ښاغلی احمدزی د کرنې په برخه کې ستاسو هغو پوښتنو ته ځواب وايي چې مخکې مو د تاند له لارې وڅخه کړي وې

6 thoughts on “مسعود احمدزی ستاسو پوښتنو ته ځواب وايي”
  1. احمدزی صاحب خدای تعالي دې اجرونه او ثوابونه درکړي. ډېر متخصص افغانان لرو خو صرف د ځان په غم کې دي.
    اورېدلي مي دي چې اروپایان سره بجڼ، توربانجڼ او نورو ترکاري جاتو بوټو ته لرګي ایږدي چي مېوه یې په خاورو خوسا نه شي. تاسو چې په یوروپ کي اوسئ. دا کار څومره حاصل زیاتولی شي او ایا کومه نمونه یې هم د ویدیو د لارې نه ښودلی شئ چې په څه شکل لرګی ورته کيښ،دل شي
    ډېره زیاته مننه
    نعماني

  2. احمدزی صاحب سلامونه ګد مفیدو معلوماتو نه دې یو جهان مننه. خدای دې عوضونه درکړي.

  3. احمد زي صاحب ډير خوشحاله شوم چي د كرهڼي په باره كي سوالونه ځواب كوي هيله كوم چي ادامه وركړى تر څو همسلكان ورڅخه په ورځنيو چارو كي ګټه پورته كړي
    زما يوه پوښتنه د ه هغه داسي چي د ځنګلي نيالګيو قوريه په څه ډول سره جوړه شي يعني كه د جلغوزه مورفان ناجو نګرا شينګ بيد روسي اكاسي او داسي نورو ځنګلي نيالګيو د قوريي جوړول او په كيلو ګرام كي د تخم اندازه راته وښاياست ډيره مهرباني به مو وي خداي د ډير عمر دركړي امين وسلام
    محمد نبي احمد زي

  4. Salammoona au neke hile.
    tar tolo muhem talim,tajruba au afghani mili ehsas dai.Ka wali saheb da ahsaas walaree no der kha . ka na yelaree no poo kar na dai,,,,,Dranawai

  5. د خوګو تبصرو نه مو مننه
    لومړی د نعمان ورو سوال ته راځم
    د لرګو ایشودل بوټوته او یا په تار باندی تلړ هغو بوټوته چی په خپل توان سره نشی دریدلی، ډیر مهم ده. لومړی دحاصل نه خرابیدل (په ځمکه کی د مرخیړو سپورونه دی او میوه په مرض باندی اخته کیږی) دویم د بوټی او میوی زر اوچیدل کله چی لانده شی(دلته هم کیدیشی چی مرض واخلی)، د میوی یا ترکاری هری خوانه لمر ورته راتلی شی او شه پخیګی. بل ډیر مهم چی د کار کولو پروسه دیره شه مخته زی. لکه د میوی را ټولول یا ښاخ بوری کول….
    نبی احمدزی صاحب که تاسی د ځنګلو قوریه جوړوی نو الله مو کامیابه لره ډیر لوی خدمت به وی.
    د ستاسو سوال پراخ تشریحات غواړی. خو ډیره لنډ
    لمړی د بازار په هکله معلموتا را ټولول مهم ده . خو په افغانستان ځنګلونه تقریبآ په نشت حساب دی.
    بیانو شه اخلاق حوصله او پشتکار هم ده.
    خو ټوله نه ډیره ډیره مهمه خبر چی له ډیر کمی اندازی، او ساده بوټو څخه پیل کړه.
    ستنیی لرونکی ونی لږ څه سختی وی. بیا هم ستاسو خوشه او توان.
    د تولید طریقه باید معلومه شی. او همغه مواد او سامان ورته پیداشی او حسابی و شی.
    د موادومص ف لکه. اوبه خاوره،ریګ (باید بوره اره ورسره ګډکړی) د پلاستیکی ګلدانی ،سره، تیلو، بریښنا،د اعلا ناتو او د کارګر مصرف او داسی نور ورته مخکی لمخکی په بودیجه کښی ورته څای ورکړی شه به وی.
    خو په وطن کشی ډیر توکلی کار کیږی.
    بیا د خپلی بودیجی سره سم یو ټوته ځمکه چی شه موقیعت ولری پیدا کول. (بازارته یا مشتریانوته لاس رسی ولری). کنه نولری بازارته لیږد به مصرف ولری او بوټی دی هم د فشار لاندی راځی.
    شه به وی چی ځمکه دی په دره کی نوی. ځکه په دروکی په عمومی صورت د شپی لخوا سړه هوا را کښته کیږی. ګرچی افغانستان ټول دری دری ده….
    تولید په وړو ټیوپونو(پلاستیکی پاکټوکی) یا وړو ګلدانوکی یا دځمکی په سر مستقمآ وی نو باید مخکی ورته فکروشی(هریوی شه والی او بدوالی لری او دی خپل توان سره حرکت وکړه). او که په ځمکه باندی تولید کوی خو شه به داوی چی د ځمکی پ چ معلوم کړی، شوره ده او کنه. او حتی د ځمکی مهم منرالونه هم معلوم کړی. بیا ورسته ورته د کوډ اندازه ورته معلومولی شی. خو دځمکی شوره په عمومی توګه هره هفته باید معلومه شی. هغه بوټی کره چی خاوری سره دی صدق کوی..
    اوبه هم باید معلوم شی چی شوره ده کنه…
    باید د پټو سر شمال او پښی دجنوب په استقامت پرتی وی.
    دنوی نهال ګیو تولید باید د یوه شنه او یا سپین بخونه پردی یا جالی لاندی وشی.(په لومړی کال کی د لمر تیزو وړانګو نه وستاتل شی) خو پسته دی په تدریج سره تیز لمرسره عادت شی.
    شه بوی چی یوه خاصه شیشه خونی یا پلاستیکی تونل ورته جوړشی چی هلته حرارت کنترول شی . خو مهمه نده.
    څو کلنی یو بوټی باید خرڅشی…. که امکان ولری نو د ریښو پریکول تر یو حده پوری چی بوټی د مینځه لاړ نشی وشی .څکه ریښی دیر قوی راځی. بهتره به وی چی بوټی دو کلنشی باینو ریشی دی پری شی..
    مارکیټنګ یا شه بازار مونده ، او یا اعلا نات دیرموثر وی. ټولو خلکوسره پ سړه سینه خبری کوه او مشوره ورکوه. معلومات دی زیاتوه. هر مهم معلومات او تجربه دی لیکه. حتمآ بل کال ته په درد وخوری. کنه نو درڅه ګډوډیږی.
    بوټوته دی لیبل کیږده چی خلک ولولی او بوشی څی د بوټی نوم څه ده ،کله تولید شوی او څنګه باید ورسره چلند وشی
    تخمونه په کیلو ګرام کی. د تخمونو انواع ډیردی. خو بو څو دانی چه مونږ او تاسو ته مهم دی.
    Pinus nigra about 4500070- seed per kg. 85-98 % کاج نګرا. خاک ریګی و کلسیم دار
    Pinus wallichiana19000 pr kg. 82% نشتر فیصدی نمو
    Pinus gerardiana 3000-4000 جلغوره یا چهل غوره
    Ceder deodara 7-8000 سدر
    Robinia pseudoacacia 45000 عکاسی
    Cercis siliquastrum 30-45000 60-80% ارغوان
    Fraxinus excelsior 8600-13000 اش یا شنګ
    Ailanthus Glandulosa about 27000 بید روسی
    Puica granatum 58800 60% انار
    Juniperus communis over 70000 سرب کوهی
    Pistacia atlantica 8000 پسته اطلسی

ځواب ورکول نعمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *