د سناتورې فریدې کوچۍ یو مخکنی کلیپ په فیسبوکې کې کښته او پورته کیږي، د فضل احمد معنوي، موجودیت په نظام کې ظلم بولې، وايې: هغه په څلور کتابه نه منم (په صورت کلي یې نه منم نوموړی په فساد ککړ دی) د کوچۍ دا خبره تر ډيره سمه ده، خو هغه دقبالې خبره ده، چې په چاه يې مني؟ د معنوي د جرمني په کور ټول افغانان خبر دي، چې په ۴۸۰۰۰۰ یورو (جرمنۍ پیسو) يې پیرلی دی، د ټاکنو دکمېسیون دوه موټر تر اوسه په شخصي ډول استعمالوي، خو دا هر څه له وړاندي شوي دي، اوس اوس تازه فضل احمد معنوي له فساد سره د مبارزې دریس په توګه ټاکل شوی. زه په دې ټاکنه خواشینی یم، خو له ولسمشر څخه هم نه یم خپه، دا ځکه چې د ولسمشر په ذهن او فکر کې داسي څه نه وینم چې هغه دې په فساد ککړ، نا اهل او قاتل په دنده وګماري، ولسمشر له هغې ورځي چې شریک حکومت پرې وتپل شو، ۵۰ سلنه واک ترې واخیستل شو او هغه هم د داخلي کړیو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکري په خوښه او پریکړه. ولسمشر محمد اشرف غني بله چاره هم نه درلودله.
تر هغه وروسته چې دا تاریخې له مجبوریت څخه ډکه قصدي معامله وشوه، د ولسمشر محمد اشرف غني ډیری ناځوانه ملګرو د دې لپاره په نوموړي پسي تخریب پیل کړي، چې ګنې په ګډ حکومت کې ورته ځای نه پیداکیږي، را سه، افوزیسیون ناره پورته کړه. په هره وړه او لویه خبره، پسې بابولالې جوړ وه، چې دا ټول د قدرت او واک وږې دي. ولسمشر اوس څه چاره لري؟ هغه د توپک سالارانو برخه او پریکړه ده. که قاتل ګماري، که غل او که په فساد ککړ، هغه يې برخه ده، را سئ، د هغه زور واکو (تله) په لوی لاس درنه، نه کړو. د ولسمشر د مثبتو کړنو او پلانونه ملاټر په یو ډول نه یو ډول وکړو، ټوپک به نه راخلو له قلم څخه به ګټه واخلو، هغه تیرایستل شویو، ډلو ته به قناعت ورکړو، دا به ورته ثابته کړو، چې د توپکسالارو ملګرتیا، اطاعت او پلوي افغانستان نشي ژغورلی، هغوی واک هم د ټوپک په زور اخلي، دیموکراسي هم د توپک په زور راولي او ارګ (ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم په همدي هلو ځلو ننوتل، چې دا له هیچا پټه نده)
که دا ډول خلک رښتنې وي او د واک تږي نه وي، خو په نا اهل قاتلو او فاسدو پسې دي لیکنې وکړي، که ډير ښکاره وایو، معنوي د عبدالله، عبدالله او د هغوی د ډلې مامور دی، په دې کې د ولسمشر محمد اشرف غني څه پړه نسته. ایا تاسو په دې نه یاست خبر چې ټول وزارتونه، ولایتونه او ریاستونه ویشل شوي او هر یو خپل خپل سړي په دندو ګماري؟ راسئ، د یوه پلان له مخې په د همدي فاسد په ضد لاریونونه ترتیب او د هیواد دژغورنې لپاره هلې ځلې وکړو، تور اوسپین سره بیل کړو.
تر ټاکنو وروسته به مو کابل کې په وسلو سنبالو لنډغرو لاریونونه ښه یاد وي، نیم حکومت هغوی واخیست، اوس که زور واکی عطا والي دی، اوس که معنوي په دنده ګمارل کیږي او یا هم پخوانی ساتوونکی تامحمد جاهد د کورنیو چارو وزیر دی، دا د ولسمشر اړونده ټاکنې ندي. دا په واک کې د پنځوس سلنه شریک عبدالله عبدالله کړنې او میراثونه دي، چې د ځینو بیسواده زورواکو لخوا ورته رايي غلا شوي او په فریب سره په حکومت کې شریک شوي دي او اوسني شرایطو ته لاره هواره شوه.
موږ د ولسمشر همدا اوسني او پخواني پلانونه تر داسي حال پورې رسولی سي، چې په راتلوونکي کې خلک د ښه او بد توپیر و کولای شي، ولسمشر ډیری لوړ رتبه مامورین چې د ټآکلو واک يې له ده سره وو، اهل اشخاص ګمارلي، د کابل بانګ قضيو د څیړلو سربیره په قضايي او عدلي ارګانونو کې بدلونه، لويو او وړو اقتصادي پروژو دپلي کیدو پروګرامونه (ټاپي، ټوټاپ، کاسا۱۰۰۰، د اورګاډي پټلۍ د جوړیدو پلانونه، د سلما بند جوړیدل، فرا د بخش اباد بند د کار پیل، نورستان ته د فارون بند توربین وړل، د کونړ پرسیند له هند او نړیوال بانک سره د ۱۲ بندنو د جوړیدو خبري کول، دکجکې بند څلورو نورو توربینونو تفاهم لیک له ترکيي ۷۷ شرکت سره لاسلیک کول) دا پروګرامونه هیله بخښوونکي دي.
د دې ټولو پروګرامونو پلي کیدو په وړاندي زموږ د ځینو ناپوهانو سر بیره ګاونډي پاکستان، ایران او په فساد ککړې کړۍ د مخنیوي او تخریب خورا لوی پلانونه پلي کوي، موږ ته اوس د دې تخریب کارانو د مخنیوي او ولسمشر د دې پروګرامونو د ملاتړ لپاره کلکه اړتیا شته، بل بدیل په دې وخت کې نلرو، که یو ځل بیا دغه چانس له لاسه ولاړی بیا به هغه(( اش او هغه ۲۵کاله وړاندي کاسه وي))، دا ځیني زورواکي او بسیواده وکیلان او سناتوران به مزې راباندي کوي، ټولې هیلې به مو له خاورو سره خاوري شي.
اوس نو وګورئ، د ولسمشرلخوا د پاکستان ژر پیژندنه د روابطو پیکه کیدل، حراست او ثبات راټول شوي پخواني، له حکومت څخه شړل شوي کله غواړي د حکومت تر لاس لاندي پلانونه پلي شي، د همدي کړیو له لخوا پلورل شویو لیکوالانو ته پروژې او امتیازات ورکول کیږي، څو دغه پلانونه ناکامه شي.
پورته څو یادونې چې ما وکړي، په تیرو څوکلونوکې چې په پلنډو پلنډو پیسې راغلې، ولي په بنسټیزو پروژو نه لګیدلې؟ هغه وخت ولي چاه د معنوي، عطا او نورو غلو په ګمارونه کرزی نه تخریباوه؟ ښکاره ده، چې د ولسمشر پرضد د بد ذهنیت جوړوني لپاره پخواني له دندو لري شوي، په کورناست زورواکان، فاسدین هم پوره لاس لري، حتي د ګډ حکومت په جوړیدو کې يې لاس درلو دی، څو بیا د افغانستان مجبور او لار ورکي خلک ورته احتیاج او بیا راتلوو ته يې لبیک ووایي.
زه نه غواړم، هغه غولېدلو ځینو اشخاصو نومونه واخلم، چې د ولسمشر په وړاندي د بدو څرګندونو لپاره پروژې ورکړل شوي او یاهم له دې لارې غواړې ځانونه مشهور کړي، خو دا ورته ویل غواړم: تاسو لویه تیر وتنه کوی، حق او باطل نه سره بیلوی، چې دا به د هیواد د لا بدبختۍ او بحران ته د بیولو لاره هواره کړي. کنه نو هغه ورځ لیري نده، چي نوم مو د تاریخ په هغه لیست کي ولیکل سي، چي ورته و به ویل سي ( ملا مو ماته سه)
دا لیکوالان او انتقاد کوونکي دي په دې هم پوی شي چې په افغانستان کې د خلکو له بيوزلۍ څخه د جګړې دوام لپاره ګټه پورته کیږي، که طالب دی، که عسکر اړ دی، چې خپل اولاد او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړي، خو د ولسمشر وروستې اقتصادي پلاونه د جګړې د مهار لپاره ښه وسیله ده. ځکه بي روزګاره ځوانان به لږ تر لږه په کار شي، له جګړې به لاس واخلي.
نو د دې ټولو پورته ستونزو د حل او پرمختګ ته دلارې جوړیدو لپاره یوالي زغم او حوصلې ته اړتیا شته، یوازي په نیوکو او منفي ګرايي هم بریالیتوب نشو تر لاسه کولی. او نه هم دپردیو لنډ مهاله امتیاز شخصیت او قوت راکولی شي.
وروره يو څو پوښتينې درنه لرم
اول داچې ولې آشرف غني ګټلې حکومت نيم کړ؟ دا د چا ګنا ؤه، که د واک وږى نه ؤ، نو سازش به ېې نه کاوه کنه. دوهمه داچې ته خپله واېې چې د اشرف غني ملګرو او دوستانو ته واک ونه رسيده نو اوس ېې مخالف دي. نو وروره ددنيا تاريخ وګوره، داپه ټوله دنيا کې دستورده، سياسي ملګري په قدرت کې شاميليږي. هيځوک سياست د خداى پاک د رضا لپاره نه کوي دا خو څه زکات يا لمونځ کول نه دي چه دا لله لپاره کيږي. دا سياست ده او سياست اشرف غني هم د چوکۍ لپاره وکړ او دوستانو ېې هم، نو ولې ېې ټوله پړه په دوستانو اچوې؟ بله داچې دوستان ساتل په سياست او رهبرۍ کې ډير مهم دي، د خداى لپاره ولې ځان په خبره نه پوهوئ څوک چې خپل ملګري په نيمه لاره کې پريدي، نو څنګه ورنه دا اميد کوﻻى سو چه هغه دې لدې هيواد سره وفا وکړي؟ خبرې ډيرې سر ېې يو لطﭪ يو ظرفه قضاوت مکوئ، کيدي سي يو څوک تا پدې تورن کړي چه تاته ېې څه درکړي دي ځکه ېې په ړندو سترګو طرفداري کوي. وسلام
داچې تاسو معنوي ملا نه پيژنى ستاسو کار دى زه خو يې منم ديوه مشهور غله په توگه يې منم دا زما حق دى اوديموکراسي هم دې ته وايي .
وایی چې
تیزنه سپیه که غاپې نه نو لکۍ خوجګه وړه
زما پیام هغو مجاهدینو ته دی چې افغانستان یی له روس ازاد مال یی تاللا، د پاکستان په ضد یی د خلک ګون قوی سنګر وران مدافعین یی قتل اوفرار کړل او د پاکستان په خوله کی یی ورکړل
څه شوئ!
ایا اوس چی د امریکایی یهودو په لاس د پاکستانی یهودو تر غلامس لاندی شپې تیروئ ولی کوم مجاهد رهبر چی د پاکستان حخه دوطن دازاد ۍ غږ اوچت کړی نه رامیدان ته کیږی
دا دا معنی لری چی پخوا هم دروغ و او او سهم درواغجن اوریا کار دی
همدا مجاهدین و چی وطن یی د پنجاب په خوله کی ورکړ او ځانونه یی لکه سپږې د ملت په وینو وپړسول او اوس ددنیا په مینه کی غرق دی
خدای مو غرق کړه