مشورتي لویه جرګه

تاند- د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د مشورتي لویې جرګې په پای کې اعلان وکړ چې د سولې د پروسې په وړاندې د ښه نیت ښودلو لپاره ۱۷۵ طالب بندیان خوشي کوي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په پاییزه وینا کې پر طالبانو ږغ وکړ خپل پلاوی کابل یا کوم بل ولایت ته ورولېږي او خپل یندیان ورسره یوسي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې په هیواد کې دننه د سولې خبرې پیل کړي.

ده د اوربند په اړه د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې په ځواب وویل چې حکومت به په دې برخه کې اقدام وکړي.

ولسمشر وویل چې حکومت حاضر دی چې اوربند اعلان کړي خو شرط دا دی چې طالبان هم د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې اوربند اعلان کړي.

«خو، اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو.

زه حاضر یم چې ستاسو برحقه او مشروع غوښتنه چې اوربند دی عملي کړم. زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جراات او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي.»

ده زیاته کړه«مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې او په نورو اقداماتو کې به یې ټکي په ټکي په پام کې نیسم.»

تېره میاشت قطر د افغانستان له ۲۵۰ کسیز مرکچي پلاوي سره موافقه ونه کړه او په دې هیواد کې بین الافغاني خبرې لغوه شوې.

«مشورتي لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړې ده چې مذاکره کوونکی هیات وټاکم. زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر.»

مشورتي لویه جرګه نن د یوه ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په تصویبولو پای ته ورسېده. په دې پرېکړه لیک کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرواترو پر فوري پیلېدو ټینګار شوی دی.

3 thoughts on “مشورتي لویه جرګه: ولسمشر غني د یو شمېر طالب بندیانو خلاصون او مشروط اوربند ته تیاري وښوده”
  1. دغه یوڅوتنه جنايي بندیان پریښودل کومه فايده نلري /

    بلکه هغه په زرهاؤ طالب بندیان پریږده چه دبند موده یی لاپخوا پوره سویده

  2. please donot release talib prisoners before time.
    you see talibs are ready for peace or not.
    please donot review same act like hamid karzai.
    thousands talibs prisoners released by karzai.but they went again to
    the talibs for attacks on afghans
    EXACTLY TALIBS WANT POWER IN AFGHANISTAN.
    THANK YOU

  3. که طالبان اوربند ونکړي او د سولې خبرو ته منفي ځواب ووایي ملت به په مقابل کې څه کوي؟ په یو اواز او یو اتحاد به ورپسې راجګیږي؟ ټول ملت به یې په خلاف ودریږي او کنه دا ۴ ورځنۍ جرګه صرف خیټه مړول، د ملت پيسې مصرفول ، وخت ضایع کول او غني خپل کمپاین کول وو.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *