دالیکنه مانهه کاله پخوالیکلې وه. تېره اوونۍ په کندهارپوهنتون کي دپاچاخان علمي مرکز مسئولینودډاکټرعبدالرازق پالوال د۷۵ کالیزي دنمانځلوغونډي ته مقاله راڅخه وغوښتله. دنوي لیکني بیچ مي په ځان کي ونه لیداوپه دغه پخوانۍ لیکنه مي غاړه وروایستله. په دوهم وارخپرېدلوکي مي مطلب دادئ چي گوندي نورلوستونکي هم دلوستلو وړ څه پکښې ومومي.
محمدمعصوم هوتک
———————————–
” معياري پښتو ” دښاغلي ډاکټرعبدالرازق پالوال ليکنه ده چي د١٣٨٤ هـ ش کال دتلي په مياشت کي دشال يونايټيدپريس مطبعې د يوزرټوکوپه تېراژ چاپ کړي ده . کتاب له فهرست پرته ٤٤٤مخه دئ چي په دې کي ئې متن ٤١٠مخه اوپاته ٣٤ مخه ئې لومړنۍ ، اوسترۍ څېړنه اوبابېړی پای څېړنه ، اخستيځونه(ماخذونه) اوالبوشاکي دي . دکتاب چاري ښاغلي مطيع الله روهيال سرته رسولي دي اوکمپيوټري ليکنه ئې پخپله مولف کړې ده . دکتاب پروقايه باندي ئې دژبي هر اړخيز تعريف اوورپسې داسي سپارښتنه کښلې ده :
لومړی خپله ژبه سمه زده کئ !
بياپه وږغېږئ اوپروږغېږئ !
بياليکنه په وکئ اوليکنه پروکئ !
دکتاب فرعي نوم ” دپخوانۍ ختيځي پښتوله نوني څخه واوسنۍ ختيځي پښتوته پرتليزه کتنه ” دئ (١) .
ډاکټرپالوال دخپل دغه کتاب کمپيوټري چاري پخپله سرته رسولي دي اوداسي ښکاري چي په ليکلوکي ئې دکمپيوټرله عربي پروګرام څخه کاراخيستی دئ . ده اريان د٤٤٤مخونوپښتوتوري په لاس ورسم کړي دي اوخدای خبرچي څونه به ئې ستخ کړی وي .
ډاکټرعبدالرازق پالوال دکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځي د انترو پالوجۍ استادواوپه دغه څانګه کي ئې دامريکاپه متحده ايالاتوکي ډاکټري اخيستې ده . دی په ژبپوهنه کي دپراخي مطالعې څښتن دئ اوله پوهنځي څخه ترفارغېدلووروسته ئې له ښاغلو مجاوراحمد زيار صاحب اوبايزيداڅک سره يوځای په هغه پروژه کي فعاله برخه اخيستې وه چي ديونسکوله خوادافغانستان د ژبوداطلس جوړولوپه
خاطرجوړه سوې وه . ارواښادپوهاند ډاکټر محمدرحيم الهام ليکي چي ” دې ډلې دافغانستان درواوبانډوته مخه وکړه او د ګړدودپوهني د څېړندودله علمي اصولوسره سم په ډېرو ناخوالو شرايطو کي د آرياني ژبود ګړدودونوپه ثبتولولګياشول اودژبني ګړدوديزاطلس دتدوين له پاره ئې ښايسته ښه موادثبت کړل . “(٢الف) .
پوهانددوکتورزيارصاحب په دغه ټيم کي دپالوال صاحب رول ته ډېر اهميت ورکوي اوخپل ” تکړه ملګری” ئې بولي (٢ب) . دغه رازپه ژبپو هنه کي هم دپالوال استعداد مني اووايي چي ترانترو پالو جۍ و “ژبپوهني ته ډېرتيارو ” اوداچي هغه (پالوال) دژبپوهني لار پرېښوده او انترو پا لوجي اواتنولوجي ته ئې مخه کړه ، افسوس کوي (٣) .
علامه رشاد(رح) ليکلي دي چي دپښتوــ جاپاني قاموس ليکوال اود جاپان دشيمونوسکي نومي بندرپه پوهنتون کي استادښاغلی نواتا تېڅوسن وايي ” زمادپښتوژبي استادښاغلی عبدالرازق پالوال دی . ” ( ٤) .
ډاکټرپالوال د (پښتومصدر) په نامه يونوښتګراثر کښلئ دئ چي په ١٣٥٠ ش کال دوږمې مجلې پرځای دژبواوادبياتوپوهنځي له خواچاپ سوی دئ . ده ددغه کتاب ترليکلووړاندي ئې يوازي پرژبه باندي ديارلس درنې تحقيقي مقالې کښلي وې . پرهيوادباندي دثوردسرې فاجعې تر نازلېدلووروسته ، ډاکټرپالوال جرمني ته مهاجرسو اود مهاجرت په شپوکي ئې پرپښتوژبه باندي يولړليکني په ډېوه مجله خپرې سوي دي .دی په ١٩٩٧ع کال بيرته وطن ته ستون سو او اوس په کندهارکي اوسي .
ډاکټرپالوال د ( معياري پښتو)کتاب دکښلوانګېزه داسي بيانوي :
” کله چي به مي ورځپاڼه ، مجله ياکتاب لووست ، غلطيؤبه ئې زهيرولم . ياکله چي به مي دراديوګانؤ خپروني اورېدلې ، نودويندويانؤ غلطيؤ به ئې ځورولم . لکه پخوااوس هم کله چي دپښتو په اورېدني اولوستني بوخت سم ، پېښه بياهم هغسي وي . په راديو او کتاب ياورځپاڼه کښي هرڅوک خپله ځايي وګړيزه لهجه وايي ياليکي ، ياله ځانه څخه نورڅه وايي، اوهغه هم سم اوصحيح بولي . دغه کسان نه په ژبپوهنه پوهېږي اونه ئې دپښتوګرامرزده کړئ دئ ،البته ځينوبه لوستلئ وي . له ليکني اوږغېدني څخه ئې داسي څرګندېږي لکه دځينوکسانوچي دي پښتو مورنئ ژبه لاهم نه وي ، يادي په فارسي محيط کښي لؤی سوي وي . دوی چي هرڅه وويل ياوليکل ، نورمشران ئې ړوندتقليدکوي اوددوی کشران اؤمه ځوانان بياد دواړؤ ړوندتقليدکوي . نوهغه تقليدسالاران اودغه ئې تابعين دي .
ددغسي کسانودفهم له پاره مي داپرځان لازمه وبلله چي ترممکنه حده پوري پرپښتوباندي يوه مقايسوي ليکنه وکم ، اودغه ليکنه بايد داصولوپراساس باندي وي … که نه ګانه دفهم خاوندان زماله ليکني سره لږډېرمخالفت ولري ، له هغؤی څخه زماهيله داده چي خپل انتقاد، اعتراض ، اونظربه زمااوهم نورؤ لوستؤنکؤ دسمون په نيامت چيري چاپ کي اويوه کاپي ئې وماته هم راولېږي يالږترلږه ئې څرک په لاس راکي، ياخپل نظرپه ليکلې توګه راورسوي ، زء به ئې مننه کوم . ” (٥)
ډاکټرپالوال دکتاب په سرکي دژبي پرپيدايښت ، منشاء اووده باندي ږغېدلی دئ اوله پښتنوسره ئې دسامي نژادداشخاصودګډون مسئله منلې ده خوپه دې لړکي ئې دپښتوژبي ساميت نه دئ منلئ او دا نظريه ئې ،چي پښتوسامي ژبه ده ، ردکړې ده (٤١مخ) .
دکتاب ليکدودله اوسني مروج ليکدودسره توپيرلري .په لومړي وار لوستلوکي به ښايي زماپه شان هرلوستونکی ستونزي ور سره ولري .
دپښتوژبي دليکدوددسمولواودمعياري ليکني له پاره هڅي که په معاصره زمانه کي څېړو، ترټولووړاندي دارواښادعلامه حبيبي هڅي دچامخ ته درېږي . علامه مرحوم دطلوع افغان اخباردچلولوپروخت يو
لړاکاډيميکي هڅي پيل کړې چي په هغوکي ئې داملايي يووالي له پاره کارهم شامل و. په طلوع افغان کي په دغوراپيل سووهڅوکي له علامه حبيبي سره ارواښادمولاناقيام الدين خادم ، ارواښادحاجي ولي محمدمخلص ، ارواښادمحمدګل نوري اوارواښادعبداللطيف هوتک هم ملګري ول . ددې هڅوپه تعقيب دکابل پښتوټولني هم دژبي دليکدوداومعيارپه باب هلي ځلي کړي دي اودلروبرپښتنو ليکوالو ګډتلاښ ته ئې زمينه برابره کړې ده . دپښتوټولني هڅي که څه هم ناکافي بلل سوي دي ، خوپخپل وخت کي دستايني وړدي . ورپسې دکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځي دهغوځوانواستادانوله خوا، چي په خارج کي ئې نوي ژبني اکاډميک تحصيلات سرته رسولي وه د پښتوژبي د کره کېدني خوځښت راپيل سوچي په هغوکي ارواښاد پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام،ارواښادحبيب الله تږی، ارواښاد پوهندوی نور احمدشاکر، پوهانددوکتورمجاوراحمد زيار، ډاکټر عبدالرازق پالوال ،استاد بايزيد اڅک اونورو برخه اخيستې وه . په دوی کي پوهاند دوکتور زيار صاحب هم د کار دحجم په لحاظ اوهم دې چاري ته دخپل ټول ژونددوقف کولوله امله تر نوروزيات کارکړی دئ . پوهاند زيار صاحب ته خپلوګوندي اوسياسي اړيکو دومره پراخه زمينه برابره کړه چي تر ها نورواستادانوډېروړاندي ولاړسي ځکه هغوی په سياسي لحاظ مغضوب واقع سوي وه ، ځيني له هيواده وتلوته مجبورسوي وه او هغوی چي پاته وه هم چامخي ته نه پرېښوول . له همدې امله دژبي دکره کولوکارته يوازي ډاکټرصاحب زياراوږه ورکړه . وروسته څرګنده سوه ، چي ددې خوځښت په پيل کي چي کومو کسانوله دې بهېرسره لاس يوکړی و ، دهغي لاري په پاللوکي ستونزي وموندلې ، چي اوس دمعياري ليکنۍ پښتوپه نامه پرخلکو تحميل کېږي .پښتانه ليکوال ددې بهېرله ځينواړخونوسره بشپړتوافق نه لري
اودبې مېروزه نوو لغتونودجوړولواورواجولوله اوله لهجوڅخه د لغاتودنه اخيستلوله اړخ سره ئې زه هم جوړنه يم اوبېرېږم چي دغه رازپښتوګاني چي اوس ئې د رواجولوهڅي رواني دي ، خدای مه کړه له پښتنوسره دخپلي ژبي د پردۍ کولوپرلوريوه هڅه نه سي . له بده مرغه دپردي کېدلودغه عمليه دتکوين په حال کي ده .
دډاکټرپالوال دغه نوی کتاب ( معياري پښتو) دژبي دکره کولوپه برخه کي يوه نوې هڅه ده چي په ډېروبرخوکي ئې سپارښتني دپاملرني وړدي .
استادپالوال پرژبه باندي دږغېدلوحق هرچاته ورکوي اوپه هغوکي بيادلغت جوړولواوپه ژبه کي دنوروبدلونونوراوستلوواک هغه چاته ورکوي چي صلاحيت ئې لري اوصلاحيت بياپه لايسنس درلودلو پوري نه تړي بلکي په استعدادپوري ئې تړي . دده په نظرپرژبه باندي د ږغېدلوحق دهرمستعدويونکي طبيعي حق دئ . دی ليکي :
” صلاحيت دچلندي ايکئ په توګه دوه مخه لري . يومخ ئې وګړيزيا عاميانه دئ . بل مخ ئې مسلکي اوماهرانه دئ . په دغؤ دواړؤ خواؤ کښي ئې دصلاحيت خاوندهغه څوک دئ چي استعدادئې لري . دغه استعدادهرڅوک نه لري . په وګړوکښي هم هره مړه ياژوندئ ژبه هغه چا جوړه کړې ده چي دؤی ئې استعدادلارء . مستعدشپانه دشپونتياپه خواکښي لغاتؤنه جوړ کړي دي ؛ مستعدکرهڼګردکرهڼي دکاراو آلاتو په اړوندلغاتؤنه جوړکړي دي ؛ مستعد ورهڼګر د ورهڼي (صنعت) په چارؤ کښي دوسايلؤ اواستعمال په اړوندلغاتؤنه جوړکړي دي … ٌ (٦) . خودی دلته يوه خوراتريخ واقعيت ته اشاره کوي اوداستادنوميالي له خولې ليکي چي ٌ که ژبه خرابوئ نوئې (دژبي) وډاکټرانوته وروسپارئ … ” او ورپسې زياتوي ” … يوسړی ،هرڅوک چي به وي ، دادځان وظيفه نه وګرځوي چي بل کار څه مه کوه ، بل لادشپې اوورځي لغاتونه جوړوه …. ” (٧) . دی وايي چي ” دوګړؤژبه د پوهانؤترژبي ډېره منظمه اوله اصولوسره سمه وي . وګړي ، که دژبي دپوهانؤ تقليدنه وکي ، له دوی څخه خپله ژبه نه خوارېږي . داځکه چي وګړي دژبي په وده او پراختيا کښي له طبيعي اجتماعي انتخاب څخه کاراخلي … “(٨) . ډاکټرپالوال سره له دې چي په ژبه کي دنوولغاتو جوړول لازم ګڼي اووايي چي ژبه همېشه په تطورکي وي او که دچاخوښه وي که نه ، زاړه لغتونه مري او نوي ئې ځای نيسي ، خو پر څنګ ئې ټينګارکوي چي ” … ژبه بايدله خپلؤخلګؤ څخه پرءدئ نه کړه سي ، بل لادنورؤ له پاره هم خوندوره ، جذابه اوعام فهمه کړه سي … ” (٩) . دنوولغاتود جوړولوپه برخه کي سپارښتنه کوي چي ” … لؤمړی لغات دګرامري او ادبي اړخؤنؤله پلوه وڅېړل سي بيادي ئې دکاروءني اواستعمال اجازه ورکړه سي . خودغه استعمال به ئې هم اختياري وي ، نه جبري . ” (١٠) . دی ددغه کارله پاره ديوې ځانګړي مجلې وړانديزکوي چي په خاص ډول ژبني مسايل وڅېړي . ډاکټرپالوال پخپله هم دلغاتوپه جوړولوکي برخه اخلي خوخپلي جوړوني قرآني احکام نه بولي اوحاضردئ چي دنورو نظرونه ولولي . دی په پښتوکي له پرديودخيلولغتوسره ډېرسالم چلند کوي او داځکه چي دنوروژبواغېزه پرخپله ژبه باندي اودخپلي دا پر نورو باندي يوه طبيعي پېښه ګڼي .دی ليکي چي ” که دبلي ژبي سم او اجوت لغت وي ، اوهغه په پښتوکښي عموميت مؤندلی وي لکه غم ، وخت ، کيميا، بيالوجي، فزيک ، تليفون ، تلويزيون اونورداسي، نو هرومرونې نه ده چي يادغسي لغاتونه ترجمه کړل سي ، يانورورته جوړ کړل سي . ځکه چي په ژبي کښي ئې ځای نيولئ او خلګ په پوهېږي …. ولي په هره توګه ،په لاسي توګه سره وهرڅه ته لغت جوړول وژبي ته ګټورکارنه دئ . که به ئې زء کوم غلط کارکوم ، که به ئې نورکوي ، ښه کارنه کوي. ډېرښايي چي دغسي نوي لغاتؤنه دي بل کله دژبي په تاوان تمام سي . ” (١١) .
دی يوې بلي پېښي هک پک کړی دئ اوهغه ” دژبي بې سرؤپايه ،
بې هدفه لارورکئ تحول دئ چي لاسي عملي کيږي . زاړه لغاتونه پرېښوول کيږي ، او نوي جوړکړي يامفغن لغاتؤنه ، که به څه هم ترورېښنؤلغاتوبدخونده ، پټخ ، اوکم مناسبته وي، داصيلو لغاتؤنؤ ځای نيسي .دغه کارددې له پاره کيږي څولهجوي اړتياوي ئې په پوره کړي وي ، نه عمومي ژبنی . ” (١٢) .
تردې وروسته ډاکټرصاحب دخپلي خبري داثبات له پاره خورازيات مثالونه راوړي چي زه ئې دخپلي ليکني داوږدوالي له بېري نه رااخلم .
داکټرصاحب پالوال دپښتوژبي لهجې ، چي دی ئې (ژبڅانګي) بولي ، پنځه بللي دي اودهري يوې دويونکوځای ځايګی او ځانګړ تياوي ئې بيان کړي دي . ددوی دانوی تيسيس يوه اکاډميکه څېړنه ده چي په پوره صلاحيت اوکفايت ئې څېړلې ده . دپښتوژبي د لهجوڅېړنه او ګروېږنه ډېره اختصاصي اومسلکي پوهنه اوپرڅنګ ئې ساحوي ريسرچ غواړي اوزه په داسي موقعيت کي نه يم چي دهغه په باب دي نظرڅرګندکړم خودژبي له ماهرانوڅخه غواړم چي دډاکتر پالوال پردغه وېش باندي خپل نظريات په سړه سينه څرګندکړي .
ډاکټرپالوال په پښتولهجوکي په شين باندي دسين داوښتلوجريان په علمي ډول څېړلی دئ(٣٠ مخ)اوپه دې اوښتون کي ئې د کوشانيانو اغېزه دخيله بللې ده . له دې موضوع سره دارتباط له مخي بايدووايم چي زموږځيني ليکوال دپښتوژبي معياريت په سين اوشين کي لټوي . که چادپښتومحوري فعلونه په شين وکښل ګويا ليکنه ئې پر معيار برابره سوه نورکه ئې هرڅومره اصولي ورانۍ پېښي کړي وي ، ری نه پکښې وهي . دپښتوپه يوه ويب پاڼه کي ئې زه هم ښايي دهمدې سين اوشين په خاطرپه ډېره مودبانه توګه کږلی يم اوليکلي ئې دي چي زه (هوتک) معياريت ” په لغته وهم “.
پالوال صاحب پرپښتوباندي دنوروژبواغېزې اودغه رازپرنورو ژبو باندي دپښتواغېزه مني اودايوه طبيعي پېښه بولي چي ځانته تاريخي اوجغرافيايي عوامل لري . ده په دې برخه کي په پښتوکي مغولي لغات ، عربي مفغنات ، فارسي مفغنات راوړي اوښه مغزنه څېړنه ئې پرکړې ده اوپه دې ترڅ کي ئې پرلويديځه پښتو(لومړۍ ژبڅانګه) باندي د فارسي اغېز، پرختيځه پښتو( پنځمه ژبڅانګه)باندي داردو اغېز او دغه رازپرپښتوباندي دانګليسي اغېزبيان کړی دئ . دغه رازپه دې لړکي پرانګليسي مفغناتواوله انګليسي سره دپښتوپرمشترکو لغاتو باندي ښه په تفصيل سره ږغېدلی دئ اوپه هره برخه کي ئې دچاخبره د خوند و شخوندخبري کړي دي (١٣) .
ډاکټرپالوال دخوراډېرواساسي مسئلوترڅنګ پردې خبره ټينګار کړی دئ چي ليکوال بايدلغاتونه تحريف نه کړي اويولغت دبل پرځای استعمال نه کړي . ده په دې برخه کي د( اغزی ـــ ځوز) ، (ټګي ـــ دروهه)،( سره ــــ ځله )،( درخته ـــ ونه) ، ( دونده ـــ دومره) ، ( شرمښ ـــ لېو)،(کرنه ـــ کرهڼۀ)،( لرګي ـــ بوټي)،(لښتی ـــ واله) ،( ليدنه ـــ کتنه ) ، ( الونياــــ نيهام ، ورک ، پټ )لغتونه سره شنلي دي اودهغوپه باب ئې په زړه پوري نوي خبري کړي دي چي زه درانه لوستونکي دهغو لوستلو ته وربولم . ددغولغتونوتوپيرنه کول رشتياهم ګډوډي پېښه کړې ده چي زه به ئې له دې ټولوڅخه يومثال راواخلم .
پالوال صاحب ليکي چي درخته او ونه سيمه ييزتوپيرلري . ونه په غرواودښتوکي په طبيعي توګه ، بې له دې چي انسان دي لاسي خواري
په کښلې وي ، شنې کېږي اودرخته بالعموم په باغوکي وي دانسان په لاس ايښوول سوي وي ، پالنه ، روزنه اوساتنه ئې هم دانسان په لاس کي وي ( ١٦٨ او٢٧٩مخونه ) .
داڅېړنه نوې ده اورشتياهم زما(هوتک) دخپلي مشاهدې له مخي د کندهارپه لهجه کي ددرختي له عام استعمال سره په کليوالي محيط کي دشنودرختي ته د(شنوونه) وايي . شنې يورازکلکي ، غوړي دانې دي چي دوچي مېوې په توګه ئې خورک عام دئ . ددغي مېوې ونه ، چي په غروکي په طبيعي توګه شنې سوي وي ،( د شنوونه) نومېږي . ( شنې په غلانه چيچل کېږي ) متل په پښتنو کي باب متل دئ .
دپښتوژبي درخته ، لکه ځيني کسان چي فکرکوي ، دپارسي ژبي له ( درخت) سره يوشان لغت نه دئ . البته دمعناله مخي پريوه مفهوم باندي دلالت کوي خوددواړولغتو وينګ په حرکاتوکي بنيادي توپير سره لري . دپښتودرخته دجوړښت له مخي دinitial cluster، چي دوکتورزيار صاحب ئې ” پيل بېواکوږی”بولي (١٤) ، په کتارکي راځي په دې معناچي دلغت په سرکي دوه کانسونينټونه څنګ پرڅنګ پرله پسې راغلي دي . دغه جوړښت ته عربي ګرامريان ” ابتداء بالساکن” وايي اومحال ئې بولي . يعني په عربي ژبه کي دانيشيل کلسټر جوړښت نسته . وايي چي زړې پارسۍ دغه رازجوړښتونه درلودل خو دغه خاصيت ئې په وروسته کي له لاسه ورکړی دئ . هندواروپايي ژبي دغه ځانګړتيالري اوعلامه رشادچي دمياشرف دپښتوعروض پر رساله باندي کره کتنه کښلې ده ( وږمه مجله ١٣٤٦ش) هورې ئې د خپلي پراخي مطالعې په برکت په پنځه ويشتوژبوکي دانيشيل کلسټر مثالونه ورکړي دي (١٥) .نتيجه داچي (درخته) دپښتوخپله کلمه ده . په پارسي پوري به ئې تړل دژبي په اصولوباندي دناپوهۍله اسيته وي .
ډاکټرپالوال دسلګون ، زرګون نوټ پرځای سلی ، زری غوره بولي او
دزرګونوپرځای ( زرو) معياري ګڼي . ما(هوتک) دغزل دباباحمزه شينواري په هغه ليکنه کي چي دچکنورودملاصاحب په باب ئې د (سترمجاهد) په نامه کښلې ده، دشلګونوپرځای د(شلونو) کلمه لوستلې ده . حمزه باباپه لواړګي کي دچکنورودملاصاحب ديوه خليفه
صاحبزاده محمدعارف (مشهورپه کاکا) په خانقاه کي دجوړي سوي مدرسې په باب کښلي دي چي په دې خانقاه کي ” … دلواړګي په شلونو هلکان هلته درس اخلي . ” (١٦) .
ډاکټرپالوال د(په) او(پر) داستعمال مواردټول مستند اوپه تول تللي بيان کړي دي ( ٢٠ ، ٢١٩ ــ ٢٢١مخونه ) .
په پخوانيومتونوکي ئې دکاتبانوله لاسوهني څخه ډېرسرټکولی دئ اوپه ډېروقوي دلايلوئې دغه لاس وهنه رابرسېره کړې اوثابته کړې ئې ده چي دغو لاسوهنودشاعرهغه لهجه وراړولې ده چي ده پکښې قلم چلولی دئ . ده په مستندمنطق سره ښوولې ده چي دپښتو د کلاسيکو شاعرانوخپل ثبت داسي نه و،لکه دااوس چې موږددوی په چاپ سوو دېوانوکي لرو.
د” معياري پښتو ” کتاب مايووارووايه اوترلوستلووروسته راته څرګنده سوه چي دوه درې واره ويل هم راڅخه غواړي . ددې يوه وار ويلو په نتيجه مي داڅوخبري په زړه کي راوګرځېدلې :
ـــ دډاکټرپالوال ليکدود په ځينوبرخوکي له دااوسني مروج ليکدود سره توپيرلري . مائې په لوستلوکي مشکلات وليدل او تر څو مخو وروسته يوڅه ورسره بلدسوم . زماپه خيال که ئې دليکدودله پاره دکتاب په سرکي يوه لارښوونکې پاڼه ورزياته کړې وای نوبه ئې له لوستونکوسره دکتاب په لوستلوکي مرسته کړې وای . په اوسنيو پښتوليکنوکي دبېلابېلو ليکدودونوسته والی د اندېښنې وړمسئله ده اوهرنوی ليکدود ددې ستونزي لمن ور پراخوي .په تېره بياچي د
لهجوي ځانځانيوخبره هم په منځ کي وي . زه د ( دی = He) او ( دئ = Is) په ليکلو کي دډاکټرپالوال پرپله روان يم خوپه اوسني مروج ليکدودکي دواړه د ( دی ) په شکل ليکل کېږي اوپه ورته والي او التباس کي ئې له بيا بيا يادونوسره سره د معياري غورځنګ لارويان
ری نه وهي . د (ولي؟) جواب ئې زه هم نه لرم .
ــــ دځينوهغودخيلولغاتوله پاره چي اوس ئې رواج موندلی دئ ، د نوولغاتوجوړول له ګډوډۍ اوانارشۍ پرته بله کومه نتيجه نه ورکوي . ګرامري اصطلاحات ښاغلي ډاکټرپالوال يورازاودوکتورزياربل راز جوړکړي دي . ډاکټرپالوال خويوڅه دميږي لارپرې ايښې ده اووايي په استعمال اونه استعمال کي ئې ليکوال اختيارلري . خودوکتور زيار پر خپلوجوړوسوولغاتوباندي مصالحې ته تيارنه دئ . زه پخپله له دخيلو عربي ګرامري اصطلاحاتوسره مخالف نه يم اوپه استعمال کي ئې هيڅ تاوان نه وينم . ګرامري اصطلاحات خوبې هغه هم دخواصوله پاره دي نه دعوامووګړوله پاره. پرېږدئ چي دانومونه لکه ځيني تخنيکي نومونه، پخپله اصلي بڼه باندي پاته وي . زه دعربي لغاتومخالف نه يم خودهغوهڅومخه بايد په ټينګه ونيوله سي چي غواړي دپښتو ګرامر دعربي ژبي دګرامرپر بنسټ تدوين کړي . دادوې جلاژبي دي اوجلاکورنيوپوري اړه لري . زموږ مشرانو استادانوکه پخواداکارکړی دئ ، خوپه هغه وخت کي دهغه وخت له شرايطوسره سم يوکارو . اوس ئې تکرارله ژبپوهني سره لوبي دي . خوله عربي لغاتوسره سياسي چلند هم دژبي په ګټه کارنه دئ اوله دې تناقضه څخه بايدځان وباسوچي دعربي ژبي دخيل مذهبي کلمات او لغات ومنواو(قلم) ته بياچي زموږ په ژبه کي داستعمال يونيم زرکلنه سابقه لري ، نوی لغت جوړکړو . داد وخت اوانرژۍ دواړو ضياع ده . ګډوډي ئې لا بل سرباری دئ .
دډاکټرپالوال په کتاب کي زه د(ای) لغت په باب ، چي دی ئې د
(يعني) له پاره استعمالوي ، يوڅه ملاحظات لرم . دالغت که ماغلطي نه وي کړې د ( هسي) ، ( خوشي) ، (بېځايه ) په معناباندي ماکندهار د رېګ د سيمي اودډورۍ دغاړي له کليوالوڅخه اورېدلی دئ . (زما لالا! ای مه ګډېږه .) يعني خوشي اوبېځايه مه ږغېږه .
شمه ( فشارپرورستۍ څپه دئ ) چي ئې د( شومه ) په شکل ګڼلې ده (٤٢٨مخ) هم ماته شناخته نه ښکاري . ( دبدن شمه مي ختلې ده ) يعني کمزوری سوی يم ، دبدن سېک مي ختلی دئ .
لکه مخکي چي مي هم وويل ښايي ددوهم اودريم وارکتلووروسته د ويلو نوري خبري هم ولرم خواوس به ئې پرهمدې ځای بس کړم .
پالوال صاحب دخپلوڅېړنوپه پای کي پښتنوته داسي خبرداری ورکوي :
” که پښتودغسي له ناخوالوڅخه ډکه پرېښووله سي ، لکه په دې کتاب کښي چي تاسي تراوسه پوري ليدلي دي ، نولاس ځني پرې مينځئ . داپه ښکاره سره مخ پرتباهئ باندي روانه ده ، اووايي به : “مرګيه ، مه راځه ! درځمه !” . دغه تباهي ئې دونده دبل چاله خواڅخه نه کېږي لکه زمؤږ دخپلؤ ناپوهيؤ اوتعصباتؤ له خواڅخه چي ترسره کيږي .
قبيلوي تعصبات سته ؛ سيمه ئيزتعصبات سته ؛ ژبني تعصبات سته ، لهجوي تعصبات سته،اومذهبي لاهم .دهغؤکسانؤمخنيوی بايد وسي چي دبلي لهجې صحيح لغاتؤنه له استعماله اچوي، اوخپل مفغنات ياجعليات ئې پرځای باندي ورکښې باسي . بشپړلغاتؤنه نه کاروي اوپرځای ئې ناقص اونيمګړي لغاتونه کاروي . که دغه عمليه هم دغسي دوام پيداکي ، لکه اوس چي په جريان کښي ده ، پښتوبه د يومحدودشمېرکسانؤژبه وي . نوربه ځني خواتوري سوي وي . په دغه صورت کښي نوپه نؤرؤ پسي مه ګرځئ چي پښتوئې زده کړې وي ،خپل راګرځوئ چي نوربه مؤ خپل پښتانه بې پښتو سوي وي ، اوکيږي هم . پښتوبه ئې پرې ايښې وي ، پرې ايښې ئې هم ده ، اوپريږدي ئې هم . ولي چي دنيمګړتياؤ اونواقصو فهم اوتحمل به نه لري . بيابه هم په
خپله ژبه شرميږي يابه ئې ويلای لاهم نه سي . ” (١٧) .
داچيغي زه (هوتک) داڅوکاله کيږي چي وهم ئې . زموږمشران استادان علامه حبيبي اوعلامه رشادله دغوارمانوسره ګورته ولاړل اوس دخدای سل شکرونه کاږم چي دادئ يوبل منلي استادترماپه سل چنده پوره صلاحيت اوپاخه منطق باندي دغه ستونزه دکتاب په بڼه خپلو پښتنووروڼوته وړاندي کړه . پښتوژبه دټولوپښتنوده . ګټه او تاوان ئې هم ټولوته په ګډه رسېږي . داسي نه سي چي اوبه ترورخ را څخه واوړي اوبيابه لاس موښل څه ګټه هم ونه لري .
زه ښاغلي ډاکټرعبدالرازق پالوال ته ددغه درانه اثردليکلوله امله مبارکي وايم او ټولو پښتنووروڼوپه تېره بياځوانانوته ددغه کتاب د لوستلوسپارښتنه کوم اوورڅخه غواړم چي دغه کتاب په سړه سينه او بې له مخکيني ذهنيت اوقضاوت څخه ولولي ، پر وږغېږي اود منلو په صورت کي عمل په وکړي .
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ـــ کاناډا
٢٧اګسټ ٢٠٠٦ع
لمنليکونه
نقل قول دکتاب په ليکدودکټ مټ رانقل سوی دئ اوتردې وروسته به هم نورنقل قولونه د کتاب پخپل ليکدودوي .
(١)په دې نامه کي د(نوني ) لغت کارول ماته ډېرپه زړه پوري ښکاره سو . (نونی) دتوپک د ميل پرسر د ميل خولې ته نزدې هغه راوتلې زخه ده چي دنخښي ويشتلوپروخت کارځني اخيستل کېږي . دې زخي ته زماپه خيال کابلي ښکاريان جوک ( دجيم او واوپه فتحه ) وايي . په عسکري اصطلاح ئې هم لکه چي هم دانوم دئ . دګوليودتوپک دميل پرمنځنۍ برخه يوه بله ټوټه هم سته چي ( جرۍ ) ئې بولي . له جرۍ اوجوک دواړوڅخه دنخښي برابرولو پر وخت کار اخيستل کېږي . په پښتوکي د( نينک ) لغت ( دسترګوکسی) هم له (نوني) سره ريښه يي اړېکی لري . ډاکټرپالوال دنوني کلمه د پاړسي ( ديدګاه ) له پاره راوړې ده اوپرځای ئې راوړې ده . دمعياري ژبي له پاره له لهجوڅخه لغت اخيستني ته بايد ترلغت جوړوني وړاندي د لومړيتوب حق ورکول سي .خوله بده مرغه دې زرين اصل ته نن پښتانه ليکوال لږپاملرنه کوي .
(٢الف)وګ : دپوهانددوکتورمجاوراحمدزيارد( پښتواوپښتانه دژبپوهنې په رڼاکې ) کتاب ته د پوهاندډاکترمحمدرحيم الهام سريزه ـــ دويم مخ ـــ د١٣٧٩ کال چاپ .
(٢ب) زيار(دوکتور) ـــ مجاوراحمدـــ پښتوپښويه ـــ ١١مخ (سريزه) ـــ دريم چاپ ـــ ٢٠٠٥ع .
(٣) وګ : ښکلامجله ـــ ٤کال ـــ ٣ ګڼه ـــ له پوهاندزيارصاحب سره مرکه ـــ ٥٤ مخ ـــ ١٣٨٤ ل کال
(٤) پښتوڅېړني ـــ دوهم ټوک ـــ دوهمه برخه ــــ د پښتو، جاپاني قاموس په باب داکاډميسن عبدالشکوررشادمقاله ـــ ٤ مخ ــــ ١٣٦٧ ش ـــ کابل
(٥)پالوال ـــ ډاکټرعبدالرازق ـــ معياري پښتو ـــ ١٦ ، ١٧ مخونه ـــ ١٣٨٤ نمريزکال .
(٦) هماغه اثرـــ ٢٤٠ مخ
(٧) هماغه اثرـــ ٢٣٩مخ
(٨) هماغه اثرـــ٨٩مخ
(٩) هماغه اثر ـــ ١٥٣مخ
(١٠) هماغه اثرـــ ٢٣٧ ، ٢٣٨مخونه
(١١) هماغه اثرـــ٢٤٣مخ
(١٢) هماغه اثرـــ ٢٩٧مخ
(١٣) هماغه اثرـــ ٢٩١ ـــ ٣١٠ مخونه
(١٤) پښتوپښويه ـــ ٣٨ مخ
(١٥) ارواښادپوهاندرښتين په ( ادبي اوتاريخي سمونې) نومي کتاب ــ ١٧ مخ کي درشاد مرحوم دغه کاربې فايدې بللی دئ . په دې باب زه خپل قضاوت لرم خودپښتوستوروپه دغه مقابله کي ئې زماله پاره بيانول ، بې ادبي ښکاري ځکه نوترتېرېږم .
(١٦) وګ : سيال مومند ـــ ميراجان ـــ نوميالی غازي ( چکنورملاصاحب رحمه الله عليه) ـــ ٦٧ مخ ـــ ١٣٧٧ ش ـــ پېښور .
(١٧) معياري پښتو ـــ ٤٠٨ مخ
—————————–
د استاد ځینې نورې لیکنې:
د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه، جناب پوهاند ډاکتر زیار…
په پښتونخوا کې د میرزاخان انصاري…
د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې
معیاری پښتو لاتینی حروفوته اړتیا لری!!!
په دې حساسو شیبو کې زه یوې واحدې پښتو ته اړتیا لرم چې واحد ګرامري قواعد ولري، زما اړتیا دې ته ده چې یوه معتبره اداره رامنځته شي او هغه خلک چې له خپلې خیټې پښتو توري راوباسي له دې فلتر څخه تیر کړي،
لومړی خپله ژبه سمه زده کئ
بياپه وږغېږئ اوپروږغېږئ
بياليکنه په وکئ اوليکنه پروکئ
استاد هوتک صاحب سلام١
کاشکې دغه پورتنۍ خبره د عالي تحصيلاتو وزيرې چې تيره شپه ېې د خپل سل ورځنې کار په هکله ړانده، بې کفايته، ګډوله،پارلمان ته وينا کوله. وزيره ددې پرځاى چې د معيار پر مانا او مفهوم پوه شي او تعليمي سيستم له بنياده او تهدابه ښه کړي د پوهنتون د تعليمي کيفيت له پاسه ښه کيدل غواړي ددې مانا داده چې ونه له څانګو څېړي نه له ريښو څخه دا واېې چې زموږ زيتره ښوونکي ماستر او داکتر نه دى خو په دې نه پوهيږي چې تعليمې سيستم له کينډر ګارتن يا وړوکتون نه پيل کيږي له هغه ښوونکي پيل کيږي چې ټولګي يي ديوالونه ، تختې، تباشير او څوکي نه لري پوازې د باندې د ډنډونو ترڅنګ ناست وي او يا په معياري ډول له شمېرې زيات خلک په ډرو ولايتونو کې د زه کړو په نوم شپې اوورځي سباکوي.هر ه بهرني ژبه د خپلې ژبې په زور زده کيږي نوموړي واېې چې موږ بايد د پوهنتون دزده کوونکو انګريزي ښه کړو تر ځو پورې له منابعو ځخه ښه ګټه ترلاسه کړاى شي خو دغه کار هغه وخت ګټه لري چې زموږ خپله ژبه په معياري توګه په ټول هېواد کې د معيار نصاب، اهميت، او ارزښت ولري او يوازې د يو څو کسانو په خوله کې خلاصه نه شي او نه د بي بي سي د ژورناليزم
کليپ ور نه جوړ شي
د پښتو ژبې معياري کيدل له ډير پخوا نه يو ضرورت ګڼل کيږي هېځوخت د سياست، شخصي ګټو، کرکو، په دې پلمې او هغې پلمې له ياده ونه ويتل شي موږ بايد په ټولو هېوادو کې د ژبې په نوم فرهنګي مرکزونه ولرو چې د ژبې معاريتوب نه يوازې د افغنستان په کچه بلکې په نړيواله کچه زموږ د ملي فرهنګ هسته هم په کې خوندي شي. موږ په دې باور يو چې ستا په شان کسان د خپلې ژبې لپاره، يا غضنفر او نور سترليکوالان هم شته چې ستاو ملاتړ شي