تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې اکثرو غړیو غوښتنه وکړه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر دې د ولسمشر حامد کرزي په نامه شي.

مشرانو جرګې دا غوښتنه یوه ورځ مخکې تر دې وکړه چې کرزی نوی ولسمشر ته واک پرېږدي.

سناتورانو د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وړاندیز کړی چې د کابل هوايي ډګر دې د کرزي په نامه کړي څو د نوموړي د خدمتونو قدر شوی وي.

کرزي په خپله دیارلس کلنه دوره کې هم ټول امتیازونه جګړه مارو ته ورکړي ول او هم یې د هیواد اکثره مهم ځایونه د جګړه مارو په نامه کړل.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار ښاغلی کرزی په دې وستایه چې نوي منتخب ولسمشر ته یې په سوله ییز او ولسواک ډول د واک لېږد لاره اواره کړې ده.

مسلمیار همداراز وویل، دا د ویاړ ځای دی چې د افغانستان یو ولسمشر په سوله ییز ډول واک بل منتخب ولسمشر ته لېږدوي او پکار ده چې نوی حکومت د کابل نړیوال هوايي ډګر د کرزي په نامه کړي.

ټاکل شوې ده چې سبا /دوشنبه/ کرزی له دیارلس کاله واکمنۍ وروسته واک ډاکتر اشرف غني احمدزي ته وسپاري چې د جوزا د څلرویشتمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې په ۵۵ اعشاریه ۲۷ فیصدو رایو ولسمشر غوره شو.

3 thoughts on “مشرانو جرګه وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر دې د کرزي په نامه شي”
  1. دښاغلی داکتر اشرف غنی او دملی امنیت څخه دهغه دوو کسانو دمحاکمی په کلکه جدی غوښتنه کوو، چه دانتخباتو په جریان کی یی دځوانمرگو دحملی پلان جوړ کړی وه چه اشرف غنی له مینځه یوسی، داچه ددغه پلان په هکله داکتررنگین دادفر سپنتا ولسی جرگی ته هم یادوری وکړه، خو دنوم دیادولو څخه یی ډه ډه وکړه.

    مننه

  2. دكابل هواءي دكر به خبله دكابل دخلكو او د تول ملت قديمي هواءي دكر دي او بين المللي شهرت لري لطفاء كه مسلم يأر صاحب ورباندي بيرزغ وينه لري دده به بلارني تاتوبي كي دي هواءي ميدان دده به نامه كري نه دكابل هواءي دكر ، دكابل هواءي دكر دكابل شكلي نامه سره شه مزه لري

  3. دمحمد جمال أفغان بشنهاد كاملاء به خاي او دتروريزم به ضد او دوطن فرستي بشنهاد دي . إسناد شته ، شواهد شته ، امنيت دولتي ورباندي أبرأ تيفي كار كري أبرأ تيفي اوركان كولي شي دوسيه تحريك او مظنونين كرفتار اودوسيه دبعدي أجرا تو دباره دتحقيق اوركان ته محول كري.

  4. اول سوال دادی چی د مشرانو جرګی مشر غیری قانونی د ریاست په چوکی ناست دی او بیا که تاسی وګوری یو څو تنه سناتوران ناست وه په دی کی زیات شمیر یی مخالفه رایه ورکړه. دوهم په افغانستان کی به بل هیڅ داسی ځای پاتی نه شی چی ددی توری دوری د کارمندانو په نامه نه شی څوک سرک په خپل نامه کوی او څوک کوم چوک بس دا ملک د همدوی دی چور یی کړه او اوس افتخارات هم ځان لپاره غواړی

  5. جنرال صاحب خبره د خوند نده خبره
    مشرانو ته د عزت ورکولو ده
    دا تولو. هيوادونو کی معموله ده

ځواب ورکول محمد جمال افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *