یونس تنویر

  د حمزه بابا له زمانې را وروسته په پښتو ادب کې ، صوفیانه شاعري د پخوا په پرتله چټکه نه ده. مګر د مسلمان روح، زړه، عموماً په سپېڅلتیا پورې تړلی وي. او د خدای (ج) د مینې انوار او جلوه نیشیني یې مله وي. د همدې سبب له مخې د مسلمانو شاعرانو په اشعارو کې د عرفاني شاعري غزونې په غیر شعوري توګه ځلبلاندې وي. او بالخصوص په پښتو ادب او پښتنو کې دا خاصه تر بل هر قوم غښتلې او زیاته ده.

   په اوسني معاصر شعر کې د تصوف څرکونه د پښتو په شاعرانه ژبه باندې یو بیل اغیز او خوند لري.

هسې خو عرفان د پېژندنې په مانا دی. په اصطلاحي ډول خدای پيژندنې ته وایي. دغه علم ته د فلسفې په څېر استدلال د عقیدې نابودي ده. او د مسلم، زړه تل د روحي سېر په تړون د خدای(ج) د معرفت د پېژندنې باعث دی. نه دا چې د اپلاتوني او نورو کفري، فلسفو په واسطه د عرفان په اصطلاحي مانا (خدای پيژندنې) معرفت او قرب حاصل کړو.

د روحي مشاهدې او کشفونې، د زړه صدق او ضمیر په واسطه د الله تعالی (ج) د معرفت استدلال شونی دی.او د شاعرۍ همدغه ژبه ده. نور، نو هر ډول استدلال شونی نه دی. او نه په دې علم کې راتلی شي.

شاعرانه منطق د زړه د سترګو مشاهده ده.او د عرفان اصطلاحي منشا د شاعرۍ په لطیفه ژبه باندې یو صوفیانه وجد دی. وجد د ډېرې مینې په بنیاد، را ټوکیږي. او په مین د معشوق، یوازینۍ پېرزوینه مشاهده ده. او د خدای(ج) پیژندنې لویه لاره مشاهده ښودل شوې ده. انسان که څه هم، خوار او ناتوانه مخلوق دی، خو د الله تعالی (ج) د معرفت سمندر یې په غیږ کې شته. تاسې لاندې بیتونو مشاهده وګورئ:

ته چې ماته وایې چې له مانه ځان قربان کړه

ځان له ځانه څنګه قربانیږي زه حیران یم

                                                  (حمزه بابا)

مینه مې هر شي کې خط وخال دجانان ویني

عقل مې تر اوسه خپل صنم نه پیژني

                                              (طاهر کلاچوی)

ماوې چې ښکار کړی به دې یو زه وم

بند دې و دزلفو په هر وله بهار

                                           (استاد پسرلی)

     د ښې شاعرۍ د پنځولو لپاره اړینه ده چې مومن د نفس تزکیه ولري. هغه شاعران چې لویه شاعري یې پنځولې ده، د انسانیت جد وحهد یې لویه خاصه ده. لکه : صداقت، اخلاق، پاک نیتي، بشر پالنه او داسې نور… دي.

   اصل کې صوفیانه شاعري د یوه داسې جمال ستاینواله ده، چې د ټولو ښکلاو منشاه ده. ددغه جمال را سپړل، د فلسفې له منطق او تعقل، لوړه خبره ده. او شاعري چې د ګردو حسونو ټولییز حس دی، ددغه حسن د ستایلو باني پاتې کیدای شي.

عرفاني شاعري د ښکلا د متناوع هنداره ده. او په دې ډول سره، دغه لطیفه ژبه د محدود کیدو، خاصیت نه لري؛ بلکې دومره پراخه ده، که د نړۍ ټول وګړي شاعران شي او بیا دا ټول وګړي د حسن ستایلو، ته شعرونه ولیکي، بیا به هم ددغه حسن اکثره خوا وې باقي پاتې وي.

دعباسي خلافت په څېر ناپدید نظام چې اکثره او ټول اصول یې اسلامي و، د تصوف د باریکو، مضامینو لپاره یې شاعرانه ژبه غوره کړه. همدغه دوره د عرفاني شاعري منشا هم ګڼل شوې ده.

    د استاد فضل ولي ناګار په حواله: (د معاصر دور د پښتو غزل پلار حمزه شینواری (رح) چې د ځانګړي ادبي مکتب خاوند یې باید وبولو، هر غزل او هر شعر یې د تلپاتي حقیقت هینداره ده او دده په تعقیب په سلګونو، پښتانه شاعرانو، څه په شعوري ډول او څه دده د لوړ هنر په اغېز، په ناخبري ډول ددغې لارې لارویان پاتې شوي دي.)(۱)

   ترکومه ځایه مې چې پکې مطالعه کړې ده، د معاصر او کلاسیکې عرفاني شاعرۍ، لویه ځانګړنه په اکثرو بیتونو کې د اصطلاحاتو نه شتون دی. یانې معاصره عرفاني شاعري تر ډیره په ناخبري توګه د تصوف منبع او د عرفاني اصطلاحاتو، نه شتون ته ژمنه ده.

   په معاصره عرفاني شاعري کې د ذات ښکلا، د ظواهر جمال او اغېز په بنیاد تر کلاسیکې شاعرې ډېره راټوکیدلې ده.

   معاصره عرفاني شاعرۍ د ذوق پرستۍ ښکارده. او په منځنۍ (کلاسیکه) شاعري کې بالخصوص په روښاني شاعري کې علمي، تعلیمي او اخلاقي مسایل په هنري ژبه باندې ارایه شوي دي. تاسې یې لاندې بیتونه وګورئ:

په اسمان یې نوم احمد و

کوزپه ځمکه محمد و

نور ورایي له کوزه پاسه

دی نوملی په احد و

                            (علي محمد مخلص)

د احد په میم احمد دی

احد یو دی له احمده

دا دمیم برخه کثرت شو

له احده سو عدده

                               (ملا ارزاني)

    دغه مضمون میرزا خان انصاري او نورو روښاني شاعرانو هم، تکرار کړی دی. چې د تصوف له رویې د عرفان اصطلاحي مانا(خدای پیژندنه) د معرفت او پیژندنې ستاینه کوي. که چېرته په پورتنیو شعرونو کې، استعارتي او سیمبولیکې، نومونې نه وای؛ نو د مولانا ازاد په خبره :که د صوفیانو مشاهده ترسیموم، نو دا ملا به مې پرې ماته شي. په پورتنیو بیتونو کې تعلیمي او علمي معرفت ښکاره دی. چې په معاصره عرفاني شاعري کې همدا خاصه، یا خو بیخي شته، نه. او که وي هم، نو د شمېرلو نه ده.

   که چېرې د معاصر او کلاسیکې عرفاني شاعرۍ شهودي، نظریه، وڅیړل شي، نو په معاصره دوره کې د ذات تصور داسې، وړاندې شوی چې د لوستونکي په ذهن کې، مجسم نه پاتې کیږي. هغه له دې وجهې، په معاصره شاعري کې د ذات د تصور لپاره کثرتي نړۍ، مجسموي. یانې د څاڅکي وجود ته دریاب له اجزاو تصویر ورکړل شوی دی. مګر کلاسیکه شاعري ماسوای د ذات تصور په مطلق ډول مشاهده کوي. په معاصره عرفاني شاعري کې دغه شهودي فلسفه دومره په په شیانو کې محسوسه او مشهوده، شوې چې لوستونکي ته د مجازي مینې یو تصویر هم ورکولای شي. مګر په کلاسیکه شاعري دشیانو وجود محسوس او مشهود نه وي. یوازې د ذات وجود محسوس او مشهود وي. تاسې لومړی د په کلاسیکه شاعرې کې د خوشال خان خټک بیت وګورئ او بیا په معاصره دوره کې د استاد ناګار او مصطفی سالک صیب بیتونو ته ځیر شئ:

یو مې بیا موند په هر څه کې

چې مې وکړ د زړه سېر

                                        (خوشال بابا)

بس یوه ښکلا په رنګارنګ هندارو پریوته

ځکه رنګیني د کایناتو ده رنګونو کې

                                       (استاد ناګار)

پام کوه هیڅ رنګ دهوس نه لرم

زه هره ښکلا د تا حصه ګڼم

                                     (مصطفی سالک)

دا د وحدت خبره تشه شاعري هم نه ده

ګني نو ولې په هرمخ کې پټیدله جینۍ

                                          (مصطفی سالک)

     په وجودي مشاهده کې د میرزاخان انصاري، رحمان بابا او په معاصره دوره کې د حمزه بابا، او مصطفی سالک بیتونه څیړو:

میرزا په خپله هیڅ ویلي نه دي

په قفس کې د واحد توتي اواز کا

                                     (میرزاخان انصاري)

هسې نه چې واحدي یې ده له عجزه

په واحد وجود بسیار دی رب زما

                                                (رحمان بابا)

څه پوښتې چې زړه مې څومره ښکلو ته ورکړی

څه ووایم څومره، خو هم جمعه هم واحد دی

                                                  (حمزه بابا)

اوس له خپل وجوده هم راته نږدې یې

نوربه نه وایم چې ته خو زما ځان یې

                                           (مصطفی سالک)

   په پورتنیو بیتونو کې د وحدت الوجود د فلسفې د ارایه کولو په سبک کې جوت توپیر شته.

   میرزاخان انصاري د مظاهرو په بنیاد د وجود د شته والي نظریه، نه ورکوي؛ بلکې په مطلق ډول د ذات د شته والي ستاینوال دی. رحمان بابا د وجود، یانې د ذات د وجود، تصور بغیر د کوم شباهت له مخې کوي. مګر حمزه بابا او سالک صیب د ذات وجود، د ظواهر جمال او اغېز په بنیاد د وجود د شته والي نظریه ورکوي، چې یو شاعرانه منطق دی.

   په معاصره عرفاني شاعري کې تر دې حده، یو ښکلی بغاوت شوی دی چې د ذات شته والی یا په هرڅه کې د ذات مشاهدې ته، یو تمثیلي کردار ورکوي. یانې د یوه حالت له مخې یې د څرکندولو باني ده. دغه کردار شاعرانه منطق دی، چې شاعر د خدای (ج) سره په راز او نیاز کې واقع وي. ما چې کلاسیک ادب څومره مطالعه کړی، دا وړ بیلګې مې نظرته، نه دي راغلې. او که وي هم؛ نو دومره پریمانه به نه وي. لکه معاصره عرفاني شاعري یې چې ګلورینه کړې ده. تاسې یې لاندې بیتونه وګورئ:

یوه لار هم ستا له دره مخته نه ځي

ور پرېوځي ټول سیندونه سمندر ته

                                  (طاهر کلاچوی)

استغنا دې شوه روزي په کومو سترګو

د موجونو خو هرڅه وي دریابونه

                                            (کړاومنګل)

  که په تیورکي لحاض د حمزه بابا د تصوف تعریف ته وکتل شي؛ نو د پخوانو، صوفیانو د تیوري سره یې جوت توپیر څرګندیدای شي. هغه داسې چې حمزه بابا د تصوف په تعریف کې د انسان، تر ټولو اړینه خاصه، انسانیت ښودل شوی دی. او انسانیت یوازې ځانته کیناستل نه دي. له مخلوق څخه ناهیلې کیدل نه دي؛ بلکې د انسانانو په خیر، انساني مینه پالل دي. او د وحشت هیسته غورځول دي. او دغه شیان په پوهې سره حاصیلیږي. چې د پښتنو تر ټولو لویه، نیمګړتیا د تعلیم، نه شتون دی. ددغو خلکو په نظریه د ښځو لپاره خو تعلیم بیخي کفر دی. حالانکې د ماشوم د روزلو، تر ټولو لومړنی ښوونځی د مور غېږه ده. چې په دې غېږه کې علم نه وي؛ نو ماشوم به مو، څه وړ سالم وروزل شي. یانې معاصر تصوف د انسان په ټولنیزو، خوا پورې هم تړل شوی دی. یوازې او یوازې رهبانیت نه دی. موږ دا نه وایو چې په کلاسکه دوره کې ښځینه عالمانې یا د تعلیم څرکونه نه ول. کنه زموږ د پوهې اصلي سرچینه په اکثرو علومو کې لرغونې او منځنۍ دورې پاتې شوې دي.

   د عرفاني شاعرۍ تر ټولو لویه ځانګړنه په عشق اتکا کول دي او عشق د جمال پرستۍ ښکار وي. هسې خو، ددې نه پخوا سید قطب قرانکریم د وینا او ښکلا له نظره څېړلی دی؛ نو کله چې یو لوی عالم د قران په جمال تحقیق کوي؛ شاعران ولې د ذات د ښکلا ستایونکي نه شي. او معاصره شاعري، خو بیا بیخي ډیره د ښکلا ستاینه کوي. دا کومه بدي یا عیب نه دی. زموږ ستر عالمان هم د مادي ښکلا ستایونکي پاتې شوي دي. سباوون مومند د (ډیوې الوت) په کتاب کې یې له (ګازر ګاه تفسیره ) یو نقل کړی دی:

( او دا حورې چې د سترګو سپین یې ډیر سپین او توروالی یې بیا ډیر تور وي) او بیا د مولوي په اند: چې ښکلا شته؛ نو خدای (ج) هم شته. او په حدیث شریف کې راځي : الله ښکلی دی ښکلا خوښوي.

     د دې نه معلومیږي چې دعرفاني شاعري روح په عشق او جمال ولاړ دی. شاعران ولې د ښکلا ستاینوال نه شي؟ پریږ دئ چې ژوند ښکلی شي. او د ژوند ښکلي کول، د انسانیت شعار دی. حمزه بابا څه ښه ویلي دي:

ښکلا بې ژونده، ژوند بې له ښکلا نه

عبث خبرې خوشې کیسې دي

او بیا که د خوشال بابا بیت را واخلې؛ نو د ټولو حسن یې الهي حسن بللی دی:

دا نه خال، نه زنخدان دی، نه پریشانې تورې زلفې

دا یو راز الهي دی، که ته پوه پر دې وینا یې

   صوفیان ګردې ځمکنۍ ښکلاوې د الهي ښکلا نښه ګڼي. هیڅ داسې شی نشته چې هغه کې د ښکلا نه وي.(د ډیوې الوت، سباوون مومند)

   د یوسف (ع) پر تندي د الهي ښکلا انوار و، چې یعقوب (ع) یې پر ځان شیدا کړ.او الهي ښکلا زړونه تړي. دا ښکلا ممکن په اواز کې وي، په څهره او یا بل کوم څیز کې وي. هغه د مولانا ازاد (رح) په خبره : حسن هر ځای کې حسن دی. تاسې لاندې بیتونوته ځیر شئ:

یه حمزه د یار انداز کړي یار په خپله

لیونیه وایه جزکړې او که کل کړې

                                       (حمزه بابا)

زه د یار مینې په یار باندې شیدا کړم

که څوک ماګڼي زه نه یم واړه دی دی

                                      (رحمان بابا)

پای

اخڅلیکونه:

۱- عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه، ناګار، استاد فضل ولي، ناګار خپروندویه ټولنه، ننګرهار،۱۳۸۸لمریز کال.

۲- د بایزید روښان عرفاني ادبي ښوونځی، ناګار، پوهندوی فضل ولي، ناګار خپروندویه ټولنه، ننګرهار،۱۳۹۰لمریز کال.

۳- غنچک،د حمزه بابا د مقالو، تکلونو، مرکو او خطونو مجموعه، پاک امارات پښتو ادبي ټولنه دوبۍ، ۲۰۱۳ع ، کال.

۴- د ډیوې الوت، مومند، سباوون، دانش خپروندویه ټولنه ،پېښور،۱۳۸۳ل\ ۲۰۰۵ ع کال.

4 thoughts on “معاصره عرفاني شاعري/ لیکوال: یونس تنویر”
  1. سلام واحترام عرض ادب استاد یونس تنویر
    استاد محترم اگر ایجازه شما باشد میخواهم که این مقاله زیبا شما را به لیسان دری
    ترجمع نمایم

    ((با احترام جواد ((نوری

  2. ما چې معاصر ادب مطالعه کړی د عرفان بیلګې مې پکې نه دي پیدا کړې.مګر اوس پوه شوم چې معاصره عرفاني شاعري هم شته.او ستا لیکنه لوړه ده.مګر یوه خوبي یې داده چې خبرې کوې واضع یې کوې ،ښې یې کوې.استدلال دې په مثالونو غښتلی دی.مننه

  3. ډ یره ښکلی او په زړه پورې لیکنه ده استاده واقیعت چی په کفری نظرونو دیوې قضیی اثباتول د یو مسلمان کمزوري ده الله دی تاسو ته نو ر هم همت درکړی چی د عرفانیت او روحانیت په اړه نو رې لیکنی هم وکړي ستاسو دلازیاتو معلوماتو به هیله
    واحدي

ځواب ورکول واحدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *