تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې لرې کړي.

 ښاغلي اصف صدیقي نن د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې ویلي، زلمی خلیلزاد د افغان سولې په پروسه کې خپلې شخصي ګټې لټوي او باید چې ورسپارل شوی مسوولیت ترې بېرته د امریکا د حکومت لخوا واخیستل شي.

 اصف صدیقي له امریکا غوښتنه وکړه چې د خلیلزاد پر ځای دې د افغان سولې لپاره نوی استازی وټاکي: (( د سولې پروسه کې د خلیلزاد هڅو هیڅ پایله ورنکړه، خو نوموړی لا هم د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دی.))

 ښاغلي صدیقي ونه ویل چې د خلیلزاد شخصي ګټې څه دي؟ مګر ټینګار یې وکړ چې خلیلزاد د افغانانو د غوښتنو پر خلاف د مؤقت حکومت د تشکیل په لټه کې دی.

 د مشرانو جرګې غړي صفي الله هاشمي هم وویل چې خلیلزاد ځینې تېروتنې وکړې مګر د هغه وروستیو هڅو ته یې هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه چې د خلیلزاد نوې هڅې باید په اوربند او له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو پیلېدو تمامې شي.

 دا په داسې حال کې ده چې زلمي له طالبانو سره د مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته په لومړي ځل تېره اوونۍ کابل ته سفر درلود او څو ورځې دلته پاتې شو، خو افغان حکومت وویل، نوموړی د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو په تړاو کابل ته د مرستې غوښتو لپاره راغلی و او په سوله ورسره نه دي غږېدلي.

د هغه د ماموریت په تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې خلیزاد د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي.

One thought on “مشرانو جرګې له امریکا وغوښتل چې خلیلزاد له دندې لرې کړي”
  1. کله چی خلیلزاد خپل ګټی لټوی نو افغان دولت ولی نړیوال سټیج کی دده په لری کولو باندی انتقاد نه کوی درحالیکه چی هر پروسه کی ټول سیاسیون دده ګام پورته کولو هرکلی کوی مګر تر اوسه یی د سولی په اړه کوم مثبت ګام ندی پورته کړی ځکه داسی ویل کیده چی خلیلزاد د پاکستان سخت دریځه شخص دی مګر اوس چی ګوری د افغانستان پر ځای پاکستان ته زیات سفرونه کوی او افغان سوله د طالبانو پر ځای له پاکستان څخه غواړی

    د پاکستان داخلیول پخپله د سولی نه غوښتل دی کچیری پاکستان له طالبانو ملاتړ کوی ولی امریکا په پاکستان باندی د ایران په شان اقتصادی اوسیاسی او نظامی بندیزونه نه لګوی ځکه چی په ایران باندی او د هغه په نظامی او استخباراتی ادارو او په کارکوونکو باندی یی هم بندیزونه لګولی او د دوی په ساختمانی او بانکونو باندی هم بندیزونه لګولی دی
    که داسی کار د سولی راتلو لپاره په پاکستان ولګیږی نو امکان شته چی په یو میاشت کی به هم اوربند وشی او هم سولی ته واقعی زمینه برابره شی مګر تر اوسه امریکا ددی لپاره واقعی ژمنتیا نده ښودلی تنها د افغان ولس وخت یی زیان کړی
    باید پآکستان باندی سیاسی او اقتصادی او نظامی فشار راوړل شی ترڅو په ټوله نړی او ځانګړی ډول په سیمه کی ثبات او کراری راشی نو که داسی امریکا نغواړی نو دا مطلب چی امریکا ۳۳ ملییارده ډالر د طالبانو مرسته لپاره پاکستان ته ورکړی ترڅو پاکستان ورباندی د افغان دولت پر ضد وکاروی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *