ملا برادر

تاند- د طالبانو سیاسي استازي په پیکینګ کې له چینايي چارواکو سره د سولې د پروسې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د اعتماد په رامنځته کولو کې د چین پر همکارۍ خبرې وکړې.

د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼې د طالب سرچینو په قول د دوشنبې په ورځ /جون ۱۷/ ناوخته راپور وکړ چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ريیس ملاعبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي په تېرو دوو ورځو کې په پیکینګ کې له چینايي چارواکو سره ولیدل.

طالبانو تراوسه پورې چین ته د ملابرادر د سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو ډیلي ټایمز ورځپاڼه د طالب سرچینو په قول وايي چې ملابرادر او ورسره ملګري پلاوي چینايي چارواکو ته په دې اړه معلومات ورکړل چې دوی له امریکایانو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کړي او یا په کومو برخو کې یې پرمختګ کړی دی.

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي.

دواړو خواوو ویلي چې اووم پړاو خبرې به ډېرې مهمې وي او ښايي یوه پرېکړه پکې وشي.

ډیلي ټایمز وايي چې چین د افغانستان په مسله کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې دا هیواد د افغانستان په شخړه کې بې پرې دی.

د پاکستان د سنا جرګې غړی او د پاک – چین د انستیتیوت رييس مشاهد حسین سید وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین رول خورا مهم او مثبت دی ځکه چې چین د سیمې د هیوادونو په منځ کې یوازینی هیواد دی چې په ټول تاریخ کې یې په افغانستان کې مداخله نه ده کړې.

چین، چې په چټکه اقتصادي او صنعتي پرمختګ کوي، د افغانستان به شان هیوادونو اوومو موادو په تېره بیا کانونو ته زیاته اړتیا لري. په افغانستان کې سوله د چین پانګونې ته لار پرانیستی شي.

3 thoughts on “ملابرادر چینايي چارواکو ته د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه معلومات ورکړل”
  1. برادر وايي، که امریکایان راسره جوړه ونه کړي، (حال داچې تاسې او امریکایان مخکې له مخه جوړ یاست) نو موږ به افغان وژنې ته ادامه ورکړو ، حال دا چې امریکایان هم دقیقاً همدغه څه له تاسو غواړي

  2. زه ټالبانو ته وایم، تاسو خو یوځلې له ځان سره فکر وکړئ، اول یې په کروز د بحرالهند څخه ویشتی او آن تر دې چې ستاسو مو ټرونه یې په رفتار کې هم په نښه کولای شوای، او اوس چې امریکایان دلته موجود دي نه شي مو ویشتلای؟!!! ایا تاسو ته په دې کې کوم چل نه ښکاري. فرضاً که تاسو له دولت سره سوله وکړی نو امریکایانو ته به بیا کومه بهانه پاتې شي؟

ځواب ورکول Zahra Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *