فضل هادي مسلمیار

تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: مشرانو جرګې پاکستان ته د اوربند د مشورې لپاره د طالب پلاوي په تګ نیوکه کړې او وايي، طالبان له خپلو مشرانو څخه د اوربند د احازې اخیستلو لپاره نه بلکې له آی ایس آی څخه د اجازې اخیستلو لپاره پاکستان ته تللي دي.

 څو ورځې وړاندې د قطر دفتر د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته له خپلو مشرانو سره د اوربند په اړه سلا مشورې ته استولی او ویل کېږي چې له دغه پلاوي سره یې رهبرۍ له ۳ تر ۵ ورځو پورې د اوربند په اړه سلا کړې ده.

خو نن د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، له طالبانو د پاکستان ملاتړ روښانه دی او دا ډله استقلالیت نه لري.

ښاغلي مسلمیار وویل، تر څو د پاکستان استخبارات طالبانو ته اجازه ور نه کړي، دا ډله د اوربند صلاحیت نه لري.

 ښاغلي مسلمیار همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو په پیل هم ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هغو چې افغانان په خپلو کې مشکلات حل نه کړي، امریکا او نور هېوادونه یې نه حلوي.

 د مشرانو جرګې مشر پر امریکا غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي تر څو افغانان او او د  افغانستان دولت وکولی شي یو دایمي اوربند ته ورسېږي: (( له طالبانو سره د امریکایانو یو طرفه اوربند د افغانستان مشکل نه شي حلولی، یو طرفه اوربند له یو فریب پرته بل شی نه شي کېدای.))

 دا په داسې حال کې ده چې تاند ته د مؤثقو سرچینو لخوا د رسېدلیو معلوماتو له مخې طالب پلاوی بیرته قطر ته ستون شوی او له ۳ تر ۵ ورځو پورې د نا اعلان شوی اوربند اجازه یې ترلاسه کړې ده.

خو ولیدل شي چې په راتلونکو څو ورځو کې څه پېښېږي، ځکه په رسمي ډول د طالب سرچینو لخوا دا خبره نه ده تایید شوې.

2 thoughts on “مسلمیار: طالبان د آی ایس آی له اجازې پرته د اوربند اجازه نه لري”
  1. تالیبان دآی اس آی تالی څټی اونوکران دی دغه ډله آی اس ای جوړه کړی چی افغانستان تل نیمځواکه او تړلی وساتی
    او اقتصادی یی تل په پآکستان پوری تړلی وي
    نو تالیب دپنجاب سپی دی کله هم پری اعتماد او باور مه کوئ

  2. د مسلمیار صاحب خبره ۱۰۰٪ حقیقت ده، خو نیمګړې ده. خیردی زه به یې لږشانته تکمیله کړم، دی وطن په خدمت کې ډير مصروف دی وخت به یې نلرلو. اعوذ باالله من سیاف رجیم. بسم الله الرحمن رحیم. و اما بعد: طالبانو دا کار له پخوانیو اشرارو د آی ایس آی له زړو ټازیانو زده کړی. د آی ایس آی د غلامۍ بنسټ د اشرارو تنظیمونو ایښی دی. یووخت یو روسي پوځي هم افغانستان کې پاته نه وه، د مسلمیار رهبراو د عربي تروریزم دلال ابوسیاف ډاکتر نجیب مرتد باله او د آی ایس آی له غوجلې به یې داسې غږ رایسته: نجیب مرتد دی، د کابل ګوډآګي رژیم سره هرډول خبرې او سوله حرامه ده او مونږ به د دغه مزدور رژیم ترنابودۍ خپل مقدس جهاد (عربي وحشت) ته ادامه ورکوو… اوظاهرشاه هم د روسانو سړی دی، که غواړي افغانستان ته راشي باید سترګې تورې کي لکه پسه غوندې به یې قرباني کړو

    بلاخره د هماغه پنجابي جهاد په نتیجه کې تنها د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ نشوبلکه ټول افغانستان سقوط وکړ ټول افغانستان لیلام شو، تاریخ و جغرافیه دواړه برباد شول ۱۰۰ کلن ملي تهدابونه خاورې شول…. اوس هم که طالیب د آی ایس آی سپیتوب پرینږدي د هماغه تاریخي جنایت تکرار ویره شته

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *