یوه قدرمن لوستونکې لیکلي دي چې څلور کلنه لور ېې مزمنه تبه لري له زیږیدا یو کاله وروسته ېې سخته تبه کړې او په معایناتو کې ېې هیڅ هم نه دي موندلي اوس هم په جون او جولاي کې له تبې په تکلیف وي او چې یخ ځآي پیدا کړي نو هلته ځان واچوي تر دې وړاندې چې پوښتنه ځواب کړم یادونه کوم چې کله مې دغه پوښتنه  مې ولوستله سترګې مې له اوښکو ډکې شوې نن سبا ښايي په نړۍ کې کم ماشومان وي چې څلور کاله ېې له تبې سره ژوند کړی وي له دې پرته چې تشخیص ېې وشي  دا ډیره سخته نه ده چې د  تبې علت پيدا نه شي دلته دوه مسلې باید له یو بله بیلې کړو یو دا چې په هیواد کې د طبي اسانتیاوو نه شتون او بله د خلکو دعامه پوهاي کموالی  ددې سبب کیږي چې ماشومان مو په وړو او اسانه ناروغیو خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا په کلونو تبه تیره کړي په هر حال خداي دې وکړي طبي اسانتیاوې په هیواد کې دې حد ته ورسیږي چې حد اقل ماشومان مو په کلونو تبه ونه لري.

زموږ په ټولنه کې خلک تبه د اټکل په اساس معلوموي یوازې وايي مړه تبه ېې ده ، سخته تبه ېې وه ، او یا سړه لرې تبه کوي دا ډیره اسانه او ارزانه ده چې په کور کې یو ترمامتر ولرو او په دې ځان پوه کړو چې کله سړی تبه لري او کله ېې نه لري او یا دا چې د تبې اندازه ېې څومره ده د مثال په توګه دغه قدرمن ورور هم لیکلي لور ېې تبه لري خو نه ېې لیکلي څو درجې تبه کوي اوس په ټوله نړۍ کې عام خلک په دې پوهیږي چې څنګه خپله تبه اندازه کړي نو غوره ده لومړی دا زده کړئ چې څنګه تبه اندازه کیږي تر هغه چې په مستند ډول پوه نه شئ چې ناروغ څومره تبه لري هیڅ وخت تاسو نه شئ ویلی چې ناروغ تبه لري که نه.

ټول پوهیږو چې تبه د یوې ناروغۍ نښه ده کله چې د بدن د تودوخې درجه له طبیعي اندازې لوړه شي نو وایو چې سړی تبه لري زموږ مازغو کې یوه برخه ده چې هیپو تلاموس بلل کیږي په دې برخه کې یو مرکز دی چې د بدن د تودوخې درجه کنټرولوي او دغه اندازه تل باید ۳۶ او ۳۷ سانټي ګراد وي کله چې بدن ته میکروب داخل شي او یا کومه بله ستونزه پيدا شي د بدن تودوخه د بیلابیلو کیماوي پروسو په نتیجه کې لوړیږي د تودوخې دغه لوړیدا په حقیقت کې مرسته کوي چې بدن دفاعي حالت غوره کړي او یو منظم سیستم فعاله شي او د میکروب یا بل عامل په خلاف مقابله پیلوي.

د انسان بدن له ۴۲ درجې د زیاتې تبې توان نه لري خو له طبي نظره موږ څو ډوله تبي لرو چې لنډه اشاره ورته کوم په طبي اصطلاحاتو ډیر نه تم کیږم ځکه چې تاسو ته ېې ګټه نه رسیږي خو یوازې ددې لپاره چې پوه شئ تبه څه شی ده ا وڅو ډوله ده لنډه یادونه ېې کوم:

لومړی انټرمیټند تبه (Intermittent) هغه تبه ده چې د بدن تودوخه نا ببره پورته شي دې تبې ته سپټیک تبه هم وايي.

ثابته تبه ( Sustained Fever) هغه تبه ده چې په ۲۴ ساعتونو کې بدلون نه کوي او ممکن ډیر کم تغییر وکړي

بله ( Remittent Fever) تبه ده چې په ۲۴ ساعتونو کې ۰،۲ درجې تغییر کوي

راجعه با بیا راګرځیدونکې تبه ( Relapsing Fever) چې د څور ورځو په واټن کې پیدا کیداي شي او یو خاص نظم لري د مثال په توګه په درې ، درې ورځو کې یو ځل او یا په پنځو پنځو ورځو کې یو ځل د ملاریا تبه په دې ډول کې راځي.

دوه پړاویزه تبه (Biphasic Fever) د تبې دوه مشخص پړاونه وي چې په منځ کې ېې تبه نه وي د ماشومان د ګوزڼ یا پولیو تبه له همدې ډوله وي

او با الاخره پریوډیکه تبه ده چې په خاصو پړاونو کې رامنځتنه کیږي.

کله چې ماشوم او یا لویان تبه کوي حتماً باید یو دلیل موجود وي که ېې منشا نه معلومیږي دا په تشخیص کې نیمګړتیا ده تبه حتماً یو علت لري او ډیر زیات علتونه او یا ناروغۍ شته چې تبه پيدا کوي د ټولو یادول اړین نه بولم خو دهغو یادونه کوم چې ممکن په وطن کې ېې تشخیص سخت وي او حتماً ېې له خپل ډاکټر سره مطرح کړئ چې فکر پرې وکړي دا چې څه ډول دوینې معاینې مو کړي او کومو نورو ته اړتیا شته زه په دې هکله څه نه شم ویلی خو دغه لیست ممکنه مرسته وکړي او د تبې منشاٌ پیدا کړي:

میکروبي ناروغۍ،باکتریاوې، د دفاعي سیسټم ستونزې، د بدن په داخلي برخو کې دانې د مثال په توګه په ستونې ، سینوزونو ، او یا بله هره برخه کې چې لیدل ېې سخت وي ، په ځیګر، پښتورګو، ماغزو هډوکو او بله هره برخه کې د باکتریاوو موجودیت له نظره پټ پاتې کیږي او که ښه دقت ونه شي او یا معاینات دقیق نه وي تشخیص ېې نه شي کیداي، د غاښونو او ووریو ستنونزې او التهاب په تیره بیا د غاښونو اپسې مزمنه تبه پيدا کولی شي، د مثانې پړسوب او التهاب، د زړه د شاخوا پردې التهاب یا اینډو کارډیټس، دزړه نورې ناروۍ، بروسیلوزس یو ډول ناروغي ده چې له حیواناتو انسان ته انتقالیږي او ناروغ مړه تبه پيدا کوي دغه ټسټ باید ترسره شي او درملنه ېې هم وخت غواړي، سل یا توبرکولوز هم نرۍ او مړه تبه پیدا کوي، د هډوکو یو ډول ناروغي چې اوستیو میالیټ هم بلل کیږي تبه پیدا کولی شي خو باید تشخیص او درملنه ېې وشي، مزمنه محرقه یا تایفیاډ او پارا ټایفایډ ناروغي، د تایروید د غدې التهاب یا ددې غدې ډیر او کم کار ممکن مړه تبه پيدا کړي نه پوهیږم د دې غدې ټسټ افغانستان کې شونی دی که نه ، یو ډول ویروسي ناروغي چې مونو نوکلیوزس بلل کیږي، مزمن هیپاټیټ یا د ځیګر پړسوب هم ممکن دغه ستونزه پيدا کړي، ملاریا، توکسو پلازموسس، د کولمو یو ډول پرازیت چې امیب ېې بولي هم مړه تبه پيدا کوي، بیلابیل د وینې سرطانونه ، د لمفاوي غدو پړسوب او د لمفاوي غدو یو ډول سرطان ، د پانقراس پړسوب او سرطان او په لسګونو نورې دغسې ناروغۍ شته چې تبه پیدا کولی شي .

که دغه لیسټ څومره اوږد کړم ګټه نه لري خو زما مشوره تاسو ته دا ده چې لطفا پوره معاینات ېې وکړئ او ځان تشخیص ته ورسوي له دې پرته هیڅ شی ورسره مرسته نه شي کولی هیله ده له اقتصادي پلوه ددې توان ولرئ چې ټول معاینات ېې وکړئ او ځان تشخیص ته ورسوئ.

بل ځل به د نس د پرازیتونو په هکله مکمل معلومات درکړم

One thought on “مزمنه تبه / ډاکټر سباوون”

ځواب ورکول رحمت الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *