تاند- د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ نن /چهارشنبه/ د نوبل جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل په دې ویاړي چې لومړنۍ پښتنه ده چې دا جایزه ګټي.

ملالي یوسفزۍ په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل:«په دې ویاړم چې لومړنۍ پښتنه، لومړنۍ پاکستانۍ او لومړنۍ کم عمره نجلۍ یم چې دا جایزه ګټم.»

دې همداراز وویل چې په دې ډېره خوشاله ده چې لا هم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مبارکۍ کارتونه ورلېږل کېږي او دا تشویقوي.

دې وویل:«زه د نوبل د جایزې پیسې د ملالې بسپنې ته ځانګړي کوم، څو هر ځای نجونو ته د ښو زده کړو له برابرولو سره پرې مرسته وشي. تر ټولو لومړنی به زما په خپله سیمه سوات او شانګله کې پرې ښوونځي جوړېږي.»

د نوبل د سولې د جایزې ارزښت یوولس لکه ډالره دی.

وسلوالو طالبانو په ٢٠١٢م کال کې پر ملالې يوسفزۍ په سوات کې ډزې وکړې او هغه پر سر په مرمۍ وويشتله. هغه وخت ملاله پنځلس کلنه وه او د نجونو د تعليم لپاره يې مبارزه کوله.

2 thoughts on “ملاله: په دې ویاړم چې لومړنۍ پښتنه یم چې د نوبل جایزه مې ګټلې”
  1. کله چې دا ځان پاکستانۍ وګڼي زما ټولې خواخوږۍ ورسره پای ومومي؛ لا له هغه وخته مې ترې خوا توره شوه چې د ملګرو ملتونو په اسامبله کې یې وویل چې د سر پړونی یې د بې نظیر بوټو پړونی دی په داسې حال کې چې پړونی د پښتنو ښځو خاصه ده نه د سندیانو یا پنجابیانو. او بې نظیره خو اکثرو عکسونو کې لوڅ سر ناسته وه، خدای دې یې وبخښي.

ځواب ورکول سردار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *