تاند- د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف پرون اعتراف وکړ چې د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یوه احمقانه تېروتنه وه خو ده د القاعده په رامنځته کولو کې امریکا او نور لوېدیځوال ملامت وبلل.

مشرف په کراچۍ کې د ځوانانو پارلمان ته په وینا کې یادونه وکړه چې پاکستان یوازینی هیواد و چې په ۱۹۹۶ میلادي کال یې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده، ورپسې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده.

د پاکستان پخواني پوځي مشر یو اویا کلن مشر د پنجشنبې په ورځ ومنله چې پاکستان د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو کې حماقت وکړ.

ده دا هم وویل چې د پاکستان لومړی حماقت دا و چې ۲۵ زره افغان مجاهدین یې وروزل څو د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وجنګېږي او وروسته همدا کار د دې سبب شو چې القاعده رامنځته شي.

مشرف همداراز وویل چې بله تېروتنه دا وه چې لوېدیځوالو د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژانده.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر دا خبره هم ومنله چې په دوه زرم میلادي کال د امریکا ولسمشر بیل کلنټن پاکستان ته ورغی چې په دې یې وترټي چې ولي یې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی دی.

مشرف یو ځل بیا په افغانستان کې د پښتنو د حقونو یادونه وکړه او ویې ویل چې همدا تشه سبب شوه چې طالبان ورڅخه استفاده وکړي او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې بیا ځانونه منسجم کړي.

مشرف ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کې د هماغه وخت د شرایطو په خاطر په خپله راوبوټېدل.

ده وویل:«ځیني وايي چې طالبان زموږ بچیان دي او موږ زېږولي دي، خو دا حقیقت نه لري.»

3 thoughts on “مشرف وايي، د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل یو حماقت و”
  1. كله جه يو متقاعد جنرال أوريس جمهور ديو مملكت وروسته دخبل كاره به ملي او بين المللي خيانتو نو اعتراف كوي كه جيري بيدار مملكت او زوندي اولس ولري دا بايد محاكمي ته راكش كري داخكه دده اشتباه دتول ملت اشتباه ده داجه ملت بي خبره او دا عمل برويز مشرف إنجام كري بايد او بايد دمحاكمي شاته ودريزي.

  2. اوس هم ناوخته نه دی. که سمدستي د طالبانو له حمايت څخه لاس واخلي، هرڅه به سم شي.

  3. یولې اوس یې ولې ملاتړ کوي په پاکستان اسلام اباد کې یې ورته کورنه جوړي کړي او روزی یې د مدرسو سره مرستې کوي اوبیا دلته رالیږي او جنګ پرې کوي

ځواب ورکول اختر رودوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *