تاند- دوه مصري ډاکتران وايي چې له ۲۰ کاله پر له پسې کار وروسته بریالي شوي دي د هیپټېټ C او ایډز د درملنې لپاره یوه نوې او اغېزمنه شیوه ومومي.

دوی وايي چې دا نوې شیوه یې د ایډز او هیپټېټ C په ناروغانو ازمویلې ده.

د مصر د وسله وال ځواک ډاکتر احمد امین، چې پر دې پروژې یې کار کړی دی، وايي:«د درملنې دا میتود (Complete Curing Device) نومېږي او لنډه بڼه یې (CCD) ده.»

ده د درملنې دا شیوه د مصر په یوه پوځي روغتون کې پر ناروغانو تجربه کړې ده.

ډاکتر احمد امین وايي، دوی لومړی د ایډز او هیپټېټ سي ویروس مومي او بیا یې په دې شیوه له منځه وړي چې په نتیجه کې یې ناروغ یو مخ ښه کېږي.

د ده په وینا په دې ډول درملنه کې له دوو ماشینونو څخه کار اخیستل کېږي چې د مصر د وسله وال ځواک د انجنیرۍ څانګې جوړ کړي دي. یو ماشین ویروسونه مومي او بل یې له منځه وړي.

ډاکتر امین په عین حال کې وویل چې په دې طریقه درملنه ۶ میاشتې دوام کوي

One thought on “مصري ډاکترانو د ایډز او هیپټېت د درملنې نوې شیوه موندلې”

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *