تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مشهور روزونکی ډف وټمور به د افغانستان، آیرلنډ، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو له ټیمونو سره د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته د تیاري په برخه کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د پنځوسو اورونو یا یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ راتلونکی میلادي کال په استرالیا او نیوزیلنډ کې وشي.
وټمور به، چې پخوا د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړو غړیو هیوادونو لکه بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا د ټیمونو روزونکی پاتې شوی، د افغانستان، آیرلنډ، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو له روزونکو او لوبغاړو سره مرسته کوي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوالو سیالیو ته ځانونه تیار کړي.
دا افغانستان لپاره ډیر ښه زیری دی
وایټمور یو د پیاوړو روزونکو څخه دی الله دې وکړي چې افغان لوبغاړی ترې خه ګټه پورته کړي.