تاند- د طالبانو پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې تېره اوونۍ په پاکستان کې خوشي شو، په کور کې نظر بند دی، د پاکستان له لوري یې حرکتونه څارل کېږي او ټېلفونونه یې اورېدل کېږي.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، په داسي یو حالت کې ملا برادر په سوله کې رول نه شي لوبولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ملا برادر د پنجشنبې په ورځ خوشي شو خو پاکستاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نوموړی لا هم په کراچۍ کې په یوه خوندي کور کې ساتل کېږي.
افغانستان، چې شک لري پاکستان غواړي د دغه هیواد په کورنیو چارو کې نفوذ ولري، د ملابرادر د ورسپارلو غوښتونکی دی.
خو داسي ښکاري چې د پاکستان پوځ، چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې د دوام لپاره له ډېرو وختونو څخه د طالبانو ملاتړ کوي، هغه هلې ځلې تر کنټرول لاندې ولري چې د افغانستان د دوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره کېږي.
رویټرز وايي، حتي په ۲۰۱۰ کال د ملابرادر د نیول کېدو په مهال افغان چارواکو شک کاوه چې نوموړی د دې لپاره نیول شوی چې د پاکستان له مشورې پرته یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوله.
په اسلام اباد کې یوه جګپوړي لوېدیځوال دیپلومات وویل:«دوی (پاکستانیان) لومړی دی له نورو سره له خبرو راوګرځاوه، اوس یې ظاهراً د دې لپاره خوشي کوي چې له نورو سره خبرې وکړای شي.»
ده همداراز وویل:«دا له خپل پخواني دریځه شاتګ دی خو په دواړو حالتونو کې پاکستان پرېکړه کوي چې (ملابرادر) له چا سره خبرې کوي او له سره یې ونه کړي.»
رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان یوې استخباراتي سرچینې ، چې د ملابرادر د تګ راتګ په اړه یې مستقیم معلومات لرل، وویل: ملابرادر له څو طالبانو سره چې ده یې د کتلو غوښتنه لرله، کتلي دي.
دې سرچینې زیاته کړه:«ملابرادر ته امنیتي ځواکونو لارښوونه وکړه چې له طالبانو سره ټېلفوني خبرې وکړي او هغوی د جګړې پای ته رسولو او جدي خبرو ته وهڅوي.»
د پاکستان دغه استخباراتي چارواکي همداراز وویل چې ملابرادر ته هغه لپ ټاپ او سټیلایټ ټېلفون بېرته ورکړای شوي چې په ۲۰۱۰ کال د ده د نیولو په مهال ورڅخه اخیستل شوي ول او لس تنه امنیتي ساتونکی په هغه کور پیره کوي چې ملابرادر پکې ساتل کېږي.
د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې ملابرادر خپلو پخوانیو طالب ملګروته ټېلفونه کړي. دی په ترکیې، افغانستان او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه ږغېدلی دی.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې له چا یې نه دي اورېدلي چې ملابرادر ورسره خبرې کړي وي.
ملابرادر له خوشي کېدو وروسته خبرې نه دي کړي او دا څرګنده نه ده چې ایا نوموړی د سولې په خبرو کې د رول لوبولو غوښتونکی دی او که نه دی.
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وايي، مل برادر دې یا افغانستان ته وسپارل شي او یا دې درېم هیواد ته واستول شي څو د پاکستان له کنټروله ووځي.
ملا برا در که افغا نستان ته وسفار ل شی او وکیل احمد متوکیل او عبد السلام ضعیف ملا مجاهد ملا سید اکبر اغا ملا قلم الد ین ملا محمد اسحاق نظامی مولوی معتصم اغا فه مشری دقطر له شوری سره کد کار وکړی هرو مرو به صلحه رازی ۰۰۰ خو فه یوه شرط چی دکابل حکومت دشمالی زواکو له اسارت زان خلاص کړی زکه هغوی فه صلحه خوشحاله ندی ۰۰۰او که صلحه وشی شمالیان به بیا غلا او فساد اداری سنګه کوی نن ورز دهغوی فه لاس کی له ۸۰۰ سخه زیات ریا ستونه دی۰۰۰ والسلام
افغانستان، چې شک لري پاکستان غواړي د دغه هیواد په کورنیو چارو کې نفوذ ولري، د ملابرادر د ورسپارلو غوښتونکی دی
.
تاند والو تاسی تر اوسه هم شک بولی پاکستان وخوړلو او تاسو یی لا شک بولی تداوی ته ضرورت لری
مجاهد صاحب دا د رویټرز(بریتانیايي) خبري اژانس خبره ده چې موږ په امانتدارۍ ژباړلې ده.
تاند