پوهندوی آصف بهاند

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په لومړۍ نیټه په فیسبوک کې د دانشمند دوست، انجنیر زهیر شینواري له برکته، د ښاغلي شاه نواز باقر له دې شعر سره مخ شوم:

چې مې په کار و، په نوم کاڼى پـه چېنه کې نـه و

په دغه ښار کــې زړه د هـيچا پـه سېـنه کې نـه و

سترګې مې روباستې له ځانه ځان مې وليد په کې

ستا ملاقات تـه تــلم روغ ځــاى پـه ايېنه کې نه و

اى مشره! تــاسې د ټــوپک تــخم کـــرلــى ولـې؟

اى مشره! دا قـلــم پــه تــېـره زمـانـه کې نــه و؟

یـووهَ مــاشوم به شرنګولې خلک حیران و ورته

سیکې پکې وې خــو، سوری په خزانه کې نه و

بــاقره! داسـې بــې ارزښتــه زنــدګي تېــرېــــده

چـې هیڅ کـردار دچا دژونــد په افسانه کې نه و

https://www.facebook.com/profile.php?id=100005151948618&fref=nf

شعر زما له پاره په زړه پورې و. څو ځلې مې ولوست. نور شعر یوې خوا ته، دا یوه پوښتنه چې د شعر په یوه بیت کې مطرح شوې ده جدي او د ځواب غوښتونکې ده.

یوه خبره چې د اوسني وخت او اوسني نسل له پاره ډیره جدي ده هغه دا ده چې باید اوسنی نسل دومره چې د تیرو نسلونو په کړنو ویاړي او دا مشران هم ځانونه واجب الاحترام ګڼي، همدومره باید د مسولیت احساس هم وکړي او د خپلو کړنو ځواب و وايي. زه خپله هیڅ د دې پلوی نه یم چې څوک و وايي:

«ځه څې کوې، تیر په هیره»

نه بابد هر څوک او هر نسل د خپل وخت او کړنو ځواب ولري، په تیره هغه څوک چې له نوي نسل نه د درناوي هیله لري.

اوس د دې شاعر دغې مطرح کړې پوښتنې ته څوک ځواب ویلای شي:

اى مشره! تاسې د ټوپک تخم کرلى ولې؟

اى مشره! دا قلم په تېره زمانه کې نـه و؟

که څوک غواړي که یې نه غواړي، نوی نسل حق لري چې دا او دې ته ورته پوښتنې مطرح کړي په تیره له هغه چا نه چې له نوي نسل نه د بې اندازې درناوي امید کوي.

د نورو هیوادونو مشرانو په خپل وخت کې د خپلو خلکو او وطن د پرمختک، آبادۍ او پوهیدنې په موخه زدکړه، کار او مطالعه کړې ده، زموږ مشرانو او تیر نسل یوازې هغه کارونه کړي دي چې د زدکړې او تولید نښه او امید په کې نه ښکاري. یا پیتاوي ته ناست دي، یا یې زرکان او سپي جنګولي دي، یا یې د تربره د وژلو له پاره وسله کارولې ده او تر ټولو بده لا دا چې د همدې وسلې د کارولو او انسان وژنې او ورور وژنې زړی یې د نوي نسل د ذهن په کرونده کې کرلی دی.

د دې خبرو له یادولو او د دې کرښو له لیکلو نه زما اصلي موخه د نوي نسل د روزلو په سلسله کې په سم لوري د هغوی لارښوونه، زموږ په کلتور کې د نا وړو دودونو د له منځه وړلو له پاره د هڅو په لړ کې د یو بل ګام اوچتول دي.

زه د خپل عمر او د خپل نسل د یو مسوول قلموال په توګه د اوسني او راتلونکو نسلونو د روزلو په موخه دا خپله دنده او مسوولیت ګڼم چې پر ټولنه باندې د حاکمو منفي دودونو پر ضد غږ جګ کړم او د حل مثبتې لارې چارې ور ته په نښه کړم.

آیا په رښتیا په تیرو زمانو کې قلم نه و چې زموږ پخوانیو یوازې ټوپک ته لاس ور تیراوه؟ که رښتیا قلم نه و او یوازې ټوپک و، نو دا نورو خلکو د لیکلو او د خپلو بچو د باسواده کولو له پاره څه شی کارول؟

نه قلم و، خو موږ د قلم په ځای ټوپک انتخاب کړ او لیک لوست او نقاشئ پر ځای مو ټوپک، ډزې وژل او وینې تویول انتخاب کړل او اوس دغه نسل باید دې ته ملا وتړي چې اوسنیو او راتلونکو ته د ټوپک پر ځای قلم او د مرګ په ځای ژوند ور وښیي، که نه وي نو د بیسوادۍ او جهالت د وزرو له لا غړیدو نه به مو ښځې د قرآن د آیت پر ځای په لمانځه کې د میړونو او لیورونو نومونه یادوي او د « إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ» پر ځای به «اِنک لکه دى لکه لالک» وايي.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/54659

او لکه دا مثال چې ښځې د لمانځه په پای کې د اَسلامعلیکم و رحمتَ الله پر ځای «اسلامالیګم د ماشومانو پلاره، اسلامالیکم د ماشومانو پلاره» وايي. او په دې ډول به د همدې ضدي او په یوه ټیکي ولاړ نا پوه خلکو په وجې، ټولنه او خلک تر ډیرو نورو وختونو د ناپوهۍ په تیارو کې پراته وي او راتلونکي نسلونه به مو د پیغور په ډول له ځانه مشرانو ته بیا بیا په خطاب کې وايي:

اى مشره! تاسې د ټوپک تخم کرلى ولې؟

اى مشره! دا قلم په تېره زمانه کې نـه و؟

One thought on “مشرانو تاسې د ټوپک تخم کرلی ولې؟/ آصف بهاند”
  1. یوه مشر خو د سلاح کوټ ديپوچی د مجاهدینو په برخه کی خپل مشاور وټاکه ؛ ګوندی نور د سلاح کوټ د ساتلو پرځای لږ څه له قلم سره هم مينه پیداکړی.
    اما د بل مشر لومړی مرستیال بیا د قلم پرځای توپک ته ډیر ارزش ورکړ او یو دوه میاشتی یی ښه په درز سره انسانان ووژل، کورونه یی وران ، چور او وسوځول او هغه پخوانی یادونه یی بیا را تازه کړل.
    عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ګرچه با آدمی بزرګ شود « سعدی »

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *