سرنوشت ورځپاڼه: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوياوس هم په ناقانونه ډول ددغه کمېسیون دوه موټر کاروي. د ټاکنو په کمېسیون کې یوې باوري سرچینې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې له فضل احمد معنوي سره د ټاکنو د کمېسیون دوه موټراوس هم شته او د کمېسیون له پرله پسې غوښتنې سره سره یې دغه موټر نه دي سپارلي. سرچینه وايي چې له معنوي سره د کمېسیون یو ۶۵۴۲دولتي نمبر پلېټ لرونکی لنډکروزر موټر او بل هم ۸۶۷۱نمبر پلیټ لرونکیهایلکس موټر اوس هم شته او ددغه موټرو لپاره یې تېل او روغنیا هم اخیستې دي. د کمېسیون دغه سرچینه وايي چې دوی پرله پسې له ښاغلي معنوي وغوښتل چې دغه موټرتسلیم کړي، خو معنوي نه یوازې دا چې موټرونه تسلیم نه کړل، بلکې د کمېسیون کارکوونکي یې هم وګواښل. سرچینې زیاته کړه: «د کمېسیون د ترانسپورت امر سید عارف د کمېسیون له یوه مکتوب سره ښاغلي معنوي ته ورغی چې موټرتسلیم کړي، ځکه د قانون له مخې اوس نوموړیددغو موټرد کارولو حق نه لري، خو معنوي سید عارف ته ویلي وو چې که بیا په موټروپسې راغلې دواړه پښې دې ماتوم، ورځه تر کرزي پورې دې لاس خلاص.» سرچینې دغه راز وویل چې د ښاغلي معنوي د دفتر رییس فروغ تابش هم یو موټر له ځانه سره تښتولیاو کمېسیون ته یې نه دی سپارلی. د یادونې وړ ده چې فضل احمد معنوي د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمیسیون رییس و، چې د افغانستان په تاریخ کې تر ګردو بدنامې ټاکنې وې او ان ویل کېدل چې د ولسي جرګې څوکۍ په شهزاده سرای کې پلورل کېدې. معنوي اوس د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی دی، خو اوس هم دولتي موټرکاروي او کمېسیون ته یې له ور سپارلو ډډه کوي. کتونکي وايي چې هېڅوک حق نه لري چې له خپلې دندې وروسته پرته له قانوني لارو پخواني دولتي امکانات د شخصي ګټو لپاره وکاروي.

0 thoughts on “معنوي اوس هم د ټاکنو د کمېسیون موټر کاروي”
  1. This is anti pashtoon karzi kingdoms were anti afghans alliance shora e Nizar and their criminal mafia 70% minority ruling us for last 13 years and main 70% PASHTOONS been isolated by diffrent reason

  2. This is anti pashtoon karzi kingdoms were anti afghans alliance shora e Nizar and their criminal mafia have power 70% ruling us for last 13 years and main 70% PASHTOONS been isolated by diffrent reason

  3. This is anti pashtoon karzi kingdoms were anti afghans alliance shora e Nizar and their criminal mafia have 70% power ruling us for last 13 years and main 70% PASHTOONS been isolated by diffrent reason

  4. معنوي صيب وايي ، که بيا موټر پسې راغلې خپې دې ماتوم ـ دکرزي پورې مو لاس خلاص ( ورکۍ ډنګ ) سپين سترګي او بدماشي هم يو حد لري ، معنوي چې کومه خبره نه مني وايي ( خيالست و محالست وجنون ) داسې ښکاري چې اوس پخير پخپله لیونئ شویدئ ـ پر پچه وخوت کشمير ېې وليد

  5. داعدلی او قضایی اور ګانونه ولی په نه خبروی که دهغوهم زور نه راسیږی دغه ده ډرامه دغه زورواکی نه قانون منی اونه …………..دا چا دکمیسیون ریس ټاکلی وو دهغه څخه دموټر وغو ښتل شی ډیر ژر .

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *