سرچینه: فارین نیوز ایجنسي

ژباړه: حزب الله اتل –

پاکستان ته د ولسمشر غني د تازه سفر په ترڅ کې دواړو غاړو هوکړه وکړه، چې خاوره به یې یو د بل پرضد نه کارېږي او په ګډه به د وسله والو د پټنځایونو له منځه وړو هڅه کوي، خو لا تر دې خبرو اترو څلور ورځې نه تېرېږي، چې د پاکستان پخواني پوځي مشر پرویز مشرف په افغانستان کې د یوې تازه جګړې له احتماله پرده پورته کړې.

پرویز مشرف چې د طالبانو کلک حامي بلل کېږي دا ځل له فارین نیوز ایجنسي سره په مرکه کې له افغان خاورې د هند پرضد د جګړې خبرداری ورکړی دی.

پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه وېره لري او د سیمه ییز ثبات لپاره د پاکستان یو شرط هم همدا دی چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه دې ونیول شي، هغه ادعا چې افغان حکومت تل رد کړې او په تازه کې یې د ولسمشر غني د سفر په جزیاتو کې یوه همدا موضوع هم راپورته شوې. دواړو لوریو ویلي، چې خاورې به یې یو د بل پرضد نه کارول کېږي، خو لا وخت ته اړتیا شته چې ثابته شي.

د پاکستان پخوانی پوځي مشر پرویز مشرف چې په کور دننه د فساد په قضیه کې او همدارنګه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژنې په پېښه کې په بې تفاوتۍ تورن دی، دا مهال په کراچۍ کې پخپل کور کې تر شدید امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي.

په نوموړي د واک په وروستیو کې طالبانو کلک ګوزارونه وکړل، خو ترې ژوندی ووت، دا مهال نظر بند دی او څو ځل یې د تېښتې هڅه هم کړې ده.

۷۱ کلن دغه پخواني پوځي مشر په ۱۹۹۹ ز کال کې د یوې کودتا په ترڅ کې واک ونیوه. نوموړي پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه ویلي، چې ولسمشر غني باید له اسلام آباد سره د افغانستان پخوانۍ اړیکي بیا را تازه کړي. (شاید هدف یې د طالبانو پرمهال له پاکستان سره د افغانستان اړیکي وي.)

پاکستان له تېرو دیارلسو کالو راهیسې د افغان سولې کیلي بلل کېږي، پدې چې افغان حکومت وایي، په طالبانو د پاکستان نفوذ کولای شي دوی سولې ته هم رامات کړي، خو د پاکستان د پوځ دغه پخوانی مشر ادعا کوي، چې له هند سره د پاکستان پټې اندېښنې هم د افغان سولې په وړاندې جدي خنډ دی. نوموړی د پټو اندېښنو معنی له وسله والو سره د هند اړیکي بولي.

پرویز مشرف فارین نیوز ایجنسي ته ویلي، د پاکستان لپاره لوی خطر په افغانستان کې د هند نفوذ دی: ((دا یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې لپاره جدي خطر دی، ځکه چې هند هلته د پاکستان ضد کړیو سره اړیکي پالي. هند غواړي د پاکستان ضد افغانستان رامنځته کړي.))

له ۱۹۴۷ ز کال راهیسې چې له هند څخه یوه برخه بېله او له پاکستان سره وتړل شوه، نو د اتومي قدرت لرونکي دغه دوه هېوادونه سره په جنجال واوښتل. دواړه یو بل تورنوي، چې په افغانستان کې د بل په ضد د نفوذ لټه کوي.

پرویز مشرف پخپله مرکه کې وړاندې په هند تور پورې کړی، چې د افغانستان په شمال کې له مېشتو ځینو تاجک ټبره وسله والو ملاتړ کوي او کله چې موضوع داسې ده، نو پاکستان هم اړتیا ویني، چې په افغانستان کې له پښتون ټبره وسله والو طالبانو (اکثریت طالبان پښتانه دي) ملاتړ وکړي. پرویز مشرف په همدې اساس په افغانستان کې د هند پرضد د جګړې خبرداری ورکړی دی.

نوموړي همدا ډول په هند تور پورې کړی، چې د افغانستان په غرب کې د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ پلویانو لپاره رونځایونه لري.

هغه پدې هم په پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خوله پرانستې چې ولې یې یو شمېر افغان مسوولین د روزنې لپاره هند ته واستول او پاکستان ته یې د هغوی د استولو مخنیوی وکړ.

پرویز مشرف همدا ډول له افغانستانه د ناټو ځواکونو په وتو سره په سیمه کې د احتمالي جګړې خبرداری ورکړی دی.

پرویز مشرف داسې مهال په افغانستان کې د طالب وسله والو ملاتړ ته د هند د ملاتړ پرضد دلیل راوړي، چې له دې وړاندې یې ظاهراً له دغو وسله والو سره اړیکي لرل رد کړي او له امریکا سره د طالبان پرضد جګړه کې درېدل بل دلیل یادوي چې د نوموړي په وینا، پاکستان پکې ډېره قرباني ورکړې ده.

خو افغان حکومت بیا وړاندې دغه تورونه رد کړي او په تازه کې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د سیمه ییز ثبات په اړه په تازه خبرو اترو کې په همدې مسایلو غږېدلی دی.

افغان حکومت پاکستان ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک بولي، خو د پرویز مشرف په شمول د یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د دغه سفر د لاسته راوړنو په اړه شکونه زیاتوي.

3 thoughts on “مشرف په افغانستان کې د هند ضد جګړې خبرداری ورکړی”
  1. Hello;
    You Perviz baesharaf ; mola Fazelraman etc… are who to interfere in Afghanistan`s internal items? . If you want to fight india , fight it in Kashmiers not in Afghanistan. And I think that , some of our machineky mochchaiding generals also sons of beches..Besharaf should be Qasas`ed for murdering 100 moslems in L`al masjid of Cofrabad!..etc.

  2. This guy imported Arabs, Chachans, Basnians, Turkman and other criminals, thieves, killers, terrorists and other most wanted individuals to Pakistan. He trained them, armed them and mandated them to kill and terrorize Pashtun leaders at both sides of the so-called Durand line
    He first disarmed the people of Swat, Bunir and Dir and then let those imported criminals to run-over those areas, kill the civilian Pushtun leaders, abolish schools and other infrastructure, humiliate the respectable residents of those areas and force them to leave their homes. And now he is preaching his ugly ideology about the future of Afghanistan. Why we would listen to someone whose government strategy was to fool the International Coalition, collect money and destroy Afghanistan and kill those leaders in Pakistani side of the Line who had historical relation and sympathy with Afghanistan.

  3. جنرال ضياا لحق ،جنرال مشرف، نواز شريف( او دائً،آس،اي ) تول غري دافغانانو سره دبخشي ور نه دي.
    دخبل خدايه به دير عجز سره سوال كوم جه دا تول دضيالحق به سر نوشت كرفتاري كري او هغه افغاني لاس بوخي به داسي أمراضو اخته كري جه درد ءي وي او علاج نه؟

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *