تاند- د افغانستان د حکومت سیاسي او د دولت وسله وال مخالفان نن /دوشنبه/ په مسکو کې جرګه کېږي چې د سولې په ګډون پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.
د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د قطر د دفتر ۱۱ کسیز پلاوی، په کابل کې یو شمېر پخواني طالب مشران، ځینې پخواني جهادي قوماندانان او د حامد کرزي په شمول له حکومت څخه ځینې ناراض مشران، چې شمېر یې ۳۸ تنو ته رسېږي، په دې غونډه کې ګډون کوي.
دا غونډه د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو له خبرو ۱۰ ورځې وروسته جوړېږي.
په سر کې روسي چارواکو ویلي و چې دوی یې بلوونکي دي خو وروسته ښايي له دې کبله چې د افغانستان حکومت ته په غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې، روسیې له دې غونډې ځان لېرې وښود، ویې ویل چې د مسکو دوه ورځینۍ غونډه په دغه هیواد کې د مېشتو افغانانو په نوښت جوړېږي.
داسې ښکاري چې د افغانستان حکومت له دې دوه ورځینۍ غونډې راضي نه وي.
د ولسمشر غني یوه سلاکار فضل فضلي پر خپله ټویټرپاڼه د مسکو په غونډه کې د یو شمېر مخالفو سیاسي مشرانو پر ګډون خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي:
«دوی حاضر دي چې اصولو ته شا کړي او د دې لپاره چې له واکه لېرې شوي دي د ورانیو د اصولو لور ته یې مخه کړې ده.»
اجرايي ريیس عبدالله عبدالله پرون /دوشنبه/ وویل چې طالبان له خپل امارته پرته بل څه نه مني او نه یې په دریځ کې کوم بدلون راغلی دی.
ده زیاته کړه«خو له دې سره سره ځینې سیاسیون فکر کوي چې د حکومت د تخریب لپاره هر څه جایز دي. پکار ده چې د سولې جبهه د حالاتو د اداره کولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.»
د مسکو په غونډه کې به طالبان غالباً خپل هغه دریځ نرم کړي چې عباس ستانکزي په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي امنیتي او ملکي اورګانونو په اړه څرګند کړی و.
ستانکزي ویلي و چې که طالبان واک ته ورسېدل د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس او نورې امنیتي ادارې به منحل کړي او د ملي شورا پر ځای به د علماوو شورا جوړه کړي.
د ستانکزي دا څرګندونې د ډېرو افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او هغه د پاکستان د ارمانونو جز وګڼل شوې.
پاکستان په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو په لاس د افغانستان ملي امنیتي ادارې او تاسیسات ویجاړ کړل.
دتانددرونداومنلی سایټ درنواوښاغلولوستونکو ! زماپه شخصی الواک دمسکو غونډه افغانی الشموله غونډه چې دبن دغونډې نیم ګړتیا او نقص بربنډوی ، هغه دری ژبه کې یومتل دی چې وایی (سیب میخواهیم ،ازدرخت بید میخواهیم) موږ دسولې تږی یو ، خدای مهربانه ذات دی ښایی همداغونډه دسولې پلو ته رڼایی پیدا کړی – دقطر هیواد دهند له نظره هغه هیواد دی چې دپاکستان په اوږه یې دتروریزم ټوپک افغانستان خواته لمبرکړی . بیاهم دافغانانو دیووالی اوپخلاینې په هیله
ځمونږ په وطن کی چه هر څوک، هره ډله او هر هیواد د بی غرضه سولی او آمن په راتلو کی هلی ځلی او غونډی کوی، مونږ ته د منلو ده، مونږ سولی ته نن ډیر تږی یاستو، مونږ ژر سوله غواړو.
مونږ ته دا مهمه ده چه بی غرضه سوله وطن ته راولو، ولو که ښاغلی زرداد فریادی هم وی افغانان به ورته دغزت او اتل ولی تاج په سر کړی.
۱۷ کاله کیږی چه دافغانستان په سوله کی خبری روانی دی او بی شمیره ډالرهم مصرف شول. مګر بی غرضه او عملی سوله مو وطن ته رانه وستله دا ولی دا ځکه چه ځمونږ ځینی افغانان په سوله کی خیټالوژی، ډالر لوژی، قوم لوژی، ډیر واک لوژی، مصلیحت لوژی، شخصیت لوژی اوفقط خپل ځان لوژی استعمالوی.
والسلام