ذبیح الله رحیمزی –
معاصر حقوقي سیسمتونه تدریسي اثر چې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځیو کې د یو برجسته مضمون په توګه تدریسیږي، د لومړي ځل لپاره له چپټري بڼې څخه د کتاب په بڼه واوښت.
د دې اثر لیکوال د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهندوی محمد ایمل حقمل دی. دا اثر په شاوخوا دولس فصلونو کې د معاصر حقوقي سېسټمونو په دوو مهمو حقوقي کورنیو (رومن ـ جرمن او کامن لا) باندې راڅرخي او د نړۍ د دې دوو مشهورو حقوقي سیسټمونو پېژندنه او کاري پروسیجر په کې روښانه شوی دی.
معاصر حقوقي سېسټمونه په ختیځ کې د یار خپروندویې ټولنې له لورې په ۲۷۰ مخونو کې په سپین، ښکلي کاغذ او رنګه پښتۍ تازه په چاپ رسیدلی. د دې اثر په پښتۍ ډېره خواري شوې او د ډېزاین چارې یې تکړه ډېزاینر رحمن الله بهر ترسره کړٍي .
پوهندوی محمد ایمل حقمل د دې تدریسي اثر په لومړي مخ د ډالۍ توري داسې کښلي: خپل مرحوم پلار ته چې د ژوند بلا ارمانونه یې په ځوانۍ کې له ځانه سره ګور ته یوړل او په ډېر وړکتوب کې یې زه د شفقت له سیوري محروم شوم. خپلې مور ته چې د شمعې په څېر ځان وسوځوه، خو زه یې دجهل او ناپوهۍ تیارو ته پرېنښودم.
د کتاب په ورپسې مخ لیکوال له لورې د ننګرهار پوهنتون د یوشمېر استادانو او د یار خپروندویې ټولنې له مسوولینو منندوی شوی دی چې د کتاب په چاپ کې ورسره ستړي شوي دي او کور ودانی یې ورته ویلی دی.
په دې تدریسي اثرد ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادانو پوهندوی احمد ګل واثق، پوهندوی منګل شېرزاد او پوهیالي هجرت الله اختیار تقریظونه او سریزې لیکلي.
پوهندوی احمدګل واثق په خپل تقریظ کې دا ګټور اثر د ۱۴ کلونو وروسته په لومړي ځل په پښتو ژبه کې یوه ستره لاسته راوړنه بللې او دا اثر یې د متن او شکل له حېثه ښه ارزولی دی. او په یوه برخه کې لیکلي: په دې درسي کتاب کې د یو علمي کتاب ټول اصول او معیارونه مراعت شوي دي. بله دا چې د نوموړي کتاب د عناصرو طبقه بندي، د مطالبو لیکړ، د ماخذونو ترتیب او تنظیم د علمي اصولو سره او معیارونو سره برابرشوی دی، د تحلیل طرز یې ډېر ساده، سلیس او روان دی چې د غیر مسلکيانو لپاره هم د درک او فهم وړ دی.
استاد پوهندوی منګل شېرزاد په خپل تقریظ کې کتابونه د ولسونو سترې سرمایې بللې دي او معاصر حقوقي سیستمونو د اثر چاپ یې د لیکوال د لاس په کار کېدو، هڅې او ښې پوهې نمونه ګڼلې ده.
منګل شېرزاد د تقریظ یوه برخه داسې توره کړې: د دې کتاب چاپ او خپریدل نه یوازې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته ګټور دی، بلکې زموږ د قضاء، څارنوالۍ، عدلیې ریاست، پولیسو کارمندانو او همدارنګه مدافع وکیلانو ته هم د دې کتاب لوستل یو اړین او مبرم ضرورت دی.
پوهیالي هجرت الله اختیار بیا خپله سریزه په دې نوم پیل کړې ده: شته ځینې خلک چې رڼا هم وېشي!
ده لیکلي چې په پښتو ژبه کې د دا ډول علمي او تحیقیقي کتابونو شمېر کم دی او علتونه هم روښانه کړي داسې چې د کتاب چاپ یوازې تر ادب پاله پورې محدود او او د نورو علومو او مسلکونو خاوندان ځان مسوول نه بولي چې ګواکې زه دې خپلې خبرې او پوهه په منظمه توګه د کتاب په بڼه تر نورو ورسوم. یا یې له نورو ژبو خپلې ژبې ته کړم. خو نسبت تېر حالت ته په کتو یې شکر ویستلی چې ګنې د علمي کتابونو لیکلو، ژباړلو او چاپ برخه ګرمه شوې او یوه بېلګه یې خپله همدا اثر بللی دی.
هجرت الله اختیار په خپله سریزه کې زیاته کړې چې معاصر حقوقي سیسټمونه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو بنسټیز مضمون دی، خو تدریس او پرې پوهیدل یې بیا د هر چا د وس وتلې بللې، خو لیکي چې استاد حقمل بیا وخت ناوخت د دې مضمون سخت او پیچلي عبارتونه او مفاهیم محصلینو لپاره ښه روښانه کړي. اود سریزې په وروستۍ برخه کې لیکوال ته د چاپ مبارکي او په راتلونکي کې د دا ډول علمي او ګټورو کتابونو هیله کړې.
یوه بله ځانګړنه چې په دې تدریسي اثر باندې پوهیدو او فکر اخیستو ته یې زمینه برابره کړې هغه له فصل او موضوع وروسته د پوښتنو په ډول د تېرې موضوع د پوښتنو راوستل دي.
په ټوله کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلین د دې اثر چاپ ته ډېر خوښ دي او په ښوونیز بهیر او یاد مضمون څخه د ښه مفهوم اخستلو او په دې برخه کې د خپلې علمي سویې په لوړولو کې یو ستر ګام بولي.
باید یاده کړمه چې په حقوقي او سیاسي برخو کې په دې وروستیو کې د کتاب لیکنې او ژباړنې هڅې ډېرې لېدل کېږي چې د پښتو ژبې د غنا لپاره سترګامونه دي.
ذبیح الله رحیمزی
صفا راډیو/ جلال آباد
دکندهار اوسیدونکی یم
اسلام علیکم ماته د معصر حقوقو پہ اره معلومات راولیگی دی Id ta prince shakeel مننہ
حسان الحق احساس دکندهار څخه دغه زما ا ډی ته راولیږه دیر مهربانی به مو وی
البته دمعاصرحقوقي سيسټمونو کتاب درته ښه یم مننه