سرچینه: سنټرل ایشیا انلاین

له کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان برید وکړ ملاعمر هم ډېر زر د خلکو له سترګو پناه شو، خو د هغه تر قیادت لاندې د طالب وسله والو فعالیتونه بېرته راژوندي شول او وخت نا وخت یې په نوم فرمانونه هم صادرېږي.

خو پدې وروستیو کې د ملاعمر د مرګ او ژوند په اړه اوازې زیاتې شوې دي او دې اوازو هغه وخت لا زور واخست چې په پېښور کې د طالبانو د رژیم د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالرقیب په مرموز ډول ووژل شو.

د مولوي عبدالرقیب د مرموزې وژنې پړه پر استخباراتي کړیو اچول کېږي، چې هغه یې په طالبانو کې د انشعاب رامنځته کوونکي په رول لوبولو تورن کړ او بالاخره یې وواژه.

خبره له هغه ځایه راګرمه شوه، چې د ملاعمر ورور مولوي عبدالحنان ته د اسلامي امارت واګې وسپارل شوې او هغه د موقت سرپرست په توګه غوره شو.

مولوي عبدالرقیب د مولوي عبدالحنان له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او دلیل یې داو چې د اسلامي امارت رهبري یوازې د ملاعمر په کورنۍ پورې منحصره پاتې کېږي او دا له شاهي نظام سره کوم توپیر نه لري، چې په طالبانو کې به د ملاعمر د کورنۍ لخوا پرمخ وړل کېږي.

د همدې جنجالونو په جریان کې د طالبانو د نظامي کمېټې مشر مولوي ذاکر هم استعفا ته مجبور کړای شو. په طالبانو کې ددې انشعاب د مخنیوي لپاره مولوي عبدالرقیب ترور شو، څو نور د انتقاد جرآت ونه مومي.

دا قضیه له صحنې د ملاعمر رخصتېدل، غیابت او یا مړینه ثابتوي، چې یوازې په اسطوریي بڼه یې په نوم خواره واره طالب وسله وال منسجم ساتل کېږي.

په تازه کې ایشیا انلاین راپور خپور کړی، چې په عام محضر کې د ملاعمر اوږد غیابت له سیاسي صحنې د هغه د لرې کېدو په معنی تفسیرېږي. یا خو نوموړی مړ شوی او یا د پورتنیو مقاماتو په لارښونه د رهبرۍ له دندې رخصت شوی دی، خو ددې راز نه افشا کېدل یوازې د طالبانو په لیکو کې د انشعاب د مخنیوي لپاره کېږي. له تېرو دیارلسو کالو راهیسې ددې اسطوریي څېرې تصویر، ویډیو او یا د موجودیت ثبوت رسنیو ته لاسته ندی ورغلی.

استخباراتي ډلې د نوموړي په اړه درې نظرونه وړاندې کوي: نوموړی مړ شوی دی، د اسلامي امارات له رهبرۍ لرې شوی او یا خو ملاعمر یو جعلي نوم دی، چې څه باندې لس کاله پرې ددې ډلې انسجام سمبالېده.

خو پدې دریو نظرونو کې د هغه د مړینې قوي احتمال ځکه مطرح کېږي، چې د طالبانو په ډله کې وروستی انشعاب له همدې وجې ګڼل کېږي، خو په طالبانو حاکم یو قوي قشر ددې راز د سپړلو مخه نیسي.

په لاهور کې مېشت سیاسي کارپوه مبشر بخاري وایي، له تېرو دیارلسو کالو راهیسې هېڅ طالب قوماندان نده تائید کړې، چې له ملاعمر سره دې هغه له نږدې لیدلي وي او یا د هغه د لیدنې کوم ثبوت رسنیو ته رسېدلی وي :((که چېرې هغه ژوندی وای، نو یو ځل خو به یې ځان ښکاره کړی وای.))

د اسلامي امارت کلیدي غړي هم پدې ندي توانېدلي چې د نوموړي د ژوند په اړه کوم ثبوت وړاندې کړي.

له هغه وروسته چې په ۲۰۰۱ ز کال کې طالبانو سقوط وکړ، نو په وروستي ځل د هغه په اړه همدومره ویل شوي، چې په کندهار کې په موټر سایکل د تېښتې په حال کې لیدل شوی دی او بیا تر ننه هغه د رسنیو په مخ ندی راښکاره شوی او د اسطوریي څېرې د ثبوت لپاره یې هم کومه بېلګه نشته.

یوه داسې ناتائید شوې ادعا هم شته، چې ملاعمر د روان کال د جون میاشتې په نیمایي کې د عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی، خو تر اوسه نوموړي ددې ادعا د درواغو ثابتولو هڅه هم نده کړې.

صفدر داور، چې له قبایلي سیمو رسنیو ته راپورونه ورکوي او د پاکستان د ژورنالستانو د اتحادیې لخوا پدې سیمه کې وسله والو ته د خپل استازي په توګه ورپېژندل شوی، وایي: ((ما تر اوسه له هېڅ کوم داسې چا سره ندي لیدلي چې هغه دې د ملاعمر ادعا کړې وي.))

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې دغه فعال خبریال زیاتوي، چې ما د طالبانو او القاعده له ډېرو قوماندانانو پوښتلي، چې ملاعمر یې لیدلی؟ خو هغوی ځواب راکړی، چې تر اوسه دوی یو هم ملاعمر ندی لیدلی او نه یې د هغه [خپل غږ] اورېدلی دی.

پاکستاني څارونکي پدې باور دي، چې که چېرې ملاعمر مړ/ وژل شوی نه وي، نو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د حقاني شبکې په نفوذي ساحو کې به ژوند کوي. دغه ساحه چې د تروریستي فعالیتونو لپاره خورا امن سیمه بلل کېږي، د یو مشاور په توګه د ملاعمر د اوسېدو لپاره مناسبه ځکه ده، چې له هغه ځایه به د خپلو قاصدینو په مرسته طالب قوماندانانو ته سلا مشورې ورکوي.

0 thoughts on “ملاعمر؛ مړ که ژوندی؟ / ژباړه: نیسم سالارزی”
  1. دا ملا عمر خو خالص حنجروت دی باور وکړی، چی اوس یی نړیوالو هم پام ځانته اړولی دی چی د ژوند او مړینی غم یی ورسره دی.خو زما په ګمان اصلی ټکی ته هیڅوک هم کوتی نه ورنږدی کوی، مطلب می دای چی هیڅوک هم دا پوښتنه نه کوی چی ملا عمر که مړ وی او لا ژوندی رښتیا هم کوم داسی شخص دی چی یوه سیاسی ایډیا ولری او د هغی آیډیا پر اساس به پر افغان ولس اسمان راشین کړی او یا وریځ؟
    پدی خو موږ او تاسو پوهیږو چی ملا صاحب یو ملا وو او اوس هم که ژوندی وی یو فقیر ملا به وی ذا ځکه چی هغه له اوله نه په سیاست پوهیده اوس هم نه پوهیږی.اګاهانه او یا غیری اګاهانه آی اس آی وو چی له موږک یی فیل جوړ کړ او اوس نړیوالی رسني هم خبری پری کوی.هغه که مړ وی او یا ژوندی نه کوم واک لری او نه اختیار همدا اوس هم آی اس آی دی چی له نوم څخه یی نورو سادههګان پری غلتوی.زه خو وایم چی خدای پاک د دا نور بیچاره او ساده طالبانو ته چی اوس هم د ملا
    صاحب تر قیادت لاندی جګړی کوی عقل ور په نصیب کړی او پر دی یی سرونه خلاص کړی چی اصلی ډرامه آی اس آی روانه کړی ده نه ملایان شته او عمیان. ه

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *