تاند- له هرات څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې قهرجنو مظاهره چیانو نن په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وکړه او له پولیسو سره د مظاهره چیانو د اخوډب په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي.
په هرات کې امنیتي ځواکونه د یوه تن مظاهره چي وژنه تاییدوي خو مظاهره چیان وايي چې لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې قهرجنو مظاهره چیانو د ایران پر کونسلګرۍ یرغل وروړی، د هغې ځینې برخو ته یې اور ورته کړی دی خو دیپلوماتانو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نارې وهلې چې د ایران کونسلګري دیپلوماتیک مرکز نه بلکې د جاسوسۍ ځاله ده.
ویل شوي چې دا مظاهره وروسته له دې شوې چې یو شمېر خلکو تور پوري کړ چې د ایران کونسلګرۍ د وېزې د ورکولو لپاره سړي سر څلور سوه یورو ورڅخه اخیستي خو له څو میاشتې انتظار وروسته حال نه ورکوي چې وېزه ورکوي او که یې نه ورکوي.
تر دې مخکې هم د په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ پر ضد څو ځلي مظاهرې شوي او دا کونسلګري یې په هرات کې د افغانانو په منځ کې د قومي او مذهبي اختلافاتو په پارولو تورنه کړې ده.
د ایران او هندوستان د قونسلګریو د شمیر په اړه باید مرکزي دولت له سره فکر وکړي.