یوه مشهوره سندرغاړې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ووژل شوه.
په پېښور کې د پولیسو یوه مشر ازادي راډیو ته وویل، ګلناز، چې په موسکان مشهوره وه، پرون د ناپېژندویو وسله والو په ډزو وویشتل شوه.
پولیس د ګلناز د خپلوانو له قوله وايي چې څلور حمله کوونکي د پېښور په ګلبرګ سیمه کې د هغې کور ته ننوتل او ډزې یې پرې وکړې.
ګلناز روغتون په ټپي حالت کې روغتون ته یووړل شوه او همالته یې ساه پرې کړه.
ګلناز، چې په اصل کې د خیبر پښتونخوا د مردان د پیرهوتي د سیمې اوسېدونکې وه، د پښتو سندرو په خاطر زیات شهرت ترلاسه کړی و.
تر دې مخکې هم په پېښور کې څو ښځینه سندرغاړې وژل شوي وې.
داکار دپاکستان استخباراتی اداره (ای ایس ای ) کوی، دوی په دی کار سره غواړی دنیا والو ته داوښیی چی پښتانه دهشت ګر او بنیادګر خلک دی، په داسی حال کی چی حقیقت داسی نه دی،