
دژوندون په هره ساه کې مرګ پنهان
خدايه ولې دې سپوږمۍ له رڼاورکړه
چې زنګۍ مې دمستۍ په مهين ټال
ولې ماته دې عطاکړوفکر او خیال
ولې ولې په رڼاورځې خوبونه
ولې ماته دې دولې طاقت راکړ؟
خدايه ولې؟خدايه ولې؟خدايه ولې؟
غني خان
ای ولې ؟لېونی کوم جنون په مخه کړی دی؟کوم اظطراب دی؟کومه تنده ده؟اوکومې سترګې دي؟
مونږته امر شوی:
تفکرفي کل شی ولاتفکرفي ذات الله.
ژباړه: دهرڅه شي په اړه فکروکړئ !بغېرله الله نه .
فکرکوو،فکرکوواوفکرکوو…اوچې ځان ته سترګې راواړوو،نوبیاهم نشت وینو او دغه ناممکنات په مابعدالطبیعاتي ډول ممکن کوو.له مرګ سره سره نورډېرتپوسونه لاجوابه پراته دي،چې انسان یې دحواسو له ادراک اوپه تجربې د اثبات نه بغېرنه مني.مرګ همداسې یوڅیزدی.
د(پازيوټوويزم)دفلسفې پليوني وايي:
هرهغه څه چې انسان يې ویني اولمس کوي يې دمنلووړدی اونورهغه،چې دحواسوله داېرې نه بهردي هغه دمنلووړنه دي.
حضرت ابوالمراد اميرحمزه بابا(رح)فرمايي:
هغه زه چې تاته مخ وم حقیقت يم
هغه زه چې تاته څټ کړمه مجازيم
انسان دمرګ تصورلېونی کړی دی،انسان مرګ ته له مخکې نه مړدی،انسان دژوندپه هرعمل کې مرګ مخې ته ودروي،هرڅه په عدم سره محکوم ګڼي،چې له مرګ نه مخکې په خپل وجوداوبیاپه خاوروکې دابدلپاره خښ شي.
دابديت تصوراومرګ ته ماته ورکول،دانسان ترټولوستره ارزوده،که ژوندته لږسترګې ورټیټې کړو،نوځينې وخت مرګ ته هم دژوندلپاره هرکلی وایو.
غني خان لیکي:
(دښکلي نه ښکلی،د سور نه سور او مست نه مست ګل اخرخپلې حېرانې اوغمجنې سترګې دخزان یخواوبې رحمو بادونو ته ورپورته کړي او د خپل ژوند د ختمېدو تپوس ترې وکړي )
بل ځای فرمايي:
(دنړۍ ټولې فلسفې دعزرائيل دشهنشايت پرخلاف بغاوت دی)
روایت دی،چې سلېمان پېغمبرغوښتل،چې آب حیات وسکي،خوشکوڼ چغه کړه،چې مرګ دانسان لپاره ترټولولويه پرده ده.
نوچې بنیادم په تنګ شي،لارې ورکې شي،نومرګ دفرارلاره نه ده؟
قلندرمومندجوړې مجبوره و ؟
دقلندردارماني ژوندون علاجه مرګه
هغه خواوس دنه راتلوشوه ته به کله راځې؟
اولېونی فلسفي چغې وهي:
وروره دی داجهان يومکان دفنا
ورته مه کړه ژړا،ورته مه کړه ژړا
ماښام خاورې شي ګل،چې سهارشي پېدا
ورته مه کړه ژړا،ورته مه کړه ژړا
دامستي يوساعت داپستي يوګړۍ
داميرداسورشال دفقیرداشړۍ
دي داواړه فاني،بې بنياده دوکه
داچې لاندې دې دپښودې داخاورې ته ګورې
وې دچاشونډې سرې اودچاسترګې تورې
داايرې معشوقې دي،چې تلې په خندا
ورته مه کړه ژړا،ورته مه کړه ژړا
ای !ایرې معشوقې دي؟ای !دپښودلاندې په عدم محکوم شوې خاورې چرته شونډې وې اوثنایې کوله ؟او ای ای ای !ولې انسان په دې فکر اوشکوو لړلی تپلی شي؟
ترمسيحي ميلاد(۵۶۰)کاله پخواپه هندوستان کې يوماشوم وزېږېد،نوم يې پرې(سدهارتاګوتاما)کېښود،چې وروسته بیادپوه شوي(بدها)په نوم يادشو.بدهاپه نولس کلنۍ کې واده وکړاويوکال وروسته يې زوی وشو.یوه ورځ چې ژوندپه ابدي اصولوروان و بدها په شاهي ټانګه کې ناست و،يوبوډايې وليد،په ملاکړوپ و،له ټانګه چلوونکي نه يې تپوس وکړ داولې؟
ټانګه چلوونکي ووېل:
– له دې انسان نه ځواني تلې ده اومرګ ته ترنوروخلکوښه جوړدی.
شهزاده بدهافکروکړ:
له ځوانۍ نه وروسته زړښت شته دی!!
بله ورځ بياپه شاهي ټانګه کې ناست و،يوسړی يې وليد،چې چغې وهي،شهزاده پوښتنه وکړه،داولې؟
ټانګه چلوونکي ووېل:دا رنځوردی.
بدهافکروکړ،له روغتياڅخه وروسته ناروغي شته دی!!
اوپه بله ورځ يې دخلکوپراوږو جنازه وليده،پوښتنه يې وکړه:
– داولې؟
په جنازې پسې يوه روان سړي ووېل:
-ددې ولې جواب نشته دی،مرګ راغی اوله ځانه سره يې بوت.
شهزاده ټکان وخوړ،لکه څوک چې په خوب کې وېرېدلی وي،لکه چاته چې ددارکړۍ مخامخ کړای شي.
مرګ وېرولي بدها په باغ کې راهب وليد،زېړکمیس يې اچولی و او ونې ته يې ډډه وهلې،بدهاپوښتنې شوروکړې اوراهب ووېل:
-انسان له به ارام هله ملاوشي،چې کله له ناروغۍ،زړښت اومرګ سره مبارزه وکړي.
بدهافکريووړ!.موده پس يې شاهي ژوندپرېښود،پنځه موټي ویښتان یې قربان کړل اوپه ځنګله ورننوت.شپږکاله يې تېرکړل،خو قانع نه شو.له ځنګله نه لاړاود(اروولا)د سيندپرغاړه يې پنځه کاله په ډېرسخت ریاضت اوعبادت تېرکړل،بيادبوداګاياسيمې ته لاړ،هلته يې يوې ونې ته ډډه وهلې وه،ناګهانه يوفکرورپېداشو اوتبلیغ يې شوروکړ،مرګ وېرولي شهزاده ووېل:
دانسان لپاره نه په اسمان کې،نه دبحرونوپه تل کې اونه دغرونوپه سوړوکې د امان ځای اوله مرګ نه خلاصی شته دی.
اوچې غني لېونی شي عدم یې په مخه کړي نووايي:
لاړمه اسمان ته ماوی ای دجهان مورسپوږمۍ
زوردمینې زيات دی،که دی زيات دمرګي زورسپوږمۍ؟
اوري په لحدکې څوک دسوي زړګي شورسپوږمۍ؟
موټی خاوره څنګه پټ دحسن يوجهان کړي؟
يوپوکی دبادداچمن څنګه بیابان کړي؟
خوله مې نه جوړيږي چې ظالم ووایم رحمان ته
مرګ چې دجهان بادشاه کړم څه ووایم ځان ته ؟
ولې دروازه دعلم لرنه شوه انسان ته
سیال یې دځان ولې کړم چې زه دخاوروسیال ومه
غني خان
…اوپه ژوندکې ابدي اضطراب دادی،چې ژوندابدي نه دی.
ويکتورهوګوویلي:
مرګ له هغه ژوندنه تريخ نه دی،په کوم کې چې په تاباندې داسې حالت راشي،چې مرګ وغواړي .
اوچې څوک ښه ډېر خبرشي،نولکه دمحمددین مقید به چغې وهي:
خبر و ابراهيم ځکه يې اورته ودانګلې
چې يودی لطافت کې نوراوناردمحبت
…اوبدهاووېل:
«هرڅه چې پېداکيږي په عدم سره محکوم دي،دشمې رڼاپه ښکاره روښانه ښکاري،خودژونديوه شېبه يې له بلې هغې سره توپیرلري،لمبه په یوه نظرموجوده اوپه بل هغه نه ده موجوده،ژونددروانواوبوپه شان دی،لومړی حالت له دويم هغه سره توپیرلري.»
رحمان باباويلي و:
په روانواوبوورشه عمرګوره
بس دی دومره نصیحت په دې دنیا
عبدالقادرخان خټک وايي:
نصیحت وايي،همېش عبدالقادره
مرده ګان که څوک مني له هدیرو
په ابهام لړلی،تپلی اشرف المخلوق چې دهر،هرڅه په اړه فکروکړي،نوداسې هم ترې ولیکل شي:
جب کې تج بن نهي کويي موجود
پهريې هنګامه ای خداکياهې؟
سبزه وګل کهاسې ايې هې؟
ابرکياچیزهې هواکياهې؟
(غالب)
زمونږعقل لکه داوبو،لکه دهوا،اولکه دلوګي بې وجوده دی.کله شکوه کوو اوکله (جواب شکوه)ليکو،مونږدښکاره مرګ اوښکاره عدم په ماناباندې سترګې پټې کړي دي،ځکه چې زه له شک نه جوړیم!!
ددويمې مسيحي صدۍ په وروستيوکې مشهور شکاک (سکتوس امپرکتوس)ووېل:
دانسانانواوحېواناتوحواس(سترګې)دشکل اوجوړښت د اړخه له يوبل سره توپیرلري،جهان په بېلابېلوډولونوويني اونندارې توپيرکوي،مونږڅه پوهېږو،چې کومه يوه ننداره ټهیک ده؟حواس دڅيزونوپه جزياتوپوهېږي،چې باورورباندې نه کيږي.په لوږه کې دډوډۍ په اړه يوشان فکرکوواوپه مړښت کې بل شان ، په ځوانۍ کې دعشق په اړه يوشان اوپه بوډاتوب کې بل شان فکرکوو،په ويښه له ويالې نه ټوپ نه شوکولی اوپه خوب کې الوځو.
اودهشنغرلېونی وايي:
دازه څله ولې جوړشوم؟
خبرنه يم نه پوهېږم!
حقیقت مې نشته بادیم
مستول کوم مستېږم
په خنداکې مې ژړاده
په خفه سترګوخندېږم
داحقیقت لکه دخدای دنوم روښانه دی،چې په ساه باندې فکرکول،په حقیقت کې دساه په عدم باندې فکرکول دي،داحقیقت لکه د همدې حقیقت دشتون روښانه دی،چې له تيارونه منډې په حقيقت کې تیاروته منډې دي.عمرخیام،شوپنهاور،بدها او…نوروفلسفیانو دمرګ له وېرې دژوندتېرولونه ډارېدل،خو له مرګ نه په تېښتې په مرګ باندې قابوراوستل دامکان له سرحداتووتلې خبره ده.رومي فلسفي (سینیکا)چې کله عدم ته ورغاړه ووت ،نوخپلوبچوته یې وویل: (زه ځم خوتاسوته په تګ کې یوقیمتي میراث پرېدم اوهغه داچې ژوندپه عقل سره تېرکړئ)ځینوفلسفیانوپه مرګ باندې دفکرکولوله امله دژوندارزښت پېژندلی دی،اوځینوهغوبیاپرې ژونددوزخ کړی دی.
…اواګسسټس چې مرګ ته ورغاړه ووت نوویې ویل: (تاسوپوهېږئ،چې مادخپل ژوندکردارپه ښې طریقې سره اداکړی دی.اوس چکچکې ووهئ او ما له دې سټېجه رخصت کړئ)
چې هرڅه داشان وي،نوعقل مونږته اجازت نه راکوي،خوجنون اعتراف کوي:
په سترګودې پردې دلېونتوب دي لېونيه
ته نه پېژنې تول ته تش تال پېژنې
غني خان
مونږښه پوهېږو:
ثبوت مانه لوی ستادځان کوم دی
غني خان
خوبیاهم وایو:
څنګ ډک جهان دحسن ډوب کړم
په يوڅاڅکي دتياروکې
اودشمې رڼاڅنګه
کړم بدله په ایروکې
غني خان
واګنر ویلي و:
که ابدي ژوندمولرلای،نوهنرته اړتيانه وه.
زه داګڼم ،چې دهنرلويه موضوع داده،چې مرګ اسانه کړي،چې په تېرژوندکې دژوندتېرولوزمينه مساعده کړي اومحرومیتونه دامیدپه ذریعه چرته ژوندي کړي.مرګ هم ژوندو سرونو ته محرومیت ښکاري،نوځکه رانه یوې مسئلې ته اشاره کیږي:
په پاک قران کې راځي:
خلق الارواح قبل الاجساد
ژباړه:اوروحونه پېداشوي و،ترجسدونودمخه.
داهم مالومه ده ،چې له ټولو نه پوښتنه شوې :
الست بربکم
ژباړه: ايازه ستاسوخدای نه یم
زموږدټولوروحونوپه یوه غږویلي :
قالوبلا
ژباړه:هوته زمونږخدای یې.
صوفیای کرام وايي،کله چې انسان دمطلق ذات اوحسن مطلق ننداره کړې،نوله هماغې ورځې دهرڅه باوجود دیوه خفي محرومیت احساس کوي.یوه لټون په مخه کړی دی اویوه نامالوم عشق یې اندامونه په اور او اور په اندامونولړلی دی .ژوندپه شعوري اوغېرشعوري ډول دهماغه محرومیت جبران دی.مرګ نه منل هماغه تنده ده اوچې سترګې غړیږي ،غړیږي نو:
په جومات کې رانه ورک شو
په کعبه کې مې ونه موند
خدای مې زړه کې راپېداشو
چې مې مخ کړودیارښکل
غني خان
په درمسال کې مې سرکوزکه بیاجومات ته لاړم
دې سپینو،سپینومحلاتوکې تیارې پاتې وې
اجمل خټک بابا
زه خومېخانه خدایږوسکه دجومات خورګڼم
کاروان صېب
دموسی پېغمبر په ذات کې هم پخوانۍ تندې ګرمي اوتلوسه پېداکړه اودهماغه محرومیت دجبران لپاره یې غوښتنه وکړه.:خوپه طورکې یوه غږانګازې وکړې ،وایې ورېدل:
لن تراني!
نیټشې ویلي و: «که اطمینان اوسکون غواړې ،نوعقیده وساته »غني چې ځان اوحواس راغونډکړي ،نودرحمان باباپه شان ددهر غم له لته ورکړي ،دنیټشې خبره واوري او ووايي:
يوه لپه ترېنه واخله
ډک درياب دنوربهيږي
داته ولې په ژړايې
چې پیاله يم درياب نه یم
ټول جهان له نوره ډک دی
ګله ځان له نوره ډک کړه
داته ولې په سلګويې
چې سپوږمۍ اوافتاب نه يم
په يوګوټ کې دريابونه
دي ځای کړي فقيرانو
دلېلاپه يونظرسپور
مجنون تلی تررحمانه
غني علیه رحمه
له تیارونه منډې په حقیقت کې دتیاروخواته منډې دي،له هوش نه منډې په حقیقت کې دخپل هوش خواته منډي دي،له ځانه منډې په حقیقت کې دځان خواته منډې دي،له عدم نه منډې په حقیقت کې دنشت اوعدم خواته منډې دي اوبلاخره له ژوندنه منډه دژوندخواته منډه ده:
…اودلېونيانونيکه فرمايي:
زه لېونی يم لېونی په ریښتیا
دمرګ په سترګوکې ژوندون ګورمه
اوله خودنه فراري انسان،چې ځان په اینوکې وګوري،نولکه چې ځان ته وايي:
جانانه بس دی دا
چې شته دی خېشت په دنیا
دعقل تورځنګل کې
نشته ګلاب نه رڼا
ستادزرهاسوالونو
رنګين ځواب زه يم
چې به ستامستۍ جوړکه
هغه ګلاب زه يم
دولې ولې جهان
دلاجواب سوالونه
بس درب شکرکوه
اوښکلوه ګلونه
جانانه کۍ ځوانۍ کې
خونددمستۍ اورونه
دې فلسفوله شته دي
داباقي ټول عمرونه
راشه دې سروشونډوکې
سوزاوسازونه دي
عجب رنګين خوماريې
دژوندرازونه دي
غني خان
په خېرالبیان کې راځي:
-مرګ به ورشي وسړي وته ننګهان(ناګهان)نشته دسړي په دنیاکې تل دتله مقام-نه ده زماخوښي چې بدبېهوده په زوره وايي ادميان.
-مرګ به ورشي وسړي وته ننګهان-نشته دسړي په دنياکې تل دتله مقام-اوبايزيد!ووايه چې مرګ دې ډېریادوي ادميان اويادوي دې عذاب دځنکدن چې روح به يې ووځي له تنه دادميان.
-مرګ به ورشي وسړي وته ننګهان-نشته دسړي په دنیاکې تل دتله مقام-ترويې راوباسم په خپل قدرت دمورله نسه-ترويې ژغورم په حالت چې رووتی،خوړونی،هلکی،پېغلکۍ،تورږيری،چې زوړ وي ياځوان-هسې بدل کړم په خپل قدرت حال دادمیان.
-مرګ به ورشي وسړي وته ننګهان –نشته دسړي په دنياکې تل دتله مقام-يايې وژنم دی په هرحال کښې په خپل فرمان-په تادې وي اعلام.
-مرګ به ورشي وسړي وته ننګهان-نشته دسړي په دنیاکې تل دتله مقام-ګوره!هسې ورانيږي دهرې زمانې ادميان-لکه وران شودوړاندينۍ زمانې کسان.
سړی،چې ټولې لارې وګوري،نوستړی شي،له ځانه سره وګوڼیږي اودبدهاخبره تکرارکړي:
(انسان نه شي کولای،چې دموجوداتودله منځه تلومخه ونیسي،نويواځينۍ دفرارلاره داده،چې له دغې وېرې نه ځان بې نیازه کړي).
نوچې داسې ده،نومونږمجبوره يو،چې له ځانه فراروکړو.اپراسيوناليزم(ضدعقلیت)وايي ،په خودانسان به ترنوروهغوډېرزوريږي،هغوئ وايي،چې عقل دهغې ډېوې په شان دی،چې په يوه دښته کې بې مانااوبې مطلبه سوزي اوددې تتې ډېوې رڼاټولې دشتې ته نه رسيږي.عقل له ډېوې سره تشبيه شو،چې لاره روښانه کوي،دایې هم ووېل،چې سوزي يانې محوه کيږي اومحوه کېدل يې ځکه عبس دي،چې ټولې دشتې ته يې رڼانه رسيږي.
اودسکپتيسیزم دفلسفې پېروان وايي:
د سکون یواځینۍ لاره داده،چې خپل فکراوخپل ځان راغونډکړواوهرڅه چې څنګه دي هماغه شان يې ومنو.په توره شپه کې دتورې تیږې له پاسه دتورمېږي ماغزه نه ليدلی کيږي.
دهشنغرله خاوروپېدااوپه هماغوخاوروخاورې شوی غني،چې دلېونتوب هنګامه يې په شپږوخواووخپره شوې فرمايي:
که د ژوند مطلب بل نشته
بس ژړل او سوزېدل دي
دا خپل هوش په بېرته واخله
دا خپل جوش په بېرته واخله
نوښه به نه لګي؟
(لېونوکاشکې مرګی نه وای)
نوچې داسې ده:
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
يا!
هوووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووو!
قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
ای د کفر زو په دا لیکنه
ډیر مغز دی پری خراب کړی او لیکنه دی ښکلی کړي ده
واه واه