دا ليکنه په دانش فرهنګي مرکز- لغمان کې د ښاغلي داوود جنبش د وياړغونډې لپاره ليکل شوې وه، او په اوربند مجله کې چاپ شوې ده.

د یو ښه او بریالي ژورنالیست لپاره د نورو ځانګړنو تر څنګ یوه دا هم ده، چې داسې سرچینو ته لاسرسی ولري چې نور یې په اسانۍ سره نه شي پیدا کولای، باصلاحیته سرچینې داسې څه ورته ووايي چې نورو ته یې نه وايي.

له سرچینې سره د دې ډول یوې رابطې جوړول، هغوی پر دې قانع کول چې باور وکړي، او د لومړي لاس مالومات شریک کړي، د ژورنالیست په خاص مهارت او له خپل مسلک سره تر ژمنتیا پورې تړلې دي.

ښاغلی ډاکټر داود جنبش، یو بریالی، باتجربه او په اصطلاح سیلیبریټي ژورنالیست دی، زما لپاره د ژورنالیزم د یوه زده کوونکي په توګه دا ډېره په زړه پورې ده، چې ښاغلي جنبش یوه داسې سیاسي مشر ته د خپل مسلک له لارې لاسرسی درلود چې یوازې څو د ګوتو په شمېر ژورنالیستانو او آن د هغه نژدې کسانو درلود.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر یادوم، نوموړی کېدای شي د رسنیو په دور کې د نړۍ یوازنی متنازعه چارواکی و، چې یوازې یې دوه درې عکسونه او یو څو مرکې پاتې دي، چې په هغو کې یې هم مهمې هغې له ښاغلي جنش سره کړې دي.
دا به کېدای شي ډېرو خلکو ته عادي خبره وي، خو تاسو ته هغه وخت دا یوه لویه بریا مالومیږي چې کله د څو شېبو لپاره د یو ژورنالیست په توګه فکر وکړئ.

زما د دې مرکو او رابطې له سیاسي اړخ سره کار نشته، دلته دا مهمه ده چې ښاغلی جنبش څنګه پر دې توانېدلی و، چې داسې یو مشر چې له هیچا او هیڅ رسنۍ سره په اسانۍ خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي، پر دې قانع کړي چې وخت پر وخت یوازې له ده سره مرکې او خبرو کولو ته هو ووايي.

په ۲۰۰۱ کې، چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان بریدونه پیل کړل، له ملاعمر سره د ښاغلي جنبش مرکه، د دې تاریخي، نړۍ بدلوونکي او حساس پړاو یو مهم سند دی، چې کېدای شي تر ډېره پرې بحثونه وشي، او د بېلا بېلو تاریخي لیکنو لپاره سرچینه شي.

ښاغلي جنبش په ۱۹۹۴ کې، په مسکو کې له بي بي سره د خبریال په توګه کار پیل کړ، وروسته لندن ته لاړ او هلته د دې راډیو د افغانستان سرویس پروډیوسر او پریزینټر شو.

ښاغلی جنبش په ۱۹۹۶ کې کندهار ته ولاړی او هلته یې د طالبانو له مشر سره ولیدل او مرکه وکړه، چې تازه یې د امیرالمومینین لقب ګټلی و.

په بي بي سي کې د ورځنیو پېښو، مرکو او سیاسي مرکو تر څنګ د ښاغلي جنبش یو بل په زړه پورې کار، د پېلوزي ادبی مجلې چلول و.

پېلوزی کېدای شي په ادبي او هنري راډیويي پروګرامونو کې تر ټولو جالب او د لوړې کچې پروګرام وي، او دلیل یې هم د ښاغلي جنبش غوندې د پوهو چلوونکو خواري ده، د پېلوزي د اورېدو پر مهال تاسو ته دا جوتیږي، چې نوموړی، د هرې موضوع په اړه څومره ډېر پوهیږي، یا یې د هغوی لپاره د مالوماتو پر راټولولو څومره خواري کړې ده.

د پېلوزي ارزښت په دې کې هم دی، چې په هیواد او پښتونخوا کې یې د پښتو ادب او هنر د پراختیا په لار کې د یوه روزنیز کورس رول لوبولی دی.

د پښتو ادیبانو، لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو په هڅولو او د هغوی د هنر او لیک په ځلولو کې یې ونډه تر ډېرو زیاته وه.
هغه وخت چې ټولنیزې رسنۍ او سمارټ فون نه و، موږ ملګرو به ټوله اونۍ پېلوزي ته انتظار کاوه، نوې خبرې به مو زده کولې او پر سبا به مو په دې اړه له یو بل سره بحث کاوه.

د ټولنیزو رسنیو خبره یاده شوه، زموږ د رسنیو او خبریالانو یوه ستونزه دا ده چې لا د ټولنیزو رسنیو پر سمه کارونه، او ګټور استعمال نه پوهیږي.

موږ لا د ټولنیزو رسنیو له لارې له بهرنیو ژورنالیستانو، مدني فعالانو او رسنیو سره ګډه ژبه نه ده رامنځته کړې، نو ځکه د دې ځای پر ستونزو یا بریو د هغوی غبرګون ډېر جوت او د پام وړ نه وي.

خو څومره چې ما ښاغلی جنبش پر ټولنیزو رسنیو څارلی، هغه له خپلو خلکو سره پر فیسبوک، او د نورو هیوادونو او ژبو له خلکو سره پر خپل ټویټر پاڼه ږغیږي او پخپلو خبرونو او تبصرو یې د هیواد د ورځنیو حالاتو له لوړو ژورو خبروي، چې ښه مثال یې په تېرو ټول ټاکنو کې د نوموړي دقیق او تېز مالومات شریکول ول.

د ښاغلي جنبش په ژورنالیستي سفر کې د رسنیو په نژدې ټولو ډولونو کې د هغه کار پاموړ او ارزښتناک دی، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي لپاره د دوو ګټورو کتابونو له لیکلو نیولې، د همدې پوهنځي تر استادۍ، راډیو، ټولنیزو رسنیو او آن تر ټلویزونه.

ازاده جرګه ټولو لیدلې ده، چې پروډیوسر او پریزینټر دواړه یې ښاغلی جنبش دی، دا په پښتو او فارسی کې د خپل ډول لومړنی ټلویزوني پروګرام دی، چې له تخنیکي لحاظه په دومره لوړه کچه جوړیږي او خپریږي.

د دې پروګرام تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده، چې چارواکي مخامخ له عامو خلکو سره کښېنول کیږي، خلک له لرې پرتو سیمو راغوښتل کیږي او چارواکي یې پر وړاندې حاضریږي، پر ستونزو او حل لارو خبرې کیږي، او ښه زېری لا دا دی چې وروستی پروګرام یې د کابل پر ځای په کندهار کې جوړ شوی دی.

ښاغلی جنبش په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو او بشري علومو تر پوهنځي لوستلو وروسته همدلته استاد شو، په ۱۹۸۷ کې د  نورو لوړو زده کړو لپاره مسکو ته ولاړی، هلته یې خپلې زړه کړې د پي ایچ ډي تر کچې ورسولې، او ورسره یې په ژباړه پیل وکړ.

پښتو ژباړې ته اړتیا لري، دا خبره ټوله کوي، خو پښتو ته د ژباړل شویو کتابونو لویه ستونزه دا ده، چې زیاتره یې د ایران له فارسي ترجمه شوي او فارسي ته له اصلي ژبې راغلی وي، کله کله خو لا داسې هم کیږي، چې کتاب څو ژبې ها خوا لیکل شوی وي، فارسي ته راغلی وي، بیا پښتو شوی وي.

که یو نیم کتاب له اولې ژبې پښتو کیږي، ستونزه یې دا وي، چې ژباړن یا په اوله ژبه سم نه پوهیږي، او یا که سم پوهیږي، څومره چې پوهېدلی وي، هغه یې په پښتو کې سم نه وي لیکلي.

د ژباړې په برخه کې هم د ښاغلي جنبش کار، د هغه د ژورنالیستکي کارونو هومره پیاوړی او ارزښتناک دی، نوموړي دوه ارزښتناک سیاسي کتابونه، په افغانستان کې رشتیا څه تېرېدل او سرې لښکرې په افغانستان کې مخامخ له روسي څخه په ډېره روانه پښتو ژباړلي دي.

د دې دوو کتابونو معنوي ارزښت په دې کې هم دی، چې موږ ته یې د افغان- روس رابطې او جګړې، د داستان هغه خوا راښودلې ده چې موږ په جهادي رسنیو او کتابونو کې نه شوای لیدلای.

په یادو ټولو برخو کې د ښاغلي جنبش بریا د هغوی د وړتیا، خوارۍ او کار نتیجه ده، خو زما په نظر د دې ټولو کارونو تر شاه له وطن او خلکو سره د هغه بې کچه مینه او خلوص هم دی، چې دی یې ورته هڅولی دی.

دا مینه تاسو د هغه په بېلا بېلو لیکنو کې کتلای او حس کولای شي، چې وخت پر وخت یې زموږ د روانو، پخوانیو او راتلونکو ستونزو او حل لارو په اړه لیکلې دي او لا یې لیکي.

له موږ سره یې همدا مینه مجبوروي چې ګام پر ګام خپلې زده کړې، تجربې، لیدنې، او توصیې راسره شریکې کړي، چې ګوندې څه زده کړو او څه ومنو.

یو ځای وايي:

(( شکاکیت، کرکه، نه زغم، په پرېکړو کې بېړه، مخ قضاوتونه، له مرکزه تېښته، ځان بروالی، باټې وهل، خپلې نیمګړتیاوې پر بل اړول، مرورېدل، ابدي کینه، ابدي دوستي، ړانده باورونه، خرافاتي والی، خپل ځان د نورو لپاره سوځل، بې ځایه قناعت او دې ته ورته نور او نور لرې کول او غورځول غواړي. پښتون باید په ټینګه له نړۍ سره خپل روابط له هیڅ اسرې او پلمې پرته له سره تعریف کړي، او پخپله خپل نوی او متمدن انځور نړۍ ته وړاندې کړي)).

زه خدای خبر ولې د هغه په بې پرې راپور او مرکه کې چې ژورنالیزم ډېر ټینګار پر کوي بیا هم له خپلو خلکو او وطن سره د هغه پلویتوب او مینه له ورایه وینم، کېدای شي دا به زما مینه وي.

3 thoughts on “مسلکي ژورنالېست او پر هېواد مَېن ليکوال/ حکمت سروش”
  1. ښايسته مالومات دي، ښايسته مقاله يې ليکلې دي، رب دې جنبش صيب! ته نور هم ددې ځواک ورکړي، چې لا خپلو خلکو او ژبې ته خدمت وکړي.

  2. ماشاالله څومره ښایسته معلومات ، په روانه خوږه پښتو او د یوداسی شخصیت په باب چی پرټولو پښتنو او افغانانو ګران دی. سروش صیب بریالی اوسی.

  3. افغانانو د هر څه سره ډغری وهلی دی او وهی ئی حتی د فلسفی فاکټورونو سره، غواړی د ضدینو اجماع توجیه کړی یعنی دا چه غواړی یو کس هم پر خپل وطن مین وښئی او هم پر لندن مین وښئی چه دا په حقیقت کی یوه ځان تېر ایستنه ده.داؤد جنبش غوندی مزدور کسان هیڅکله هم پر وطن مین بلل کیدای نه شی ځکه تر اوسه ئې یوه د حقیقت او وطن پالنی خبره تر خوله نده را ایستلې او فقط د لندن ګټی پیائی.

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *