تاند، شنبه، د قوس ۹مه: روسیه وايي، په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو له لوري د شویو ملکي جنایتونو د دوسیو په نه څېړل کېدو اندېښنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وايي، رپوټونه داسې ښيي چې په تېرو کلونو کې په برتانوي ځواکونو د ملکیانو د وژنې ۵۲ دوسیې ثبت شوې دي خو له دې جملې یوه دوسیه هم نه ده څېړل شوې او نه هم کوم برتانوي سرتیری د بشري جنایت په تور محاکمه شوی دی.

نوموړې وايي، د دغسې دوسیو نه څېړل د جنایتونو د تکرار سبب ګرځي.

برتانوي ځواکونه چې تر ډېره وخته په هلمند کې پراته وو، څه موده وړاندې پرې د بي بي سي په یو راپور کې تور لګول شوی و چې دوی د ملکیانو د وژنې په پېښو خاورې اړوي.

One thought on “مسکو: د برتانویانو لخوا د ملکي افغانانو په وژنه سترګو پټولو اندېښمن کړي یوو”
  1. نړیواله ټولنه دی د جنګی جرمونو نړیواله محکمی یعنی آی سی سی ته اجازه ورکړی چی په افغانستان او پښتونخوا کی د امریکا، برتانیی ، روسیی اوهمدارنګه د پنجاب او طالبانو او دولت لخوا شوی جنګی جرمونو څیړنه وکړی ځکه نړیوال له ټولو مخکی د بشر حقوق خبره کوی کچیری رښتیا دوی بشر حقوق ته درناوی لری نو یادی محکمی ته اجازه ورکړی چی دلته یعنی لر او بر کی شوی جرمونو څیړنه وکړی

    ځکه ولس هره ورځ د همدی ملکی قربانیو یعنی انتحار، انفجار او ړندی بمباریو قربانی دی نو له امنیت شورا او ملګری ملتونو څخه غوښتنه لرو ترڅو یو داسی ډله یا اداره ته چی خپلواک وی او د افغانستان ولس پوه او شرایطو برابر اشخاص ددی څیړنیز ګروپ غړی شی او دلته او سیمه کی شویو جرمونو څیړنه وکړی او ددی څیړنه راپور د افغان ولس او ملګرو ملتونو او امنیت شورا سره شریک کړی پدی صورت چی زیان منو خلکو او ولس سره د شویو قربانیو په مقابل کی غرامت ورکړی
    او هغه هیوادونو او ډلو چی یاد ظلم او ترور کړی وی باید ترهګرو هیوادونو او ملاتړ کوونکو په لست کی شامل کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *