ښوونه او روزنه له ماشومتوبه په یوه کورنۍ کي پیلیږي او بیا د لوړو زده کړو تر کچي همدا مرحله دوام مومي. مور او پلار باید خپل ماشومان د ژوند له پیل سره سم له مطالعې سره اشنا کړي، همدارنګه په وړکتونونو، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کي باید ماشوم ته د کتاب او د مطالعې د ارزښت په اړه يوه څه وویل سي، څو ماشوم کتاب او مطالعې ته تشویق سي. ټولینزي، انځوریزي او ږغیزي رسنۍ باید په دې برخه کي ډېره مرسته وکړي او اغیزه يې پر ماشوم ډېره زیاته ده. هر مطالعه باید یو مشخصه او ځانګړې موخه ولري په یوه هدف پسي د پلټني په موخه باید تر سره سي ماشوم باید بېرون ویستل سي له بېلابېلو ټولنیزو څېزونه سره اشنا سي او په کومه برخه کي، چي ورته پوښتنه پیدا کیږي باید د والدینو له خوا په نېغ ډول ورته حل نسي د کتاب ماخذ دې ورکړي ، چي ته کولای سې ددې پوښتني ځواب په دې کتاب کي ومومې کله چي ماشوم هغه کتاب راآخلي او لولې يې مطالعه يې مشخصه او هدفمندانه سوه او په دې ډول ماشوم یو څېړونکی جوړیږي او د تل لپاره به د هري ستونزي د حل په موخه کتاب ته پناه وړي.
د اسلام مبارک دین پر علم او پوهي ولاړ دی او په قران عظیم الشان کي په روښانه ډول د مطالعې او کتاب لوستني په اړه ډېر بحثونه راغلي دي او مطالعه يې د یوه عالم او پوه لپاره لازمه ګڼلې ده او ټول انسانان يې ورته تشویق کړیدی. په دې لویه او ښکلې دنیا کي کتاب او مطالعه د یوې ځانګړي ډلي کار نه دي بلکي هر انسان ته الله پاک ددې توان، طاقت او وړتیا ورکړې، چي مطالعه وکړي او کتاب لوستنه خپل متداوم عادت ورګرځوي. د ټولو انسانانو دا یو انساني او علمي مسولیت دی، چي د مطالعې فرهنګ په خپله تولنه کي دود او رواج کړئ. د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه ډېر څه سته، د نړۍ د پوهانو تر منځ ددې علمي او فرهنګي دود په اړه بېلابېل علمي نظریات سته، که څه هم نړۍ بې ساری پرمختګ کړی، برېښنايي، انټرنیټي کتابونه او نور بېلابېل لیکنیزفورمونه او پرمختګونه منځ ته راغلي خو کاغذي کتاب له خپلي رنګيني پوښتۍ او له ښکلو علمي پاڼو څخه ډک ارزښت ساتلی دی.
د کتاب ارزښت له بېلابېلو لیدلور!
الف ټولنیز لیدلوری:
مطالعه او کتاب لوستنه یو اکتسابي کړنه او عمل دی، چي له وړکتوبه د مور او پلار په ځانګړې پاملرنه له ماشومانو سره ملګرې کيږي او ورځ تر بلي د ماشوم په وجود او عاداتو کي ځای نیسي او د ژوند د کړونو یوه برخه يې ګرځي، مطالعه په سن، مسلک او کسب پوري اړه لري، یوه مطالعه باید ځانګړي موخي ولري، کله چي موږ یو کتاب لولو باید هداف او موخي مو مشخصي او مخکي له مخکي ټاکلي وي، چي دا ډول مطالعه د انسان په ذهن او دماغ کي تلپاتې ګرځي..
ب: اقتصادي لیدلوری:
له اقتصادي لیدلوري یوه مطالعه يا کتاب لوستنه باید د دندي او مسلک اړونده وي، مطالعه د یوه انسان، فکر،وړتیا، ټولینزارزښت او د تفکر قوت غښتلی کوي، انساني منطق او استدالال پیاوړی کوي د بدن ټوله علمي انرژي يې په حرکت راولي او تازه یې ساتي موږ اوس په یوه پرمختللي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي نړۍ کي ژوند کوو، هر ورځ غواړ د خپلو تجربو له مخی یو نوی شی رامنځ ته کړو د تجربې په واسطه یو کشف کړو، د مطالعې او کتاب په واسطه يې پايښت او ساتنه وکړو، او له دې لاري کولای سو خپل علمي پرمختک متداوم وساتو.
ج ارواپوهنیز لیدلوری:
مطالعه د ورځني ژوند اړتیا او ضرورت دی، هر شخص د کتاب لوستنني څخه يوه ځانګړې موخه او هدف لري، ډېر خلک مطالعه د خپلو معلوماتو د زیاتلو په موخه کوي، ځيني يې د فارغ وخت د تېرښت لپاره کوي او ځيني يې د یوې ټاکلي ستونزي د حل په موخه کوي او خپل نفس او روح ارموي. مطالعه یا کتاب لوستنه د ډېرو رواني ناروغیو او ستونزو لکه اخلاقي انحراف، عاطفي اختلال، غم، درد او له ټولني سره د نه همږغۍ په برخه کي ستره مرسته کوي او له رواني تشویشونه او تکلیفونه څخه يې ژغوري. یو راوني ناروغ تل مایوسه، فکري او چورتي وي، خو که منظم او له خپلي سويي سره سم کتاب مطالعه کړي کولای سي پر ځان او نفس باندې يې باور او ويسا زیاته سي او د روني ستونزي په له منځه وړلو کي ورسره لویه مرسته کولای سي.
د: کلتوري لیدلوری:
کتاب لوستونکی تل یو پلټونکی او محقق وي، پلټونکی په دې معني نه چي، خپل مهارتونه او کسبي معلومات زیاتوي بلکي د پلټني د حس د قوي کولو په موخه پخپل نړۍ لید کي ګنګو پوښتنو ته ځواب مومي، هغه مطالعه چي د یوې مشخصي او ټاکلي موخي لپاره تر سره کیږي اغیزه يې تر نامشخصي او نا ټاکلي مطالعې زیاته وي. یعني مطالعه باید د یوې ځانګړي موخي لپاره تر سره سي د مطالعې او کتاب لوستني له مخي موږ خپل فرهنګ(مادي او معنوي شتمني) علمي او ټولنیز ارزښتونه پېژندلی سو او د کتاب په پاڼو کي يې ساتلی سو.
ذ: کورنۍ او کتاب:
کورنۍ لومړۍ نړۍ ده، چي ماشوم ورسره اشنا کیږي، د یوې کورنۍ کړه وړه، ناسته ولاړه ، خبري او کورني قوانین هغه لومړني او بنسټيز څه دي، چي د ماشوم پر راتلونکي شخصیت باندي اغیزه کوي. ماشوم د خپلو والدینو د هري کړني تقلید او پېښې کوي که يې مور، پلار یا د کورنۍ نورو غړو ورځنۍ مطالعه کول ماشوم به خپله ددې فرهنګي دود سره اشنا کيږي او والدینو ته لازمه ده، چي د خپلو ماشومانو مخته کتاب ولولي او دی هم ورسره عادت کړي.د مطالعې سره مینه او علاقه کولای سي، د ماشومانو په وړاندي دعلم، فرهنګ او د نوي تفکر دروازه پرانیزي.
هر ماشوم، چي نړۍ ته سترګي راوغړوي د نوي چاپیریال او د نړي د څېزونو په اړه پلټنه او کوښښ کوي، چي وې پېژني او ځان ورسره اشنا کړي، خلک، ټولینز څېزونه، د خلکو ناسته ولاړه، خبري، رنګونه او دې ته ورته نور هغه لومړني او بنسټیز څه دي، چي ماشوم هڅه کوي ځان ورسره اشنا کړي او وې پېژني.
که چيري یو ماشوم له وړکتوبه له کتاب او کتاب لوستني سره اشنا سي بیا ناشونې ده، چي دا قوي اړیکه، ګرمه مینه او علاقه دې پرې سي. د ډېرو ماشومانو انځوریز، کسیز او داستاني کتابونه خوښیږي باید والدین ددې ډول کتابونو په موندلو کي ورسره مرسته وکړي او دوی ورته ډېر زیات تشویق کړي.
له مطالعې سره د ماشومانو د ميني پیدا کولو څو لنډي طريقې:
لومړی:
پرېږدی، چي ماشوم يې وویني، چي تاسو يې لولی: په ښوونځیو او مدرسو کي د ماشوم لومړنۍ بریا کورنۍ مطالعه ده، که غواړی، چي ماشوم مو زیرک او تل بریالی وي له کورنۍ مطالعې سره يې اشنا کړي مور او پلار چي کله مطالعه کوي باید د خپلو ماشومانو په وړاندي کتاب رواخلي او ددوي مخته يې ولولي څو ماشوم متوجې سي او دا عادت په ځان کي پیدا کړي. د والدینو مطالعه او کتاب لوستنه د ماشوم د زیرتیا او وړتیا لامل ګرځي.( تاسو يې وایاست دوی دې درته ګوري)
دوهم:
کوم معلومات، چي د مطالعې له مخي په لاس راوړئ تقسیم يې کړئ! هغه معلومات، چي تاسو یې له ورځنۍ مطالعې څخه زده کوي ولي يې له کورنۍ سره نه شریکوي؟ که تاسو خپل معلومات له کورنۍ او په ځآنګړي ډول له ماشومانو سره شریک کړئ ماشوم هر ورځ نوی شی زده کوي او په پای کي ماشوم لپاره نوي معلومات یو عادت ګرځي بله ورځ خپله کتاب یا ورځپاڼه راخلي نوي نوي څه پلټي او زده کوی يې. دریم: په لوړ ږغ يې ولولئ! یوه اړینه او ارزښتناکه طریقه، چي ماشوم له کتاب او مطالعې سره مینه پیدا کړي د والدینو له لوري په لوړ ږغ کتاب لوستنه ده.
دا کار باید د ماشوم تر زېږیدو لږ وروسته پیل او بیا تر ډېرو کلونو دوام وکړي، کله چي ماشوم ته په لوړ ږغ کتاب لولئ ماشوم له نوو لغاتو، کلمو او علمي اصطلاحاتو سره اشنا کيږي او د وخت په تېرېدو سره يې هغه په ذهن کي ځای نیسي د ژوند په راتلونکو وختونو کي ورڅخه ګټه پورته کولای سي. کله چي د ماشوم په وړاندي په لوړ ږغ کتاب لوستل کيږي ماشوم دا درکوي، چي کتاب لوستنه زموږ د کورنۍ یو اصل دی او زه هم باید له دې اصل سره ځان اشنا کړم.
د ماشوم په وړاندي باید په مناسب لحن او حالت یو کتاب ولوستل سي، د هر شخص لپاره له یوه ځانګړي ږغ څخه استفاده وکړئ. د کتاب لیک نښي(توقف، دریدنه، ندا او نور…) بېلابېل لیکني اصول مرعت کړئ. په مینه يې ورته ولولئ، د موضوع له حالتو او منځپانګي سره سم خپل ږغ عیار کړي کله چي موضوع هیجاني او حیرانونکې وي په هیجاني ږغ باید ولوستل سي او که بیره او ډار پکښي وي په داسي لحن يې ووایه چي ډار او بېره ځيني څرګنده سي. کله چي کتاب لوستل پیلوي مخکي له ماشوم سره د اړوند کتاب او کتابي انځورونو په اړه خبري او بحث وکړئ او د ځينو انځورونو او عناوینو په اړه ورڅخه پوښتنه وکړئ، چي دا انځور د چا دی او ددې سړي په اړه به څه ویل سوی وي دلته ماشوم نور هم متوجې کيږي او خپل نظردرسره شریکوي او د کتاب لوستني تر وروستۍ شېبې درسره پاتيږي او خپل ناحله پوښتني ته ځواب مومي. څلورم: ورځپاڼي کورنۍ کړئ!
که چیري د کتاب لوستني لپاره وخت ونه لري، چي د ماشومانو په وړاندي يې ولولي، نو بیا ورځپاڼي کورنۍ کړي او تل یې د ماشومانو مخته وایاست، کېداسي په ورځپاڼه کي بېلابېل ادبي، سیاسي، ټولنیز، سپورټي او تفریحي موضوعات نغښتي وي د کور غړي دې د خپل مسلک او پوهي مطابق یوه یوه موضوع غوره کړي او هر ورځ دې یې د خپلو ماشومانو په وړاندي په لوړ ږغ لولي، خو ماشومان به دا درک کړي، چي مطالعه زموږ د کورنۍ ورځنۍ چاره ده، که چیري په یوه ورځپاڼه کي یو فصل یا باب ماشومانو ته ځانګړی وي دا بیا د ماشومانو لپاره نور الله نور دی او ماشومانو ته به دا ورځپاڼه ډېره په زړه وي او هر ورځ به يې راتلو ته شېبې شمېري. پنځم: ماشوم اړ کړئ، چي خپلي پوښتني ته ځواب له کتابه خپله ومومي نه تاسو! د ماشومانو لپاره مور او پلار لومړنۍ معلوماتي سرچینې دي، کله چي ماشوم له هر راز پوښتني سره مخ سی لومړی مور او پلار ته پنا راوړي او د پوښتني حل ترې غواړي او والدین هم هڅه کوي، چي ور حل يې کړي، خو اړینه او مهمه دا ده، چي ماشومان دې خپلواک پرېښودل سي یوازي دې مور او پلار د ځواب مندلو ځای او ماخذ ور وښيي، څو ماشوم ورپسي ورسي او په اړه يې پلټنه وکړي او خپل پوښتني ته له بل کتاب یا ورځپاڼي ځواب ومومي. په یوه کور کي جغرافیي اطلس، د ملي او نړېوالو ژبو لوی قاموسونه او د عمومي معلوماتو یو لړ کتابونه حتمي شتون ولري او والدین باید د پورتنیو کتابونو څخه د استفادې طرز او روش ماشوم ته ورزده کړي.
د تاند له کارکونکو څخه يو نړۍ مننه همدا تاسو ياست چی زموږ ژوند ته بدلون راکوی. مننه مننه مننه ستاسو حق موږ نشو ادا کولی.