سید اصغر هاشمي

په یوې ټولنې کې د خلکو تر منځ مساویانه حقوق د دې لامل کېږي، چې ټول په خوشحاله سره ژوند وکړي او له ژونده خوند واخلي.

د اسلام په اجتماعي اصولو کې یو مهم اصل مساوات دی، ځکه یې عرب او عجم، تور او سپین برابر ګڼلي او انساني کرامت یې هر بني ادم لپاره یو شان منلی دی.

څه شی چې په دغه کرامت کې زیاتوالی راولي، هغه تقوی ده او بس.

د اسلام لوی رهبر حضرت محمد(ص) دوه ځله په سوره کهف او بل ځل په سورت فصلت کې د الله تعالی له لورې مامور شوی چې خلکوته ووایي:

ژباړه: زه هر ګوره ستاسې غوندې بشر یم چې وحې راته راځي.

یعنې بې له دې نه چې د الهي د وحې په وسیله مې معرفي نصیب کېږي، نور نو ستاسې غوندې یو بشر یم او له تاسو نه امتیاز نه لرم.

حضرت عمر فاروق (رض) د اسلام دویم خلیفه چې په اسلامي سنتو ډېر ټينګ و، د مساوات رعایت یې په ډېر اهتمام کاوه.

یوه ورځ چې دی په مکه کې ګرځېده، ویې لیدل چې خدمتګاران ولاړ دي او سرداران په ډوډۍ ناست دي، په ډېر قهر یې سردارانو ته وویل: څه وجه ده، چې ځانونه له خپلو خدمتګارانو نه غوره ګڼئ او سمدلاسه یې خدمتګاران له سردارانو سره په ډوډۍ کښینول.

الفت صاحب وایي:  (په ژوند کې یو معتدل حالت ډېر ښه دی او ښه ژوند هماغه دی، چې اعتدال پکې وي، یعنې نه ظالم وي او نه مظلوم، نه د چا بادار وي او نه یې څوک بادار وي. هو! اجتماعي عدالت تل د ژوند لپاره ډېر اړین دی، د ژوند ساتنه، د ژوند وده او د ژوند خوشحالي په همدغسې معتدله هوا کې امکان پیداکوي. چېرته چې عدالت او عدل نه وي هلته ژوند خوښ او ښاغلی نه وي او په دغسې ځای کې ژوند ډېر لوی عذاب دی.)

دلته په هېڅ ډول مساوات او برابري نشته.

ځینې کسان د ډېرو ښوښو خوراکونو پر اساس د وینې فشار لري، ورځ تر بلې یې وزن په ډېرېدو دی او هره ورځ  ډاکتر ته د معاینې  لپاره روان وي او بل بیچاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او ورځ تر بلې یې وینه په بدن کې کمېږي. د دې خوار او غریب  حق هغه مالدار خوړلی، چې هره ورځ په تکلیف کې دی.

په یوې ټولنې کې افراط او تفریط  داسې عوامل زېږوي، چې د ټولو لپاره بد عواقب لري.

یو شاعر وایي:

که افراط دی که تفریط یود بل سر خوري

هر یو بل ته قبرکن د بل اجل دی

د چا په سلهاوو مزدوران دي او بل پخپله مزدور دی، تر څو چې د بادار اومزدور نومونه له منځه ولاړ نه شي، مساوات به رامنځ ته نشي.

د مالدارو اولادونه په یورپ کې درس وایي او د غریب او بیچاره اولادونه پر سرکونو کاغذونه ټولوي، ناپوه مالدار ته لوړې لوړې وظیفي شته او پوه بیچاره د وظیفي  پسې سرګردانه ګرځي، ډېر مشران مو په خارج کې لوړې لوړې ماڼۍ لري او ډېر بیچاره مو په خیمو کې ژوند کوي.

یو عالم وایي: (په یو هیواد کې تر هغې مساوات نه شي راتلای، تر څو چې د باداري تغر نه وي ټول شوی.)

دلته دمساوات پر نامه هېځ نشته او د فیوډالي نظام وزرې خورې شوي دي او هر مالداره دغریب او بیچاره حق خوړلی او لوړمقام ته یې ځان رسولی دی.

2 thoughts on “مساوات/ سید اصغرهاشمي”
  1. Salamonh;
    Arwashaad Meywandwall kho d Masavaat pa noom 1 gond jorr kirry wo che dderiy social-demokaratan( d`Alman d Willy-Brandt ghonde); magar gharb aw cshemal eist`emar prena shodil.
    Os de Jahadi mashran & kishran khpil saronah grevano ki kata krry che aya 1% ham d`Hz. Mohammed(s.A.a.v.s.) aw Hz. O`mer( r.A.t.a) per naqsh-e qadam tllily?. Afsus.

  2. مساوات هغه وخت منځته راځي چې انسان قناعت ولري؛ قناعت چې نه وو نو د ټولنې نه دځناورو ځنګل جوړ شي۰
    قناعت
    نه په تمه دماڼۍ یم نه دنیا اونه ثروت »»» نه په هیله داوجونو دکرسۍ او نه دولـــت
    دنــن غــم او دســبا پــروا مې نـشـتـه »»» نه مې ډارشته چې مې وران شي عمارت
    ددرویش او دپردیـس په ژوندانه کې »»» ټیټې، لوړې لري ډیرې ما پې کړئ قناعت
    خیال مې نشته د جهان شانو شوکت ته »»»هغه رسي چې الله مې دئ لیکلئ په قسمت
    څه به کړمه هغه ګنج چې وي رنګ شوئ»»» دافــغـــان ولـــس دویـنـــو پـه شــربت
    دفـــریادوــ نـــاروږغ اوریــده نــشــي »»» دومــــره لـوړدي نـن بــــازار د جــنـایت

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *