تاند- مشهورې سینمايي لوبغاړې لیندسې لوهن له مسلمانېدو وروسته په خپل انستاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې د پروفایل عکس او خپل ژوند لیک (بیوګرافي) بدل کړ.

په تېره یوه اوونۍ کې لوهن له انسټاګرام اکاونټ څخه خپل ټول پخواني عکسونه لېري کړي دي.

دې لیکلي (السلام علیکم)

امریکايي رسنیو ویلي، د دې معنا دا ده چې لوهن مسلمانه شوې ده.

د امریکا ګڼو مسلمانانو د اغلې لوهن له لوري په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د السلام علیکم عبارت لیکلو او د پروفایل عکس بدلولو هرکلی کړی دی.

Lindsay Lohanیوې مسلمانې په ټویټر کې اغلې لوهن ته لیکلي«ډېره خوشاله یم چې لوهن مسلمانه شوه، خدای تعالي دې د دې په ژوند کې برکت واچوي.»

یوې بلې لیکلي «اورېدلي مې دي چې لیندې لوهن مسلمانه شوې. که دا رښتیا وي، الحمدالله. خدای تعالي هغې ته سراط المستقیم وښود.»

لوهن په وروستیو کې نوی میلادي کال په دوبۍ کې تېر کړ.

2په ۲۰۱۵ م کال د دې یو عکس خپور شو چې قرآنکریم یې په لاس کې دی. هماغه مهال هم اوازې وې چې دا مسلمانه شوې ده.

ویل شوي چې لوهن په وروستیو کلونو کې ډېر مخدر مواد استعمالول. دا په ستریس یا ذهني پریشانۍ هم اخته وه.

هیله ده چې په اسلام مشرف کېدا به یې ټولې پریشانۍ ختمې کړي.

5 thoughts on “مشهوره امریکايي فلمي ستورې مسلمانه شوې”
    1. استغفرالله وروره د ایمان تجدید دی وکړه اسلام کی عیب نشته عیب زمونږ مسلمانی کی دی نیتونه مو عیب لری اعمال مو خراب دی بی اتفافه یو. ځکه دا بده ورځ لرو یو بل وژنو د سلام نه نا خبره یو

  1. سلام
    السلام وعليکم يو بشپړ عبارت دى ،حکمت دي او لورونه ده سوله ده او صداقت دي چې له هغه سره اخلاق، انصاف، مسا وات، ذهني او عيني ښکلاوي ملګري دي. کيداي شي چې هلن په دې کې سکون لاس ته راوړي وي او له مخدره موادو يي د نجات سبب ګرځېدلي وي. په هر حال اخلاق او دين يو دبل سره تړلي دي

  2. زه خبر شوم چی په حنبلی مذهب ده او ډیر ژر به سنت شی او په غلا او بدو به شروع وکړي لکه زمونږ غازیانو چی خپل کور چور کړ او …….

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *