تاند- مشهور ولسي سندرغاړی حیات ګردېزی د نن /پنجشنبه/ زړه د سکتې په اثر وفات شو.
د یو شپېته کلن حیات ګردېزي، چې د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې مشر هم و، ناببره پر زړه حمله راغله او وروسته له دې چې روغتون ته ورسول شو، همالته یې سا پرې کړه.
حیات ګردېزی په ۱۳۳۳ لمریز کال د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالي کې دنیا ته سترګې رڼې کړي او په اتلس کلنۍ کې یې موسیقي مخه کړه.
ده به په پیل کې په شوقي ډول په حجرو او مجلسونو کې سندرې ویلې خو د۱۳۵۰ لسیزې په وروستیو کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته معرفي شو.
خبریال بارکوال میاخېل د حیات ګردېزي د هنر په اړه وايي:«تر خان قره باغي وروسته حيات ګردېزى يو له هغو سندرغاړو څخه وو، چي په ولسي سندرو کې يې ډېر نوم موندلى و او د خلکو زړه يې ګټلى و. حيات محلي او ولسي موسيقۍ ته پخپل خواږه ږغ سره حيات ور وباخښه »
حیات ګردېزی د ژوند په وروستیو کلونو کې په دې نارواضه و چې حکومت د پخوا په شان د هنرمندانو ژوند ته پام نه کوي.
ده په ۲۰۱۱ م کال په یوه مرکه کې وویل:« په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې هنرمندان شته چې د خپل عمر په وروستي پړاو کې دي، له موډه لویدلي، نه یې څوک راډیو ته بولي، نه تلویزون او نه هم کنسرتونو ته.»
ګردېزي څو وارې د کنسرتونو له لارې ګټلې پیسې په نادارو هنرمندانو ویشلي دي .
سبا /جمعه/ به د ارواښاد ګردېزي جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې د ده د هنر د مینه والو په ګډون ادا شي.
الله تعالی دې وبښي، حيات ګردېزي رښتيا هم د موسيقي په برخه کې ډېر کار کړی دی، خو دا چې زموږ په ټولنه کې سندرغاړوته لکه څنګه چې لازمه ده، هغسې يې قدرداني شوې نه ده.
Allah de Wobahi. Belkol mosiki ta ye rang warkari wo
پہ ریشتیا ھم چہ دیر خکلی حنجرہ خدای وربخلی وہ ، او اللہ د ورتہ جنت فردوس پہ نصیب کری
الله تعالی دی وبښی مینوال ته یی دی زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم
انسان ته باید ته انسانیت په حیث ولیدل شی نه ته هغه مسلک په سترګه
خدای دی وبښی مینوال ته یی دی زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم
انسان ته باید ته انسانیت په حیث ولیدل شی نه ته هغه مسلک په سترګه
Allah de wobahi, Janat e Ferdows warta ghuarem.
Deer khapa shom,
khoga umar che teregee dregha dregha
de woba pa seer bahegee dregh dregha