تاند- په دې لویه جرګه ګې شاوخوا ۳ زره تنه برخه لري او د ولسمشر غني په وینا تر ۳۰ سلنې زیاتې برخوال یې ښځې دي.

دا جرګه به څلور ورځې دوام وکړي او حکومت ته به له طالبانو سره د سولې په اړه مشورې ورکړي.


لویه جرګه د ولسمشرز غني په وینا پرانستل شوه.

د جرګې په څلورو ورځو کې به د لویې جرګې اداري پلاوي غوره شي. د جرګې غړي به په جلا جلا کمېټو ووېشل شي. د کمېټو پرېکړې به لیست او بیا وروستۍ غونډې ته وړاندې شي.

ولسمشر غني وویل، د دې جرګې برخوال به د ټولو په مشوره له طالبانو سره سولې ته چوکاټ ټاکي او د سولې تعریف او څرنګوالی به په ډاګه کوي.

“زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډېرو محرومو او لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو څخه، د ټولو ښارونو، کلیو او ناحیو څخه، د افغاني ټولنې د هر نسل او هر قشر څخه، انتخابي استازي دلته د لویې جرګې په تالار کې د یو با عزته چتر لاندې راټول شوي دي.”

ولسمشر غني د دې جرګې یو هدف دا وباله چې هدف یې دا دی چې د سولې پروسه افغاني شي او نه غواړي د سولې پروسه غیر افغاني وي. ده همداراز وویل چې د کمپاین لپاره نه دی راغلی او که یې کمپاین هدف وای پر دې غونډې یې لویه جرګه نوم نه ایښوده.

غني د جرګې د مخالفانو انتقادونو ته په اشارې وویل چې د لویې جرګې برخوال د افغانستان د راتلونکو ۶ میاشتو لپاره پرېکړه نه کوي بلکې د افغانستان د یوژې پېړۍ لپاره پرېکړه کوي.

ده د جرګې اړتیا ته په اشارې وویل، د دې لپاره چې له طالبانو سره د خبرو چوکاټ او حدود وټاکو، د دې لپاره چې سوله تعریف شي او د سولې د حصول پر څرنګوالي یې خبرې وشي او د خلکو د نظرونو په رڼا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې او مذاکرو کړنلار تدوین او بشپړه کړي هڅه به وکړو چې له ټولو دولتي امکاناتو د هغه په تطبیق کې کار واخلي.

ده وویل، د ملي وحدت حکومت لومړیتوب له لومړۍ ورځې څخه سوله وه، په دغه موده کې حکومت د سولې په اړه بې سابقې ابتکارات درلودل.

زما او د افغانستان دولت لپاره یوې پایدارې سولې ته رسېدل مهمترین او حیاتي لومړیتوب دی.

ولسمشر وویل، زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع او په خپل هېواد کې د دایمي ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړي مسوول او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته جنګ له قیمت څخه خبر یم، په دې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوي، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی دی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او میړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم.

کوم درد او رنځ چې زموږ کورنۍ لری، دغه درد هره ورځ احساسوم، هغه درد چې په شغنان کې د سردار کورنۍ، یا په هلمند کې د صفي الله یتیمان او یا په ننګرهار کې د زړور کورنۍ او یا د تبسم پلار کوم درد تېروي، زه په دې هڅه کې یم چې څنګه کولای شم دغو ټولو مظلومو افغانانو ته د درد دوا شم، د غم دا دروند بار مې هر وخت په اوږو بار دی.

زموږ د هېواد د همدغه لرغوني دود په دوام، نن تاسې مشران، منتفذین، ځوان رهبران او ښځې په هماغسې پاک نیت سره د هېواد له هرې څنډې دلته راټول شوي یاست، تر څو ما او خپل دولت ته د جنګ بندولو او یو اباد، ازاد او سرلوړي افغانستان لپاره چې په سیمه کې پایداره سوله ولري، مسیر معلوم او مشوره ورکړی، تر څو وکولای شو په ګډه د خپل ظرفیت څخه د هېواد د ترقۍ او سوکالۍ لپاره ګټه پورته کړو.

د ملي وحدت حکومت لومړیتوب له لومړۍ ورځې څخه سوله وه، په دغه موده کې حکومت د سولې په اړه بې سابقې ابتکارات درلودل.

«دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د ټول افغانستان څخه د ولس درې زره استازي د یو با عزته چتر لاندې طالبانو سره د مذاکراتو د حدودو او چوکاټ ټاکلو په خاطر سره راټول شوي دي.»

ولسمشر د سولې ولسي حرکت غړیو ته په خطاب کې وویل “له تڼاکو پښو مو ځار شم.”

“زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع او په خپل هېواد کې د دایمي ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړي مسؤل او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته جنګ له قیمته خبر یم، په‌دې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوي، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی دی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او مېړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم.”

ولسمشر وویل «د سولي لپاره مو ټولې بهانې او شرطونه مو له منځه یووړل.

د تېر په خلاف مو هغه بې شماره مسلې چې د طالبانو سره پخوا حکومت مخت شرط په توګه وړاندې کولې موږ له منځه یووړې.

ان دامو ترې وغوشتل چې هرځای سولې خبرې کوي ور سره خبرو ته چمتو یو.

د نوموړي په خبره، حکومت د سولې په هکله نوښت وکړ او اوس د طالبانو کار دی چې دې نوښت ته لوری ور کړي.

ولسمشر غني استاد عبدالرب رسول سیاف د جرګې د رييس په توګه وړاندیز کړ او هغه یې د جرګې د ریاست پر چوکۍ کښېناوه.

سیاف د جرګې له برخوالو مننه وکړه چې په خپلو نارو یې د ده ریاست تایید کړ.

2 thoughts on “مشورتي لویه جرګه د لویې جرګې په خیمه کې پیل شوه”
  1. “تاند- په دې لویه جرګه ګې شاوخوا ۳ زره تنه برخه لري او د ولسمشر غني په وینا تر ۳۰ سلنې زیاتې برخوال یې ښځې دي..”

    It is absolutely admirable that over 30% of participants are females and should be a lesson to the leadership of Mujahedeen and Taliban that over 50% population of Afghanistan being women, must not be subsided.

ځواب ورکول Zahra Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *