تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د چارو د همغږۍ په دویمه غونډه کې ویلي، دولت د اوربند لپاره کار روان کړی دی او په دې برخه کې د سیمې او نړۍ په همغږي کولو بوخت دی.
ښاغلي سلام رحیمي د سولې مذاکراتي پلاوي سره په دې غونډه کې ویلي، د سولې په چارو کې له پرمختګ سربېره اړتیا ده چې د بشردوستانه اوربند اوتاوتریخوالي راکمولو لپاره هڅې وشي.
د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي بیا ویلي، چې په یوه داسې طرحه کار روان دی چې د بشري مرستو رسونه، مذاکراتو ته زمینه سازي او د اوربند ټینګښت به په کې شامل وي: (( په لنډمهالو، منځمهالو او اورږد مهاله پلانونو باندې هم کار روان دی تر څو د افغانستان بحران ته پرې د پای ټکی کېښودل شي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ولسمشر غني، نړیوالې ټولنې او اسلامي سازمان لخوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده.
ستانکزی صاحب، ولس پوهیږی چه سپیره غله یی،دا اوربند کار مو هم روان کړی ،تر څو له خارجیانو څخه څه ډالر وشکوی ،تاسو سره د سوله هیڅ کوم پلان نشته،په همدا جګړه کی مو ګټه،طالیبان کلداری او تریاک تجارت،تاسو په قسماقسم نومونو پلانونو ډالر ایرو ته پلمه او بډه یی وهل،
د کرونا په پیسو باندی موهم سره مړه کړل،ای بی انصافه غلو
ښاغلي سلام رحیمي د سولې مذاکراتي پلاوي سره په دې غونډه کې ویلي، د سولې په چارو کې له پرمختګ سربېره اړتیا ده چې د بشردوستانه اوربند اوتاوتریخوالي راکمولو لپاره هڅې وشي.