د ملالې یوسفزۍ چې په یوولس کلنۍ کې يې په مستعار نامه د طالبانو په ضد لیکل پیل کړل په خیال او خاطر کې به یې هم نه راتلل چې یوه ورځ به دومره نړیواله شهرت پیدا کوي چې د نړۍ سترې سترې جایزې به اخلي او د پښتني سیمو په تیره بیا قبایلي نجونو لپاره به یو سرمشق جوړيږي. د تعلیم د ډګر دغې اتلې د څو نړيوالو جایزو له اخیستو وروسته داده، پرون د نوبل د سولې نړيواله جایزه هم وګټله.  اولس کلنه ملاله یوسفزۍ د نوبل د جایزې د تر ټولو د کم عمر ګټونکې ده. سږکال دغه جایزه دوه کسانو ته ورکړل شوه، دویم کس یو هندی کیلاش ستیارتي دی چې هغه  هم په هند کې د کارګرو ماشومانو د حقونو یو فعال دی. د بي بي سی په حواله د پرېکړې کمېټې ویلي: “دغو دواړو کسانو ته د ماشومانو او ځوانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه”. ملاله تېر کال هم د سولې نوبل جایزې ته نومانده وه. ملاله د یو داسې پښتني دودیز چاپیریاله راوتلې نجلۍ ده، چېرته چې د نجونو زده کړې له پخوا راهیسې د قبیلوي قیوداتو او محدودیتونو له امله له سختو ننګونو سره مخ دي، دغه قبایلي سیمې په دې وروستیو کې د طالبانو او طالبي افکارو مرکزونه ګڼل کېږي، چې له امله يې زموږ په سرحدي ولایتونو کې هم د نجونو تعلیم له همدغسې چلنجونو سره مخ دی. ملاله د دغه سیمو اوسیدونکو په تیره بیا نجونو ته تر ټولو ښه سرمشق کېدای شي، څو د هغې په لاره پل کېږدي او تعلیم ته مخه کړي. په ټولیزه توګه د ډیورنډ لاین په دواړو غاړو کې پښتني قبایلو کې د تعلیم کچه د نړۍ تر بل هر ځای ټیټه ده او د ښځو هغه خو بیخي په هیڅ حساب ده، اوس چې دغه سیمې د تروریزم په سترو مرکزونو بدلې شوې دي او هره ورځ په کې جنګ جګړې روانې وي او د افغان طالبانو پټنځایونه هم تر ډېره د ډیورنډ په اوږدو کې موقعیت لري، د ښځو د تعلیم او زده کړې وضعیت لا کړکیچن شوی دی. دغو سیمو کې د ښځو او ماشومانو حالت تر نورو زیات خراب دی، د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی، د تعلیم ټیټه کچه، د مور او ماشوم مړینه او تر ټو بده يې لا دا چې دغه سیمې د افراطي قبایلي ذهنیت له امله چې اوس ورسره مذهبي افراطیت هم یو ځای شوی دی، هلته دا مهال له هر ډول ماډرن پدیدو سره په کلکه مخالفت کېږي، حتا واکسین چې د ماشوم د ژغورنې لپاره ډېر حیاتي ګڼل کېږي له هغې سره هم مخالفت موجود دی، دا مهال په ټوله نړۍ کې د پولیو ویروس په ورکېدو دی، خو یوازې همدغه پښتني سیمو کې لا هم موږ هر کال د پولیو د پېښو شاهدان یو.  په دغسې یوه وروسته پاتې سیمه کې د ملالې په څیر د یو کرکټر را دبره کېدل او بیا نړيوال شهرت ګټل حتما پر دغې ټولنې خپل اغیز ښندلی شي.

که څه هم په نړيواله کچه د دغه دوو جایزو د ګټلو امتیاز د هندوستان او پاکستان هېوادونو ته ور ګرځي او دهغوی نومونه په کې یادېږي، خو که موږ د پاکستان جوړښت، د هغې حکومتي سیاست او سیاسي نظريه چې له امله یې دا هېواد جوړ شوی دی او په دې وروستیو کې د نړيوال ترویزم سره د دغه هېواد همکاري ته وګورو، یوې داسې نجلۍ ته ددغې جایزې ورکړه چې د مذهبي افراطیت سره يې مبارزه کوله او خپلو محرومو خلکو ته يې د تعلیم پیغام رسولو، دا په خپله د پاکستان په نظريې او د پاکستان د حکومت په جنګ پلوه او ترویزم پلوه سیاستونو یو ستر ګذار ګڼل کېږي.  د پاکستان حکومت او استخباراتو لا له وړاندې د ملالې یوسفزۍ په کتاب (زه ملاله یم) باندې پاکستان کې بندیز لګولی و، تیر کال کله چې په پيښور کې یو شمېر فرهنګیانو او روڼ اندو پښتنو غوښتل د هغه د کتاب د مخکتنې لپاره یوه غونډه جوړه کړې هغوی يې دغې غونډې ته نه و، پرې ايښي. بله خوا د پاکستان مذهبي ډلو او مشرانو چې اکثریت يې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای د سیاستونو ننګه کوي او اکثره کړه وړه یې د پاکستان د ای اس ای د فرمایشاتو زیږنده دي، په پاکستاني مطبوعاتو کې يې د ملالې یوسفزۍ په ضد ډېر ناوړه تبلیغات وکړل او هغه يې په لویدیځ پلوۍ تورنه کړه او دا يې د هغوی ایجنټه وبلله، د هغې له کتاب سره د مخالفت علت هم څرګند دی، ځکه هغې په خپل کتاب کې د پښتنو د تعلمی محرومیت او بیا د پښتنو د وجود نه خبره پيل کړې وه، د پاکستان په تعلیمي نصاب کې د پښتون تاریخ او اتلان نشته او هغوی ته یوازې د پاکستان د نظريې اتلان معرفي کېږي.  همدا چې د پاکستان مذهبي او ځیني سیاسي ډلې د ملالې د کارونو مخالفت کوي، له دې څرګندېږي چې ملاله په خپلې مبارزه کې بریالۍ شوې ده او هغه پیغام چې دې غوښته پښتنو سیمو ته ورسوي هغه يې اوس نړيوال کړ او ټولې دنیا ته يې ثابته کړه چې دا قوم ترهګر نه دی، بلکې ترهګرۍ پرې تپل شوې ده.  ملاله اوس نړيوال نوم دی، هغه اوس په نړۍ کې د هغو شپیتو میلیونو ماشومانو لپاره یو رول ماډل دی چې تعلیم ته لاسرسی نه لري. د ټایم مجلې ملاله د ۲۰۱۳ کال تر ټولو اغېزمنو کسانو په لست کې راوسته او دغه کال دې د اروپا د بشري حقونو د سخاروف درنه جایزه هم وګټله.هغه اوس یو نړيوال  غږ دی، پروسږکال دهغې شپاړسمه کلیزه د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغلو څلور سوه ماشومانو او ځوانو رهبرانو په موجودیت کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ونمانځل شوه.  کله چې هغه وینا کوله او نړيوالو رسنیو يې غږ خپراوو وې ویل چې : یو ماشوم، یو ښوونکی، یو کتاب او یو قلم نړۍ بدلولی شي. د نړۍ خلکو دهغې غږ په داسې وخت کې اوریده چې تر هغې نهه میاشتې وړاندې د ۲۰۱۲کال په اکتوبر کې دوه تنو وسله والو طالبانو هڅه کړې وه چې دا ووژنې، خو هغه ټپي شوه او د نړۍ رسنیو کې د هغې د ټپي کېدو خبر ټولې دنیا ته ورسوو.  دا دی په ملګرو ملتونو کې له وینا یو کال وروسته نن ورځ بیا د ملالې نوم د نړۍ په ټولو رسنیو کې یادېږي، هغې ته د سولې د نوبل جایزه ورکول کېږي، خو د هغې قوم او سیمه لا هم د جګړو میدان دی، د هغې په پلرنۍ خاوره کې لا هم ښوونځی ویل جرم ګڼل کېږي، د هغې قوم او ولس له لسیزو راهیسې د جګړو ډګر دی، موږ ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې د جایزې ورکړه په نیک فال نیسو او هیله لرو چې دا به په سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځو او جنوبي سیمو کې د نجونو د تعلیم په برخه کې یو ولسي رجحان را پیدا کړي او نورو ته به یو بیلګه شي. که هر څومره د هغې مخالفان ډېر دي، خو دا یو واقعیت دی چې ملاله؛ په پښتني سیمو کې د جهالت، افراطیت او ترهګرۍ په ضد د مقاومت سیمبول دی او په دغه محرومه او وروسته پاتې سیمه کې د نجونو لپاره د تعلیم او زده کړې تر ټولو غوره بېلګه. نو ارزښت يې درلود چې د سولې نړيواله جایزه دې وګټي.

سرچینه: جامعه باز ورځپاڼه

One thought on “ملاله؛پښتنو نجونو لپاره غوره بېلګه/خوشال خلیل”
  1. ملالۍ خورته د نوبل د جایزی د ترلاسه کولو له امله د زړه له کومی مبارکی وایم، هیله ده چی هغه خپل خلک ، خپل قوم او پښتانه هیر نه کړی او د هغوی لپاره د پام وړ خدمتونو مصدر وګرځی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *