تاند- د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر خاص استازي د جمعیت ګوند قوماندانانو ته وویل چې د سولې پروسې ته انتظار ونه کړي.

احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ورځ په تالقان ښار کې د تخار ولایت پخوانیو قوماندانانو ته په وینا کې وویل، طالبان به په راتلونکي پسرلي کې د تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو د نیولو لپاره پراخې حملې وکړي نو د هغوی د حملو د شنډولو لپاره تیاري ونیسي او دې ته تمه ونه لري چې سوله به کېږي.

مسعود خبرداری ورکړ چې که سیمه ییز قوماناندان او مجاهدین بشپړې جګړې ته تیاري ونه نیسي، د شمال ختیځ درې ولایتونه به د طالبانو لاس ته ورشي.

ده د سولې د بهیر په اړه وویل، دا پروسه پیل شوې خو اوږده او دوامداره پروسه ده.

احمدضیا مسعود زیاته کړه، تر څو چې د افغانستان په مسله کې ښکېل هیوادونه د تروریستي ډلو په وسیله د ګټو د ترلاسه کولو په فکر کوې وي، سوله نه شي راتلای.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په درېمه څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو نېټه اعلان شي.

ویل شوي چې ممکن له طالبانو سره د افغانستان د حکومت مخامخ خبرې په شپږو میاشتو کې وشي. د دې معنا دا ده چې راتلونکی پسرلی او دوبی به د تېر کال په شان خونړی وي.

طالبانو په تېر جنګي فصل کې د بدخشان، تخار او کندوز د نیولو هڅې وکړې. کندوز یې د څه مودې لپاره ونیوه او لا هم د دغه ولایت یو شمېر سیمې یې په کنټرول کې دي.

8 thoughts on “مسعود پخوانیو قوماندانانو ته وویل، د سولې لار اوږده ده جګړې ته تیاري ونیسئ”
  1. مسعود ته دی اووییل سي چه؛
    تاسو پخوانی اوسپنی یاستی په رنگ کولو اصلي حالت ته نسی راگرزیدلای،طالبان تر تاسو زر واره بهتره دي،
    د پردیو مزدوران ندي

  2. او وروره دا خو د ښي حکومت دارۍ تخت یې په ولکه کې دی نو د جنګ قومندان خو نه دی دا شړېدلۍ او دروري حکومت د جوړ کړي. حکومت داری خوب برای جور و چپاول خوب. راشه ماما زوی د لیونۍ دی.

  3. دآفغانستان نجيب اولس دي په دې ښه پوه وي چه سوله نه يوازي په طالبانو اوپاکستان پوري آړه لري په داخل ددولت کي داسي عناصر وجود لري چه سوله نه غواړيدوئ خپله بقاه په جنګ کي ويني دخارجي استخباراتو سره ارتباط لري .خارجان هم طالبان تمويلوي هم په داخل ددولت کي وجود لري تمويل او حمايه کوي ئې تر منځ دآفغانستان مظلوم ولس هره ورځ قرباني ورکوې.
    دا محترم چه داخبره کوي دئ حقيقت وائې ځکه ده ته خارجي استخباراتو دستور ورکړئدئ
    اوبله مهمه دا چه دئ دجمعت ولنډغرو ته وائې او اوس آفغانستان قانوني نظامي قطعات لري دامنحوسه طايفه ئې هم پر ميخ وهي هم پر نال هم په حکومت کي دي او هم دحکومت دريښو په ايستلو کي تپ اوتلاش کوي .همدا طايفه ده چه دطالب سازي فافريکه ئې جوړه کړيده او خارجان ئې مالي کومک کوي.
    دا منحوسه طايفه دآفغانستان بې ګناه خلګ په توپونو آلوزوي مالونه ئې چور خلګ مجبوروي چه دخپل مال او ناموس په خاطر دطالبانو سره يوځائ سي او ددې نظام پر ضد وجنګيږي جنګ ادامه پيدا او دوئ وخپل حکومت ته ادامه ورکړي په نتجه کي ډالرونه نور ثروت او دارائ ددې هيواده څخه د ډوبئ په بانکو کي ذخيره او هيواد دبربادئ وخواته کش کړي .زه په جرئت ويلائ سم چه داجمعت تر طالبانو ډير وپاکستان ته نژدې او تر طالب ډير خدمت وپاکستان او نورو خارجې استخباراتو ته کوي .خلګو ته پکارده چه ددې خلګو پرضد جدي برخورد وکړي .

ځواب ورکول Mujeeb Rahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *